کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / ارګه!!/ محمد ذاکر ياسيني

ارګه!!/ محمد ذاکر ياسيني

محمد ذاکر ياسيني

ارګه تبریک دې شه د بد قسمت نفر درغی
دسولې رنګ يې دی ورکړی خوخنجر درغی

ارګه داهغه دی چې ته یې په راکیټونو ویشتلې
اوس دې له بیخه ړنګوي ښه په هنردرغی

ارګه د ستا ده کليوالو چې یې وینې څښلې
هغه ښامار بیادستا غـیږ ته په چکر درغی

ارګه خبر شه او هوښیار شه نور څه نه وایمه
ستاتبـاهې ته بیا یو نوې شان لښکردرغی

ارګه دستا د خیر ښېګڼې غم کې نه دي دغه
دغه سړی سـتا خرابۍ ته ښه زړور درغی

ارګه نقشه به دی بېخي نور له نړۍ ورکه کړي.
ها د سپیره قسمت سـړی دستاپه ور درغی

ارګه ستاغیږ کې یو عجیبه غوندې غوبل روان دی
دوه په څوکیو دي په جنګ بل يې پر سر درغی

په یو هیواد کې دومره ډیر واکمنان نه چلیږي
دا دوه چا جوړ کړه چې دستي دا بل نفــــردرغی

ارګه هغه ورځ (ياسینی) په خېال ارام به شي ته
چې سپین بیرغ يې وه په لاس ځمادلبر درغی

(محمد ذاکر یاسیني)


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ