د نن سرلیکنه

د صبغت الله مجددي احساسات بیا طوفاني شول

نن ټکی آسیا – سرمقاله: حضرت صبغت الله مجددي د په اصطلاح مشورتي جرګې رئیس په داسې حال کې چې نن یې د یادې جرګې د کاري کمېټو کارونه څېړل، له رسنيو سره په خپلو څرګندونوکې دکرزي  د خبرو خلاف خپل احساسات ښکاره کړل .

کرزي د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل چې د کابل او واشنګتن ترمنځ امنيتي سند به تر ټاکنو مخکې نه لاسلیک کیږي که  دغه سند د مشورتي لويې جرګې تاييد او د ملي شورا تصويب هم ولري، نو د ده له خوا به تر هغو لاسليک نه شي، چې ټاکنې پایته نه وي رسیدلې …

خو مجددي نن دکرزي د څرګندونو برخلاف وويل: (( کرزى حق نه لري، چې دغه سند له ټاکنو وروسته لاسليک کړي؛ ځکه چې په امنيتي سند کې د ټولو افغانانو غوښتنې منل شوې او هېڅ داسې کومه ماده نه شته په کې چې د سند لاسليک دې د ټاکنو له ترسره کېدو شا ته کړي))

حضرت صبغت الله مجددي چې د سیاسی مبارزي او فعالیت  ډیره برخه یې د امریکايي مصلحو خدمت او له دې لارې څخه  د مادي امکاناتو ترلاسه کولوته وقف کړي تل په خپلو له اضطراب نه ډکو احساساتي څرګندونو کې داشاني  مضحکانه مواقف غوره کړي .

نوموړي له خپلې تزویري پالیسې او جعلي روحانیت نه په استفادې سره همیشه دا هڅه کړې چې د امریکایانو په لاس منځته راغلي نظام کې دیوه مطرح شخص مقام ترلاسه ،او بیا د هغه په وسیله په افغانستان کې د بهرني اشغال تداوم ته زمینه مساعده کړي .

په افغانستان د امریکایانو یرغل ، د هغه دولس کلن دوام او تر څلورویشت کلنۍ پوري  د هغه  غزول ټول د ښاغلي مجددي په اند د افغانانو په مصلحت او ګټه دي ، او که  څوک ور سره مخالفت کوي هغه  بیا د ده له نظره طاغي اوباغي عناصر دي چې باید له منځه یوړل شي .

ښاغلی مجددي دخپلې سادګۍ او احساساتي مزاج  له امله په خپل سیاسي ژوندکې د عجیبو او غریبو مواقفو خاونددی، نوموړی دبهرنیانو د رضایت لپاره مذهبي استخاري ، مصنوعي روحانیت  او خپل سپین ږیري توب  هرڅه  د یوې  تزویري وسیلې په توګه کارولي او وخت  ناوخت یې ترې ناوړه استفاده کړې.

اوس چې امریکایان غواړي په خپلو لاسپوڅوباندې  په تحمیلي ډول  د افغانستان دپلورلو وثیقه لاسلیک کړي ، دکرزي په شان سیکولر لاسپوڅي هم  د افغانوله ډاره او د تاریخ له شرمه د دغې وثیقې د لاسلیکولو جرأت نشي کولای ، خو  مجددي  له خپل ټول حیالي روحانیت ، سپینې پګړۍ او سپینې ږیرې سره دافغانستان پلورلو دغې له شرمه ډکې وسیقې لاسلیکولو ته داسې احساساتي دی چې آن کرزي ته هم  په هغه کې دځنډ راوستلو صلاحیت نه ورکوي  او په څرګندو ټکیو کې داوايي چې  په دغې وثیقې (امنیتي سند) کې د ټولو افغانانو غوښتنې په داسې توګه منل شوې چې  نور باید کرزی  هم  د هغه په لاسلیکولو کې ځنډ ونه کړي .

مشورتي جرګه ، دهغې  مشر او دهغې اعضاء  مخکې تر مخکي داسې کسان منتخب شوي چې هغوئ ته  د خپل ولس او هیواد تر مصالحو اجنبي مصالح ډیر ارزښت لري ،هغوئ په همدغې اجنبي پالې روحیې سره غواړي  د ولس  داستازیو په نوم  له امریکایانو سره  دهیواد پلورنې دغه له شرم ډکه وثیقه (امنیتي تړون) لاسلیک کړي  او امریکایان هم  غواړي په ډیره عجله سره د دې وثیقې په ترلاسه کولو سره خپل اشغال ته  دمشروعیت  قانوني مبرر پیدا کړي .

امریکایان او د احساساتي مجددي په څیر دهغوئ پلورل شوي مزدوران به  په خپلو ماغزوکې هرډول خیالات لري ، مګر افغانستان  هم د الله تعالی په نصرت خپل  داسې سرښندونکي اتلان لري چې اجنبي اشغالګر  اودهغوئ ضمیر پلورونکي مزدوران  به  خپلو آرمانونوته تر رسیدو له مخه په خپله جزاورسوي . ان شاء الله .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x