نظــر

د شاشجاع احتجاج

له اوږده سفره وروسته  وړمه ورځ انټرنيټ ته کیناستم ، په ویب پاڼو کې او خبري چینلونو کې دیوه شرموونکي جریان په اړه راپورونه لر بر کیدل ، میډیایي راپورونو ویل چې په کابل کې دوه نیم زره کسان راټول شوي دي ، ترڅو امریکایانو ته دافغانستان قباله ورکړي ، دې خبر مې احساسات زخمي کړل ، او نیت مې وکړ چې په اړونده موضوع دیوې مقالې په لیکلو سره دګران وطن حق اداء کړم .

مقالې ته مې عنوان کیښود ( دوه نیم زره شاشجاع ګان )  او وروسته مې یې په  تحلیل اوذهني احضار فکر پیل کړ، ما لا دمقالې دتاروپود په اړه خپل تصور نه وو بشپړ کړی ، چې ناڅاپه دشاشجاع اروا راحاضره شوه ، اوپه زبان  حال سره یې پرې رابړچ وهل .

ـــ  تاته چا حق درکړی چې دغه دوه نیم زره دووسان چې دخپل  ( وطن ) په خرڅلاوو مشورې کوي ، زما له نامه سره تړې او ما ورباندې بدناموې ، آخر زه دومره خسیس او ذلیل یم ، چې ددا ډول بې ننګانو نسبت راته وشي ؟

ګوره لیکواله  ! هرڅه کوه ، خو دانصاف له بړستنې پښې مه وباسه ، زه به رښتیا هم وطن فروش یم ، مګر تر دغو اوسنیو دوه نیم زره وطن فروشانو سل ځله  باشرفه او باعزته یم ، نوځکه نه غواړم چې ددوی په ډله کې حساب شم او یا هم  ورسره هم نامه یاد شم .

که دنسب او اصالت په لحاظ ووایو ، نو زه  داحمدشاه بابا لمسی او د تیمورشاه زوی یم ، مګر ستاسو داوسنیو دوه نیم زره وطن فروشانو دزیاترو نسب او فراش نه دی معلوم ، څوک دپاریس ، نیویارک  او سانفرانسیسکو له کوڅو  راټول شوي ، او چا عمرونه دهند او اروپا په رنډۍ خانو او ډانس کلبونو کې تیر کړي دي ، ددوی دلوی چپن پوښ مشر په اړه هم ویل کیږي ، چې افغان نه بلکې دکارمل غوندې دورګه  دی ، ځکه نوموړي چې کومو کارونو ته ملا تړلې دافغان په فطرت کې تردې حده بې ننګي نشته .

که په ظاهري جوړښت ووایو ، نو زه  له سره ترپښو یو مسلمان او افغان وم ، هم مې اوږده ږیره درلوده او هم درنه پګړۍ ،  لباس او ظاهري جوړښت مې هم ټول افغاني وو ، خو دغه دوه نیم زره  وطنفروشان چې زه ګورم په دوی کې دافغانیت او اسلام کوم ظاهري څرک هم نه بریښي ، په دوی کې زیاتره  ښوی مخي ، نیکرخېل  او نیکټایي پوښان دي  ، چې ما په خپله زمانه کې په خپله ټولنه کې داسې مسخ شوي موجودات نه وو لیدلي ، ددوی ځینو ته یوازې نمایشي پګړۍ تړل شوي دي ، ترڅو خپل مجلس خلکو ته  افغاني معرفي کړي .

ما به دواکمنۍ دترلاسه کولو لپاره د سیکانو او انګریزانو غلامي کړي وي ، په دې مسئله کې به زه عندالله رښتیا هم ملامت وم ، ځکه داسلام له احکامو مې تجاوز کړی وو ، مګر عندالناس  زه ملامت نه وم ، ځکه له ما څخه موروثي پاچاهي اخیستل شوې وه ، او ما ځان ته حق ورکاوو چې له محمدزو څخه باچاهي بیرته دسدوزو سلسلې ته انتقال کړم .
ما به دانګریزانو غلامي کړي وي او دهغوی لښکر به مې افغانستان ته راوستی وي ، مګر تاریخ شاهد دی ، چې په وروستیو کې زه په خپل دې کردار پښیمانه  وم ، زه چې کله  دکابل په بالاحصار کې محاصره وم ، ما په خپله دازادۍ مجاهدینو ته پټ خطونه لیږل  دپرنګیانو معلومات مې ورکول او د دانګریزانو په خلاف مې دخپل وس مطابق جهاد کاوو ، مګر راشئ ستاسو اوسنیو  وطن فروشانوته   هغه یو داستقلال ارمانجن  وحید مژده چې یوازې یې دازادۍ له مجاهدینو سره  په ټیلفون خبري کړي دي ، په همدې ګناه یې راګیر کړی دی ، اوس نو تاسو ووایاست چې زما او ددوی ترمنځ څومره فاصله ده .

ما دعمر په اخر کې که څه هم توبه ایستلي وه ، خو دا مې مناسبه وبلله ، چې دخپل کړي خیانت مسؤلیت ومنم ، نوځکه مې دبالاحصار سره نږدې دازادۍ مجاهدینو ته  دسزالپاره ځان وسپاره ، هغوی ماته  دمرګ سزا راکړه او په دې توګه مې تریوه حده خپله کړې ګناه په وینو ومینځله  .

که راشو معاصرو وطن فروشانو ته ، دوی خو داسې جنایات او خیانتونه کړي چې ما په خوب کې هم نه وو لیدلي ، دپردیو جاسوسان دوی دي ، دوطن تاسیسات ، ځنګلونه ، کانونه ، بانکونه  او ملي شتمنۍ دوی لوټ کړې ، دخپل وطن کلي او کورونه ددوی په اشارو بمبار شول ، پوره دوولس کاله  دافغان اولس سر  ، مال  ، پت او ناموس ددوی په اشاره  او لارښوونه  دامریکایي وحشیانو په لاس  برباد شو ، او اوس چې  امریکایي یرغلګر په تیښته دي ، دوی ورپورې کنجوغه  دي ، او غواړي  خپل وطن  دتل لپاره ورباندې خرڅ کړي .

دوی چې کوم جنایات کړي ، شاید مایې تصور هم نه وي کړی ، دوی داسلام او وطن په حق کې هغه جرمونه ترسره کړي دي ، چې زموږ په تاریخ کې ساری نلري .

ما که وطن خرڅ کړی وو ، خو په دې مې دشرم احساس کاوو او وروسته مې عملا  توبه وایسته ، مګر معاصر وطن فروشان  دوطن خرڅلاو یوه دافتخاره ډکه معامله بولي ،  دوی په دومره جرأت او سپین سترګۍ  خپل وطن بولۍ ته وړاندې کړی ، چې زه یې بې حیایۍ ته حیرانیږم ، زه که وطنفروش هم وم ، خو دازادۍ  مبارزه مې په رسمیت پیژندله او قدرداني مې یې  کوله ، مګر دمعاصرو وطنفروشانو دسترګو ګاټي سرچپه شوي دي ،  دوی ته وطنفروشي  افتخار ښکاري او داستقلال مبارزه ملي خیانت بولي   .

دې ته په پام سره زه له دغو دوه نیم زره وطن فروشانو نه پناه غواړم ، شاید ببرک کارمل به هم له معاصرو وطن فروشانو پناه غواړي ، ځکه هغه هم داسې په جار او ډنګ او ډونګ باندې  وطن نه وو خرڅ کړی ، او نه یې دملي خیانت معامله په دومره درنو مراسمو بدرګه کړې وه ، تاسو باید په دې پوه شئ چې معاصر وطن فروشان  دبې ننګانو ترټولو خسیس نسل دی ، چې دشرم اوحیاء جامې ترې د ډالرو  سیلۍ وړې دي ، داسې ښکاري چې ددوی مخه په څلورو خواوو خلاصه ده او په هیڅ شي باک نه کوي .

زه به وطن فروش وم  خو دومره بې حیا نه وم ، نو ځکه مې له لیکوالانو غوښتنه ده ،  چې دغه ترجرمنۍ کیږدۍ لاندې په امریکایي فرمان راټول شوي زیړسترګي خائنان   شاشجاع ګان و نه بولي ، دوی ته دې کوم بل  نوم غوره کړي ، داسې نوم چې ددوی  دکریه  او پست  حالت ترجماني وکړای شي ، ما خو د ذلت ټول قاموسونه ولټول مګر داسې نوم مې پیدا نه کړ ، چې ددوی ټیټ حالت په سمه توګه  انځور کړي .

زما په نظر ددوی لویه ګناه وطن فروشي نه  ده ، بلکې ددوی لویه ګناه داده چې په دې ذلیل کردار افتخار کوي ، او په جهر سره دا شرمناکه معامله سرته رسوي ، هره ګناه په خپل ذات کې ګناه ده ، مګر په ګناه  جرأت کول ، ګناه په جهر ترسره کول او په ګناه افتخار کول ، دګناه پیټی څوبرابره  نور هم درنوي ، دا چې دوی خپل جنایت  ته توجیهات لټوي ، په افتخار سره یې ترسره کوي  او هیڅ دشرم احساس نه کوي نوځکه یې  دګناه پیټی له ما څو برابره زیات دروند  دی .

څرنګه چې دمراتبو پیژندل ضروري دي ، نو لیکوالان هم باید دغلامانو مراتب وپیژني ، او ناحقه دي لوڅ لپړ د نیم لوڅو سره په ترازو کې نه غورځوي .

لیکواله !  که زما په خبرو دې سرخلاص شوی وي  لطفا ته دې خپل لیکلی عنوان ( دوه نیم زره شاشجاع ګان ) لرې کړه . . .)

. . . زه چې په خیال  کې له شاشجاع سره مخامخ وم ، په غوږونه مې له راډیو څخه دحامدکرزي هغه وینا اوریده چې مشورتي جرګې ته یې کوله ، حامدکرزي دامریکایانو په اړه وویل  ( سوله  د ( دوی ) په لاس کې ده ) له دوی څخه یې مراد امریکایان وو ، دوی  په پښتو کې د( دی) ( غایب ضمیر ) جمع ده ، پښتنې ښځې خپل میړه ته ( دی ) وایي ، ماچې دکرزي له خولې دامریکایانو لپاره دا معنی دار ضمیر واورید ، ټکان مې وخوړ او دشاشجاع استدلال مې زړه ته ولوید نو ځکه مې خپل منتخب عنوان  لرې کړ او دلیکنې لوری مې بدل کړ . . .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x