کور پاڼه / د نن سرمقاله / امریکايي روزونکي د افغان ځواکونو له روزلو د هغوی تر وژلو پوري

امریکايي روزونکي د افغان ځواکونو له روزلو د هغوی تر وژلو پوري

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

(شنبه، تلې ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د خبري رسنیو د خبر له مخې امریکايي ځواکونو د فراه په ولایت کې د ملي اردو په کومانډو ځواکونو هوايي برید کړی چې له امله يې ۵ تنه پولیس وژل شوي.

یاده پیښه تیره ورځ ناوخته د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ د کنسک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د یاد ولایت دولتي چارواکو هم پر افغان کمانډويي ځواکونو د امریکایانو د بمباري پخلی کړی خو په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له یادې پیښې څخه په انکار سربیره رسنیو ته ویلي چې دوى په تېرو اوو ورځو کې په یاد ولايت کې هېڅ ډول عمليات نه دي تر سره کړي.

په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د افغان ځواکونو وژنه په تیرې یوې نیمې اونۍ کې دوهمه پیښه ده چې تکراریږي.

تر دې وړاندې د تیر سپتمبر د میاشتې په ۲۰ نیټه امریکايي ځواکونو د روزګان په ولایت کې پر افغان ځواکونو د برید په ترڅ کې ۸ پولیس ووژل شول.

دا چې په تیرو ۱۲ ورځو کې دوه ځله افغان ځواکونه د امریکایانو لخوا بمبار کیږي له دې څخه جوتیږي چې دهغوی دا کار عمدي حیثیت لري او تر دې وروسته به د ولسي خلګو ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه هم د بهرنیو د عمدي بریدونو قربانیان وي.

په افغان امنیتي ځواکونو د امریکایانو د بمباریو لړۍ په داسې حال کې زور اخلي چې د ګډ حکومت او حکمتیار ترمنځ د سولې سند هم لاسلیک شوی چې له هغې سره ولس ته دا امیدواري پیدا شوی وه چې د سولې د هوکړې په لاسلیکولو سره به نور په هیواد کې جګړه او وینه توییدل پایته ورسیږي.

خو د سولې د سند له لاسلیکولو سره سره د ولسي خلګو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو لخوا د امنیتي ځواکونو د مکررو وژلو او بمبارولو پیښې دا څرګندوي چې په افغانستان کې د جګړې دوام او توقف د امریکايانو تر شخصي مصالحو پوري تړاو لري، ګډ حکومت د دې وړتیا نه لري چې له چا سره د سولې تړون لاسلیک کړي ځکه افغان ولس ګوري چې امریکایان د هغو ځواکونو په وژلو هم دریغ نه کوي چې د دوي د خپلو روزونکو له لوري روزل شوي وي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ