کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / مولوي عبدالغفار بريالى، شاعر وو، که ديني عالم، که دواړه؟

مولوي عبدالغفار بريالى، شاعر وو، که ديني عالم، که دواړه؟

   عبدالمالک همت

درنو لوستونکو، په دې ليکنه کي د لوى کندهار د فرهنګ پالي او په اسلامي علم او ادب پسوللي سيمي د يوې ځلاندي څېرې ، ستر اسلامي عالم ، پياوړي معنوي شاعر شهيد  مولوي عبدالغفار بريالي د ژوند پر ځينو اړخونو څه لږ غوندي رڼا اچوو.

د خوښۍ ځاى دى چي د ګران هيواد په دې ناخوښي، ترينګلي او ويرژلي حالت کي چي د جناب بريالي صاحب او د ده غوندي ډېرو نورو معنوي هستيو ارواوي  به يې ډېري زورولې وي او ډېر به ځني ناآرامه وي بيا هم داسي پېښيږي چي ځيني ادب پال دوستان د هغه د ناخوښي اروا د خوښۍ په موخه د هغه په وياړ غونډه جوړه کړي ، ياد يې تازه کړي او د دغه اسلامي عالم او روحاني شاعر اروا ته يو لږ څه تسکين وبخښي. ما دغي غونډي ته مقاله ليکلې وه خو متاسفانه چي هغه مهال زما د سفر له امله مي په هغې کي شرکت ونه کړاى سواى او مقاله مي له لوستلو پاته سوه. نو د دې لپاره چي ددغه وياړلي پوهاند د اروا په خوښ ساتلو کي مي څه ونډه لرلې وي لاندي ليکنه مي تر تيب کړه او له دې لاري يې د علم او ادب مينه والو ته په درنښت سره ډالۍ کوم.

درنو لوستونکو او د علم او ادب د اورشو وياړلو بوختو او مينه والو! تاسي ښايي فکر کوئ چي ما به د جناب بريالي صاحب رحمة الله عليه په باب د علم او ادب د ژور سمندر له تل څخه ډېري ځلاندي مرغلري درته را ايستلي وي. خو موږ او تاسي ته زموږ د هيواد ناسم شرايط معلوم دي. موږ په دغسي يو ډول کرکجن او کړکېچن چاپېريال کي وزېږېدلو، لويان سوو او زاړه سولو چي د ظالمو، خود غرضو او پردي پالو، عناصرو د ناوړو عملونو او ناپاميو له لاسه مو د روغي ورځي مخ نه دى ليدلى.

په دغسي حال کي به څوک څنګه د علم او ادب له نعمت څخه په بشپړه او رشتينې توګه برخمن سي؟ د جهالو او مادي پالو لخوا په دغسي رامنځ ته سوې فاسده فضا کي چي ډېر کسان د ډالرو او د ډالرو د سر چينو په هکله د ښو معلوماتو درلودلو ته اړ کيږي، نو علم او ادب ته به څنګه وړپام او توجه وسي؟  په دغسي اوضاعو کي چي څوک د علم او ادب د اورشو ملنګ پاته سوى وى او له منځه نه وي تللى بيا هم غنيمت باله سي. نو تاسي فکر وکړئ چي ملنګ به څه وي او په کچکول کي به يې څه وي؟

بس ما چي څه درته وړاندي کړي دي له دغه کچکوله مي را ايستلي، نه د علم او ادب پر پلاز د ناستو کسانو له خزانو څخه !

ښه، ما خو خپلي ليکني ته د ” مولوي عبدالغفار بريالى، شاعر وو، که ديني عالم، که دواړه ؟ “ سرليک ورکړى دى. نو لومړى به د مولوي صاحب په هکله څه ووايو او بيا به يې

د شاعرۍ او علم په هکله لږ معلومات وړاندي کړو.

کوچنى عبدالغفار:

د کندهار له ديني عالمانو څخه يو هم مولوي اختر محمد نومېدى چي په دې او هغه مسجد کي به يې امامت کاوه. کله چي دى د کندهار د سرپوزې په ګيلان نومي کلي کي ملا وو. په ١٣١٠لمريز کال خداى جل جلاله زوى ورکړ. هغه د خپل دغه زوى نوم عبدالغفار کښېښود. څنګه چي ملا صاحب بل زوى نه درلود، نو طبعاً به ډېر پر ګران وو. کله چي عبدالغفار د سېپارې د ويلو سو ملا صاحب سېپاره ورته شروع کړه، بيا به يې حتماً شروط الصلاة، پنج کتاب، تحفه نصائح، بوستان او ګلستان او زليخا په ويلي وي کوم چي ملاصاحبان يې فارسيات بولي. د دې ترڅنګ به يې قدوري، کنز، مختصر او د فقهي څه نور مروجي کتابونه هم په ويلي وي.

د ملايانو رواج داسي دى چي په دغسي هلکانو د صرفو او کوچنۍ نحوي ځيني مروجي کتابونه هم وايي. مولوي اختر محمد صاحب هم دغسي کړي دي. ان په هغه يې د لويي نحوي کتابونه هم ويلي دي. لکه چي ښاغلى محمد ناصر نصرت د ” اهاړ“ په سريزه کي د مولوي اختر محمد له خولې وايي: ” کله چي عبدالغفار جان وړوکى وو او د سبقه د پاره مو د خپل کلي څخه بل کلي ته استاوه، د (شرح ملا جامي) کتاب چي د لويو لويو ملايانو د درس کتاب دى د مکتبيانو د بستې په رقم به مي تر شا ورغوټه کړى او چي هغه کلي ته به ورسېد، هلته به يې استاد هغه کتاب له شا څخه ورخلاص کړى او چي درس به يې ورته ووايه ، د بېرته راتګ پر وخت به يې استاد بيا هغه کتاب تر شاورغوټه کاوه او کور ته به راتى“.

شاعر عبدالغفار:

د خداى شپې ورځي دي تېريږي اوعبدالغفار لوييږي او د لوستلو او ليکلو وړکيږي.

د ”اهاړ“ په سريزه کي د نصرت صاحب له ليکني څخه څرګنديږي چي عبدالغفار تر اتلس کلنۍ د مخه په خپل نامه او ورپسې د ” زخمي“ په تخلص د شعرونو په ويلو پيل کوي. دا چي څنګه د کندهار د طلوع افغان جريدې ته لار پيدا کوي، وايي چي دى د ملا محمد شريف جانان رحمه الله اخښى وو او هغه دغه مهال د مطبوعاتو د مديريت سرکاتب وو. له دغه ملا جانان څخه د زده کړو د ترلاسه کولو په موخه عبدالغفار ” زخمي“ د طلوع افغان ادارې ته تګ راتګ پيلوي. ويل کيږي چي دغه مهال عبدالغفار پر ملا جانان اخند په ښکارپور بازار کي استېدى. بالاخره د نصرت صاحب په وينا د ده (نصرت صاحب) لخوا هڅيږي چي خپل ليکلي شعرونه طلوع افغان ته ورکړي، څو په دې يوازنۍ خپرونه کي خپاره سي. څه مهال وروسته د ” زخمي“  صاحب لومړنى شعر په ١٣٢٦لمريز کال د طلوع افغان په (٧٦) ګڼه کي خپور سو.

په هر صورت دغه مهال عبدالغفار ” زخمي“  شاعر دى، کله کله د شاعرانو لخوا په ځينو جوړو سوو مشاعرو او ادبي بانډارونو کي هم برخه اخلي او شعرونه يې په طلوع افغان کي خپريږي. دغه وخت عبدالغفار دى او د کندهار د ښار د چابېريال سطحي دنيا او څو تنه شاعران، اديبان، ليکوالان او ملايان. ” زخمي“ صاحب په دې سطحي چاپېر کي اوسي او بالاخره په ښکاپر بازار کي د عطارۍ دکان پرانيږي. دغه عبدالغفار اخندزاده ته دغه مهال په ” زخمي“ صاحب وايي. شاعر دى او د ښکاپر دروازې دکاندار هم. او په متفرق ډول دلته او هلته د علم په طلب او د شعر او شاعرۍ د هنر د رموزو په موندلو او زده کولوهم پسې دى.

د همدغه ١٣٢٦لمريز کال په وروستيو کي د عبدالغفار” زخمي“  په هکله په طلوع افغان کي څه د ستايني خبري خپرې سوې او پکښي وويل سول چي اوس عبدالغفار ” بريالى “ تخلص کوي.

لکه چي پوهيږو په دغسي مواردو کي د سطحي اذهانو د خاوندانو حسد او کينه پر ښور راځي او د پسخند او نېښخند په وسيله په يو ډول لا نه يو ډول او کله کله په شعر ډوله کنايو او لغازونواو يا نورو ليکنيو اوتو بوتو د دغسي کسانو له ښېګڼو څخه انکار کوي او مقابل جانب سطحي او کاغذي جګړې ته وربولي. له بده مرغه څنګه چي عبدالغفار بريالى هم د دغسي چاپېريال محصول وو او دى هم د دې خم له رنګېدلو څخه يو رنګېدلى وو نو يې د هغو په وړاندي په سطحي شعرونو ويلو او خپرولو سطحي او قشري مقابله پيل کړه.

زما په اند په دې کي دى نه دى ملامت. د دغسي محيط دغه حاصل وي. بيا هم پر بريالي صاحب خداى جل جلاله خپل فضل کړى چي ډېر ژر يې له دې قشري او مادي چاپېرياله معنوي اورشو ته ولېږداوه. ډېر ملايان او د يني عالمان او غوره پوهان د دغسي ناوړه چاپېريال او سطحي اشخاصو د شتون، ناستي پاستي او اړيکو له شامته د دين او ان ديني امامت له مستقيمي لاري څخه اوښتي او د لادينيت پيشوايان سوي دي. دا چي عبدالغفار بريالي د دغو سطحي عناصرو په مقابل سطحي اشعار ويلي دي، دا د دغسي محيط تقاضاوه. هسي هم که موږ د ده د اشعارو ټولګه په دقت سره ولولو د ده د دغه مهال زياتره اشعار هم سطحي دي.

دا ځکه چي د دغسي يوه چاپېريال زېږنده دي. البته د ده د ژوند د دغي دورې په راوروسته کلونوکي د ده د رياضت او مطالعې او زيات مشق، تمرين او ممارست له امله د ده په اشعارو کي پوختيا او ژورتيا هم ليدل کيږي.

طالب عبدالغفار:

لوى څښتنجل جلاله لره دي حمد وي چي پر عبدالغفار بريالي ورحمېد او د ده سره يې د لوړو اسلامي زده کړو په ترلاسه کولو پسي ليرو ځمکو ته د تللو اوسفر کولو تلوسه مونده کړه. که چيري د لوى څښتن احسان د بريالي لاسنيوى نه واى کړى او هغه نور هم په دې سطحي محيط کي اوسېدلى او پاته سوى واى، ډېره ممکنه وه چي اوس به مولوي يا مولانا نه بلکي بل څه واى. او يا به د ډېرو نورو غوندي يو معمولي شاعر او د کندهار د ښکاپر بازار دکاندار واى او په دې سطحي توب او دکانداري کي به په ورک نومي کي له دې نړۍ تللى واى. چي په دې صورت کي به يې هيڅ ګټه هيچا ته نه واى رسېدلې، بلکي کېداى سوه اسلام، هيواد او خلکو ته ډېر تاواني واقع سوى واى. بيا دي هم لوى څښتن جل جلاله ته شکرونه وي چي د بريالي صاحب برخليک يې دغسي نه کړ.

لکه چي تاسي هم خبر لرئ بريالي صاحب د لوړو اسلامي زده کړو په ترلاسه کولو پسي د سفر غوټه په شا کړه، تقريباً يوکال يې د پښين په سيمزي کلي کي ځيني معقول اومنقول علوم له يوه جيد عالم څخه ولوستل او بيا پېښور ته ورسېد. هلته يې څو کاله له لويو عالمانو څخه نوري لوړي زده کړي وکړې او کله چي يې د فراغت لنګوټه وتړل او مولوي سو خپل وطن کندهار ته را ستون سو.

قاضي محمد حسن حقيار په خپله مقاله کي چي په بېنوا انټرنيټي پاڼه کي خپره سوې ده، وايي:” بريالي صاحب د اکوړې په ((اسلاميه مدرسه)) کې علوم او فنون لکه احاديث ، تفاسير، فقه ، اصول، نحو ، صرف ،علم التحرير،عروض، حکمت، منطق، معاني، بلاغت ، ميراث، تجويد،عقايد او فارسي نظم پوره ولوستل. چې تل به پهخپل ټولګي کې اول نومره وو“.

محمد معصوم “افغاني”چي د حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله (جزاء الاعمال) کتاب يې په پښتو ژبه ژباړلى دى، پر دغه کتاب باندي په سريزه کي ليکي: ” د حکيم الامت نامتو خليفه مولانا عبدالرحمن کاملپوري چي د راولپنډۍ د اسلامي جامعې بنسټ ايښوونکى دى د مولانا عبدالغفار بريالي له استادانو څخه وو“.

هم شاعر او هم سترديني عالم عبدالغفار:

کله چي عبدالغفار بريالي لوړي زده کړي تر لاسه کړې د مولانا پر اعزازي خطاب سر بېره د ” ابوالفيض“  کنيه نوم هم ورکړه سو. هغه تر دې ستر بريايتوب وروسته کندهار ته راستون سو.  خو لکه چي پوهيږو دلته نه حکومت د دغسي خلکو قدر کاوه او نه خلک د هغو په قدرلکه څنګه چي ښايي هغسي پوهېدل. دلته دغسي عالم اړ دى چي په دې مسجد او هغه مسجد کي خلکو ته لمونځ ورکړي او په ترڅ کي يې طالبانو ته درس ووايي. مولانا ابوالفيض عبدالغفار بريالي هم دغسي وکړه. خو اوس هغه هم ستر او په واقعي معنا شاعر او هم پياوړى اسلامي عالم دى. اوس هغه هماغه سطحي او قشري بريالى او معمولي شاعر او نيمه او مازي په نامه ملا نه وو، بلکي داځل هغه لوى مدرس، استاد کل او شيخ الحديث ابوالفيض مولانا بريالي وو. چي هر ځاى به يې زموږ او ستاسي په اصطلاح ملايي ونيول د علم او پوهي پتنګان به پر را غونډ سول او له ليرو ليرو ځايونو، لکه هرات، کابل، ترکستان او نورو سيمو ډلي ډلي طالبان به يې د درس حلقې ته داخلېدل او په دې ډول يې د هيواد په ګوټ ګوټ کي د يوه ستر او پياوړي اسلامي عالم په توګه نوم وايست.

مولانا ابوالفيض د ژوند په دې پېر کي د سطحي، عشقي او د خال او خط د اشعارو  د ويلو سره خداى په اماني کړې وه. لکه چي دغه مهال ښاغلي نصرت مولانا صاحب ته د يوې پېښکي ليدني پر مهال وويل:” خوښه دي نه ده چي ستاسو د تيتو پرکو اشعارو په راټولولو لاس پوري سي؟ “. ده په جواب کي ورته وويل: ” تر اوسه مي د هغو ويلو اشعارو دوسيه لاينحله پاته ده، نېخه چي څه به راسره وسي؟ “.

داسي ښکاري چي مولانا صاحب دغه مهال د ډېرو نورو غوندي پر خپلو تېرو ويلو شعرونو سخت پښېمانه سوى وو. خداى خبر چي په دې هکله به يې خداى تعالى ته څونه عذرونه کړي وي او څوني توبې به يې پرايستلي وي. دا خبره د کمونيستانو په بند کي د هغه د يوه وروستي ترلاسه سوي دري شعر څخه ډېره ښه څرګنديږي ، هغه په دې شعر کي داسي ويلي دي:

بر خم شعر سنگ پرهېز ميزنم

ديوان شاعرى به آبريز ميزنم

جز نعت آن حبيب که سالار کشور است

هر دفتری زسينه به لبريز ميزنم

شستم کتاب خال وخط به آب ندامت

پرويز قلم گشته به چنگيز ميزنم

گردانی جگر خويش را به آب توبه پاک

اين عرض را به ياريزي سر تيز ميزنم

وګورئ د جناب بريالي صاحب له دغه ډول شعرونو څخه تر دې کچي بد راغلي دي چي ګردسره يې د مردارو اوبو ډنډ يا بل څه ته ورغورځوي.

په دې هکله که زما څخه وپوښتئ زه تر ده ډېر پښېمانه يم، په توبو مي توبه ده اوټينګه نصوحه او رشتينې توبه. ما تر توبې وروسته په شعر کي د ځينو اړينو او د ويلو وړ مسايلو پرته ګرد سره د شعر ويلو سره مقاطعه کړې ده. زما څخه زما د ځوانۍ په مرحله کي په شعر او غير له هغه ډېري خطاوي سوي دي. لوى څښتنجل جلاله دې په خپل فضل او مرحمت تر راتېر سي. رشتيا داده چي زه په دې ظاهري زړه ورتيا کي له لوى څښتن څخه د بېري په سخته خرخښه اخته يم، چي رب جليل دي خپل فضل را باندي وکړي. بريالى صاحب خو څه نوره توښه لري چي د لوى څښتن حضور ته يې وروړي. خو زه چي هيڅ نه لرم څه به کوم؟

زما د پېرزويني توصيه او سپارښتنه هغو کسانو ته چي ناسم او د بغاوت رنګ او بوى لرونکي اشعار وايي او يا هم د سيکولريستي اندونو او افکارو پر بنسټ ليکني کوي داده چي هر څه ژر دي له خپلو دغو او نورو تېروتنو څخه توبه وکاږي او خپله ژبه او قلم دي د اسلام خدمت او نشر او اشاعت ته وقف کړي. بيا به پوه سي چي لوى څښتن يې څنګه په خپل مرحمت نازوي او څونه د زړه ډاډ ورته حاصليږي.

ښه، جناب ابوالفيض صاحب که د خپل ژوند په دې وروستي پېر کي څه اشعار ويلي دي د ځينو اړينو او د ويلو وړ مسايلو او د خپلي علمي او تصوفي طبعي د تفرج او تفريح لپاره يې ويلي دي. چي نه يې د خپرېدو لپاره کومي خپروني ته لېږل او نه يې د هغو د خپرېدو اراده لرل. کله چي موږ د مولانا ابوالفيض د اشعارو ټولګي”اهاړ“ ته، کومه چي ښاغلي نصرت ترتيب کړې او خپره کړې ده، مراجعه وکړو، نو موږ په دې ټولګه کي د ځينو سطحي او عادي اشعارو ترڅنګ يو شمېر ډېر پاخه اشعار چي پر ښکلو ادبي،عرفاني او تصوفي رموزو مشتمل دي هم لولو چي دغه اشعار د ابوالفيض صاحب د عمر د همدغه پاخه علمي او عرفاني دور دي، کوم چي د ده د علمي تبحر، لوړ ادبي منزلت او پوهي او عرفاني او تصوفي تفکر زېږنده دي، او همدغو اشعارو او د ده لوړاسلامي علميت او عرفاني شخصيت مولانا صاحب د شهرت او عزت لوړ مقام ته ورساوه.

مولوي عبدالحکيم په هغه منظومه مرثيه کي چي د ”اهاړ“ په پيل کي چاپ سوې ده او قاضي محمد حسن حقيار په خپله مقاله کي د مولانا ابوالفيض د علمي او ادبي مقام په اړه څه څرګندوني کړي دي چي لنډيز يې په دې ډول دى :”ارواښاد ابوالفېض په پښتو، دري ، اردو اوعربي ژبوپوهېدىاو په دې ژبو يې شعرونه هم ويلي دي. نوموړى نه يوازې دا چېجد خپل وخت يو ستر او جيد عالم وو، بلکې تکړه ليکوال ، خوږ ژبى او اور ژبى شاعر هم وو،چې هم په ديني علم او هم په ادب کې ډېر ارزښتمن او قيمتي آثار ځني پاته دي٠ هغه د ” ابوالفيض “  په تخلص داحاديثوپر تر ټولو معتمد کتاب صحيح البخاري، همداراز پر جامع ترمذي ، رسالۀ چغمني ، خلاصة الحساب، سراجي في الميراث او عبدالغفور باندي مغتنمي شرحې ليکلې دي او د مراح الارواح پر شرحو فلاح او حنفيه باندي يې هم د هغو
د سمون او اصلاح په موخه حاشيې کښلي دي.

مرحوم شهيد ابوالفېض د خپل وخت تکړه طبيب هم وو او د نبضپه کتلو به يې د ناروغ ناروغي تشخيصوله٠نوموړى ډېر حساس، زړور او موشګافه شاعرهموو د حقايقو په ويلو کې يې د هيچا پروا نه ده کړې. نه يې د حاکم پر نارواوو سترګې پټې کړيدي او نه يې د خان او ملک پر ظلم. د شعر په هرډول کلاسيک او نوي فورم (صنعت) کې يېشعرونه وېلي دي. ډېر شعرونه يې د سندرغاړو لخوا د موسيقۍ په پردو کې نغښتي او پهراډيوګانوکې خپاره شوي هم دي“.

د مولانا بريالي رحمة الله عليه کوم اشعار چي دهيواد په خپرونوکي خپاره سوي دي، زياتره د ده د ځوانۍ د مهال دي. خو کله چي دى د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو وروسته په کندهار کي د مدرس او محدث په توګه د درس او تدريس په چارو بوخت سو، نور يې نه کوم شعر چاپ ته ورکړى او نه يې د خپلو پخوانيو اشعارو د خپرولو هيله يا اراده درلوده. خو د ده تر شهادت ډېر مهال وروسته په کوټه کي يوه کتاب پلورونکي د ده اشعارد ( جزئيات بريالى) تر سرليک لاندي دوه واره خپاره کړل او بيا ښاغلي نصرت د مولانا بريالي د زوي محترم وکيل احمد متوکل اخندزاده په مصلحت او مرسته د مولانا صاحب ټول اشعار په ١٤١٩ سپوږميز کال په يوه ټولګه کي د ”اهاړ“ په نامه خپاره کړل چي بيا د دغي ټولګي د ټوکونو د تمامېدو او د لوستونکود بيا بيا غوښتنو له مخي دغه ټولګه د کتابونو د ځينو سوداګرو لخوا بيا بيا خپره سوې ده.

ابوالفيضعليه الرحمه د کمونيستو طاغوت پالو په منګولو کي :

د حضرت مولانا ابوالفيض د درس او تدريس او شهرت په اوج کي افغاني کمونيستان په افغانستان کي د شورويانو په مداخله او مرسته واک ته ورسېدل. لکه چي موږ او تاسي پوهيږو دغو طاغوتيانو د مسلمانو عالمانو او پوهانو له نيولو او وژلو پرته بل کار او هنر نه درلود او نه په پوهېدل. هغو د هيواد په ګوټ ګوټ کي د انسانانو د وژلو او ژوندي ترخاورو لاندي کولو قصابي او جلادي پسي راواخيسته.

مولانا ابوالفيض صاحب پر ګران هيواد باندي د دغسي زړه بوږنوونکي حالت په حاکميت کي، په ١٣٥٧لمريز کال د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تشريفېووړ ، کله چې له دې مبارک سفر څخه بېرته راستون سو کور ته تر رسېدلو دمخه ، د دغه کال د ليندۍ د مېاشتې پر شلمه نېټه، د کندهار له هوايي ډګر څخهپردي پالو کمونيستانو ونيو او نامعلوم زندان ته يې واچاوه.  ويل کيږي چي مولانا بريالي د بندي کېدو له ورځې څخه ترشاو خوا څلورومياشتو پوري د کور سره خطي ( ليکنۍ ) اړېکه ساتلې وه،خو تر دې  وروسته يې د کورنۍ او دوستانو سره اړيکي وشلېدې چي تر نن ورځې پوري يې د مرګ او ژوند درک نه دى معلوم.

ښايي دغو جلادانو د نورو زرګونو مسلمانو پوهانو، اوعالمانوغوندي په کوم ډله ييز قبرکي ژوندىتر خاورو لاندې کړى او شهيد کړى يې وي. روح دې ښاد وي، آمين.

اوس نو د پورتنيو څرګندونو په پام کي نيولو سره موږ په بشپړ ډاډ او بېله څه ترديده ويلاى سو چي ارواښاد مولوي عبدالغفار بريالى، هم پياوړى او منلى شاعر وو، او هم ستر ديني عالم. والسلام.

ستاسو عبدالمالک همت


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ