نظــر

د نن ټکی آسیا سره زما تجربه

له نن نه دري کاله مخکي مي د تره زوي (حيرت) خپل موبایل چي نیټ ته وصل وو راکړ، راته یې کړه: زه لوبه کوم ته نیټ وګوره!

دا مي اول ځل وو چي د رادیو خبري مي په لیکلې بڼه وکتې، لدينه مخکي مي چیرته نیټ کتلی نه وو، متاثر شوم، تشویق شوم؛ او په خپل موبايل مي هم دا سهولت تر لاسه کړ
څو ورځي مي مسلسل ویب سایټونه وکتل ورځ تر بلي مي ورسره علاقه کمیده، ځکه ډیر مي داسي څه پکي ولیدل چي ښکاره او ښکرور دروغ وو،

او یا به رسمي او تړلې پاڼه وه هرڅه به یې په یوه څرخ وو.

اخیر مي تري مخه کړه د (نوکیا30 52) متجر ته لاړم هلته به مي کله څه او کله څه ورته بحث کړل، کله به مي دیني مواد تر لاسه کړل، او کله تفريحي وسائل ، داسي به هم وو چي د موبايل د ډول او سینګار لپاره به مي څه وموندل.

یوه ورځ مي ورته په بحث کي “اسیا” توری ولیکل ناڅاپه مي یو تطبیق تر سترګو شو چي عنوان یې وو (نن ټکی اسیا) تحميل توری مي کېکیښ او تثبيت شو

لدينه مخکي مي یوه بله د “کل شیء” په نوم عربي پاڼه تر لاسه کړیوه هلته به مي د نړۍ نادیري ناشولته کتلې، خو دا چي خپله مورنۍ ژبه مي نه وه ځکه خو لیږشاني ستوخه وه، او پوره کشیش یې نه لاره.

نن نو نن ټکی اسیا را سره په پښتو خبري وکړې، ما چي زیات وخت پدي بازار کي تیر کړی وو پښتو توري مي ورکي نه وو لیدلې، دا ځل چي مي ولید باور مي شو چي دا واګوال به هرومرو داسي څوک وي چي پښتو او پښتنو ته د زړه له کومي د خدمت تکل لري ځکه دا ده پدي کږلېچونو کي یې راسره په پښتو خبري وکړي ځکه خو مي په خپل ورځني تقسیم الاوقات کي ورته ځاي ورکړ هره ورځ به مي لدې پاڼې کتنه کوله په رښتیا چي زما له باور سره سم ډیر حقائق د پښتني ټولني لپاره ورکي نغښتي وه
یوځانګړی سوق او ذوق یې لرل هره ورځ چي به مي وکته ذهن به مي نور هم روښان شو.

له څه وخته مطبوعات ګورم د هغوي له خپل منځي سیالۍ نه د زړه په سترګو لیدنه کوم

باور مي ده چي دا پاڼه ورکي د لمر په څېر ځلانده ده، د کامیابي یوه نښه یې داده چي سیالګر یې د سالمي مسابقې نه تیر دي او د بدنامولو هڅي یې کوي.

یوه ځانګړتیا یې دا ده چي مخالفین یې ټول هغه کسان دي چي د ازادۍ ماده ورکي ختمه او یرغل ته په سجده ده.

د عربي یوې مشهوري وینا له مخي چي وایې (الأشیآء تعرف بأضدادها) زه هر مخلص او ازاد خیال افغان ته بلنه ورکوم چي لدې پاڼې نه په خپلو دیني، سیاسي، کلتوري، ….. موضوعاتو کي استفاده وکړي، ځکه دا پاڼه ده چي زموږ معنویات او تاریخ نه تحریفوي، او راتلونکی مو په سم لورې سوقوي.

《والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته》

په درناوي/ رحیمزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x