کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / له حکمتیار صاحب څخه خپل او پردي افکار ګډوډ شوي!!

له حکمتیار صاحب څخه خپل او پردي افکار ګډوډ شوي!!

 ډاکټر عبدالله ”عاطف”

کابل

د ۱۳۹۵ د تلې د میاشتي پر اتمه د پنج شنبې په ورځ د ملي وحدت حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولي معاهده لاسلیک شوه. که څه هم له دې څخه مخکي به د اسلامي حزب ډیر کم پلویان داسي وه چې د ملي وحدت په حکومت کې به یې عملاً ونډه نه لرل، خو نورو ټولو اسلامي حزبیانو په یاد حکومت کې لوړ منصبونه درلودل او لري یي. خو یاده په نامه د سولي معاهده د ډیرو نورو اهدافو لپاره وشوه چې یو هدف یې کیدای شي طالبان د سولي لوري ته میلانول هم وي. دیادي معاهدې د لاسلیکولو په غونډه کې د لاسلیک نه مخکي د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمیتار د ویډیو له لاري وینا وکړه او  ځیني نقطې یې داسي تعبیر کړې چې د غرب له تعبیراتو سره یې ډیر کم تفاوت درلود. د یادو تعبیرونو څخه یې یو څو په لاندي ډول دي:

۱. جهاد په جګړې تعبیرول:

که د افغانستان اوسنی جهاد جګړه وبلل شي نو رښتیا هم حکمتیار صاحب په خپل تعبیر کې صحیح دی، ځکه دې جګړې لسیزي په بر کې ونیولې،  له میلیونونو افغانانو یې ژوند سلب کړ او باید چې افغانان ترې د ستړیا احساس وکړي. خو که دا جنګ د الله تعالی په لاره کې فرض جهاد وي او افغان ملت د اسلامي نظام د قیام، د شریعت د نفاذ، د ډیمکراسۍ د له منځه وړولو،د کفري لښکرو د ویستلو او د هیواد د آزادولو لپاره د یوه مهم شرعي عبادت په نیت روان کړی وي، نو بیا خو دغه اهداف لا تر اوسه هم نه دي حاصل شوي. نه اسلامي نظام حاکم شوی، نه هم شریعت نافذ شوی، نه ډیمکراسي له منځه تللې او نه هم کفري لښکري له هیواده وتلي او هیواد آزاد شوی. چې دا ټول اهداف ترلاسه شوي نه وي نو افغانان به ولي له دې شرعي في سبیل الله جهاد څخه ستوماني ښکاره کوي. افغانان روان جنګ ته د جکړې په سترګه نه بلکي د شرعي فرض جهاد په سترګه ګوري. ځکه تر اوسه هم د اسلامي شریعت پر ځای د غرب له لوري تدوین شوی اساسي قانون پر هیواد حاکمیت لري. د اسلامي نظام پر ځای کفري ډیمکراسي پر افغانانو حاکمه ده. د ((یوه)) مسلمان عادل حاکم پر ځای د امریکا له خوا ټاکل شوي د غرب ګټو ته ژمنو  ((دوو)) بې انصافه حاکمانو د هیواد سیاسي چاري په لاس کې اخیستي دي. حکمتیار صاحب اوسنی جهاد د  هغو ملحدو کمونستانو څخه په تقلید جګړه وبلل چې هغوی لا تر اوسه د روس د سرو لښکرو په وړاندي فرض جهاد هم جهاد نه بلکي جګړه بولي. که چیري تیرو مجاهدینو د ملحدو کمونستانو د خبري په تائید تیر فرض جهاد جګړه بللې وای او د روس په مقابل کې یې د فرض عین جهاد څخه لاس اخیستی وای، نن به د غربي اشغالګرو راتګ ته ضرورت نه وو. نن به افغانان له یوه سره د کمونیزم د ملحدي عقیدې پیروان وای. که اوس هم افغانان د امریکایي ائتلاف او د هغه د روزل شوي حکومت په مقابل کې فرض عین جهاد جګړه و بولي، لیري نه ده چې افغانان به د اسلامي نظام د حاکمیت پر ځای د ډیمکراسۍ د هغه تور نظام پر حاکمیت راضي شي چې مسلمان ته د خپل دین څخه د بغاوت اجازه ورکوي. لور او زوی له پلاره او ښځه له میړه څخه باغي کوي او د مسلمانانو څټو ته د غلامۍ او حقارت همیشنی پړی ور اچوي.

۲. د اقتدار په نیت جګړه:

د حکمتیار صاحب بل تعبیر دا وو چې نوموړي د غرب په وړاندي اوسنی جهاد د اقتدار د ترلاسه کولو په نیت جګړه وبلل او په هر ځل به یې دا جهاد په جګړې تعبیراوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعریف له رویه د جهاد اساسي مقصد په نړۍ کې اعلاء کلمة الله ( د الله تعالی کلمې لوړول) دي چې له امله به یې نړۍ هم له فساد او هم له مفسدینو څخه پاکه شي. خو پر نړۍ د اقتدار له درلودلو او یو منظم اسلامي حکومت له شتون څخه پرته د نړۍ څخه فساد او مفسدین محوه کول له هیڅ نګاه څخه ممکنه نه بریښي. همدا لامل وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې تر هر څه مخکي د اسلامي اقتدار او دولت بنسټ کښېښود. مونږ دا نه وایو چې د ناروا اقتدار لپاره جکړه کول روا کار ده، یا!! داسي بالإتفاق حرامه ده، خو د اسلامي شریعت د تنفیذ لپاره د طالبانو مبارزه هیڅکله د ناروا اقتدار د ترلاسه کولو په نیت نه مخکي وه او نه اوس ده.  که د طالب مجاهدینو ننی جهاد فقط یو شعار او د ناروا اقتدار تر لاسه کولو لپاره جګړه وي، نو مخکي خو هم حاکمیت ددوی په لاس کې وو، خپل پراخ او مضبوط حکومت به یې د یوه مسلمان مجاهد او اسلامي برم د ساتلو لپاره نه قرباني کولای. که یې په هغه لومړي کې د تیرو منحرفو په نامه جهادیانو په ډول د غرب ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی وای او ملحد سیکولران او غربي ډیمکراټان یې په خپل حاکمیت را ګډ کړي وای، نن به یې هم حاکمیت وای او هم د حکمتیار صاحب په تعبیر اقتدار. نه به جګړې ته ضرورت وای او نه هم قربانیو ته. خو داسي نه ده، لکه څنګه چې طالبان په لومړي سر کې د مفسدو پاټکیانو د له منځه وړلو او د اعلاء کلمة الله او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره جهاد پیل کړی وو، اوس هم پر خپل موقف ولاړ دي او د همهغه هدف لپاره خپل سپیڅلی جهاد پر مخ وړي.

۳. د افغانانو لپاره مهمي قضیې:

حکمتیار صاحب همدارنګه د خپلو څرګندولو په لړ کې وویل چې د افغانانو لپاره مهمي قضیې د جګړې ختمیدل او د ډاډمن امنیت دی. خو نور یې تفصیل ور نکړ چې د کومي جګړې خمتیدل او څه ډول ډاډمن امنیت. که د افغانانو لپاره مطلق د جګړې ختمیدل او مطلق ډاډمن امنیت مهمه قضیه وي، نو افغانانو خو هغه په خپل لاس له منځه وړي دي او وړي یې. که افغانانو د روسانو سره او د هغه نه مخکي څو واري د انګریزانو سره جهاد نه وای کړی، هیڅکله به یې وطن په کنډواله نه بدلیدلای او هیڅ کله به یې په میلیونونو قربانۍ نه وای ورکړي. انګریزانو او له هغې وروسته روسانو همدا غوښتل چې بیله مقامته افغانستان تر خپل اشغال لاندي راولي، دلته د اسلام ستني چپه او هیواد ودان کړي، خو افغانانو د هیواد داسي وداني غوښتې چې تر څنګ یې د اسلام منارې هم لوړیږي. افغانانو کولای شوای د غلامۍ پړی تر غاړه کړي او د ډاډمن امنیت تر سیوري لاندي د انګریزانو  یا روسانو سره په صمیمانه فضا کې و اوسیږي، خو افغانانو هیڅکله غلامي نه ده منلې او هر وخت یې په وړاندی مبارزه ورکړې که څه هم د سر د قربانی کولو تر سرحده وي. نن هم افغانان د داسي ډاډمن امنیت غوښتونکي دي چې د اسلام چتر یې پر سر وي. افغانان هیڅکله د کمونیزم یا ډیمکراسۍ تر چتر لاندي د ډاډمن امنیت غوښتونکي نه وه، نه دي او نه به ان شاء الله په راتلونکي کې وي. هغوی خو هر وخت د داسي ډاډمن امنیت په مقابل کې را پورته شوي او په وسله وال جهاد یې شروع کړې. افغانان که د ډاډمن امنیت غوشتونکي دي، نو یوازي او یوازي د اسلام سیوري لاندي، نه د کفري ډیمکراسۍ تر سیوري لاندي. د خو د غرب لوی هدف دی چې روان جهاد څخه خلک منحرف کړي، ددې تر ټولو ښه لار یې غرب ته همدا کیدای شي چې د افغانانو دماغونو ته دا ور ورسوي چې نور افغانان د رواني مبارزې څخه ستړي شوي دي. نه دا جهاد جګړه ده او نه افغانان ورڅخه ستړي شوي دي.

۳. د رواني جګړې اساسي عوامل:

دا چې حکمتیار صاحب روان جهاد ته جکړه ویل، تر څنګ یې د هغې د  ځینو اساسي عواملو یادونه هم وکړه. هغه ویل چې دا په اصطلاح جکړه دوه اساسي عوامل لري چې یو یې داخلي او بل یې خارجي لامل دی. داخلي عامل یې د تیر په شان اقتدار ته د رسیدلو لپاره شیطاني هوس وباله. حکمتیار صاحب د یوې وړوکي ټولګۍ یادونه وکړه چې زما په ګمان مراد به یې طالبان وه. هغه دا ټولۍ د پردیو له لوري، د پردیو په مټو، د پردیو په پیسو او د پردیو په په وسلو جنګیدونکې و بلل. که د افغانستان اوسنی جهاد د پردیو د ګټو، د پردیو په مټو او پیسو په زور بولي، نو پرونی جهاد خو هم د پردیو په مټو او پیسو او د پردیو د اهدافو لپاره وو. امریکا خو د الله تعالی لپاره د مجاهدینو مرسته نه کول، بلکي خپل مقاصد یې لرل. خو ګټه یې افغانانو ته ورسیدل که څه هم وروسته د حکمتیار او نورو تیرو جهادیانو له لوري په لغته ووهل شول. امریکا که د افغان مجاهدینو سره د خپلو اهدافو لپاره مرسته کول، ددې معنی دا نه وه چې ګوندي افغانانو د امریکا لپاره جهاد کوی. لکه څنګه چې یې روسانو ته د کافرانو په سترګه کتل، همدارنګه یې امریکایان هم کافران ګڼل. افغانانو تیر جهاد ته د یوه فرضي عبادت په سترګه کتل او د فرضیت سربیره یې ددې لپاره کوی چې هیواد یې د روسانو له خوا اشغال شوی وو. افغان مجاهدینو یوازي په سرو لښکرو پسې نه وه را اخیستې، بلکي روسي کمونیستي افکار یې هم نه غوښتل په هیواد کې پاتي شي. همدا لامل وو چې د روسانو د وتلو وروسته یې هم جهاد پری نه ښود او تر هغه یې دوام ورکړی چې د نجیب حکومت یې چپه او اقتدار یې تر لاسه کړ. که چیري زمونږ لمونځ، روژه، زکاة او یا حج پردیو ته ګټه رسول، نو ایا باید پرې يې ږدو؟ یا پریښودل یې هغه وخت لویه ګناه نه ده؟ که ننۍ جهاد هر څومره د پریدیو د ګټو لپاره وي، ددې معنی دا نه ده چې دا جهاد دي ساقط شي او یا دې پریښودل روا وي، ننی جهاد که د هر پردي په ګټه وي، مونږ یې د خپل رب د رضی او د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره مستقل عبادت بولو. همدارنګه که نن له افغانستانه ۹۰٪ غربیان وتلي، خو غربیتوب او ډیمکراسي لا تر اوسه حاکمه ده. دا د فرض عین جهاد عبادت به تر هغو دوام لري چې دا دوې پلیتي پدیدې له منځه تللي نه وي، که په زرهاوو نوري افغاني ککرۍ هم خوري او د افغانانو ټول وطن پرې ورانیږي. که څه هم د افغانانو د خپل هیواد وراني نه لوریږي، خو د الله تعالی دین لپاره دې بریخ غړپ تیرولو ته چمتو دي، ځکه افغانان تر خپل سر او وطن مخکي اسلام ته ترجیح ورکوي، ځان هم پرې تباه کوي او کورنۍ هم.

۴. د اهدافو تقیبول د سولیزي لاري:

حکمتیار د خپلو څرګندونو په لړ کې پر طالبانو هم غږ وکړ چې راسئ او خپل اهداف له سولییزي لاري حل او فصل کړی او په اصطلاح له رواني جکړې لاس واخلئ. نه پوهیږم چې د حکمتیار د خبرو د یو دمي تغیر لامل به څه وي، ځکه دی خپله څو لسیزي وړاندي دا لوړه کوي چې تر هغو به وسله پر ځمکه کښې نه ږدم او تر هغو به سنګر ایله نه کړم تر څو په افغانستان کې اسلامي نظام نه وي حاکم شوی. که حکمتیار صاحب د سولي معاهده څو لسیزي وړاندي د ډاکټر نجیب سره امضاء کړې وای، کیدای شوای وروسته به د کابل ښپیته زره عام مسلمانان په شهادت نه رسیدلای. نجیب که کمونیست وو خو خپلي خاوري ته د نن په نامه ولسمشر په څیر خائن نه وو. نه په هغه وخت کې روسانو په افغانستان کې حضور درلود نه هم د روسانو سره د تړون. مونږ حکمتیار صاحب دده تیر ته په کتلو نه تلو، که نن حکمتیار صاحب د پردیو په لاس جوړ شوي حکومت سره د سولي معاهده لاسلیکوي، دومره خو دي ووایي چې ما د ډاکټر نجیب سره د سولي د معاهدې په نه امضاء کولو کې تیروتنه کړې وه. هغه وخت خو بین الافغاني تفاهم ته له نن څخه څو چنده زمینه برابره وه. نن که دی له روان جهاد سره مخالف دی او په سولییزه طریقه د خپلو اهدافو کوښښ کوي، کیدای شي دا يې د د اوسنۍ زمانې د منحرفو اخوانیانو څخه تقلید کړی وي. هغه اخوانیان چې مخکي یې د اسلام ږغ او اسلامي سوچه عقیده په ټوله نړۍ کې خپره کړه، خو د سر کرده سپیڅلو اشخاصو د له منځه تللو وروسته د غرب په نظام کې ذوب شول او دلیل دا وایي چې باید په سوله یزه توګه خپل اهداف تر لاسه کړو. لکه څنګه چې نني اخوانیانو د خپلو مشرانو له قربانیو سره خیانت وکړ، حکمتیار هم د تیرو ټولو هغه شهیدانو قربانۍ په لغته ووهلې چې یو وخت یې د حزب اسلامي په نوم د روسانو سره سپیڅلی جهاد کوی.

۵. د حزب اسلامي او حکومت د سولي مقایسه د حدیبې له سولې سره:

حکمتیار صاحب  د حرب اسلامي او حکومت ترمنځ د سوله د مسلمانانو او قریشو تر منځ د حدیبې سولي سره مقایسه کړه. په دې دلیل یې دا څرګندول چې لکه څنګه چې د حدیبې سوله په ظاهر کې یو ډول خو نیتجه یې بل ډول وه، کیدای شي د حزب اسلامي او حکومت تر منځ سوله چې ډیرو افغانانو ته د منلو وړ نه وه هم د ظاهر په خلاف ښه نتایج ولري. خو زما په فکر د حکمتیار صاحب څخه خپل افکار ګډوډ شوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پیغمبر وو او هغه د وحي له لاري د هر کار په عواقیبو خبر وو، خو اوس شریعت ظاهر ته ګوري او بیا د هغه په رڼا کې قضاوت کوي. د حزب اسلامي د سولي معاهده د تسلیمۍ نه بغیر په بل هیڅ شي نه شي تعبیر کیدلای. ننی حکومت د غرب له خوا جوړ، د غرب د خوا همایه کیږي او د غرب د اهدافو لپاره کار کوي. غربیان په علني ډول وسله او پیسې ورکوي، د هغوی ټولو غوښتنو ته مثبت جواب وايي او د هغوی د خوشحال ساتلو لپاره د اسلام له احکامو تیریږي. که حکمتیار صاحب ځان د امریکا دښمن بولي، نو آیا دده دا معاهده به امریکا ته په غیر مستقیم ډول تلسیمیدل نه وي. که امریکا درڅخه راضي نه وي او ورته تسلیم شوي نه یاست، نو ولي مو د هغه تور لیست څخه چې تا پکي د خپل نوم موجودیت د ځان لپاره افتخار بلی لیري کوي. ایا دا ددوی د مطابعت لوی دلیل نه دی؟

حکمتیار صاحب د ډیرو نورو نقطو یادونه هم وکړه خو د موضوع د پراخۍ له امله له هغو څخه تیریږم، خو په اخیر کې حکمتیار صاحب ته د یو خواخوږي کشر ورور په صفت دا ویل غواړم چې اوس هم وخت شته، لا تر اوسه دي په بدن کې روح چلیږي، تر اوسه لا ملک الموت درته خپله څیره نه ده ښکاره کړې او لا تر اوسه دي په وړاندي د توبې ور خلاص دی، د الله تعالی په خاطر دا د سولي تر نامه لاندي د تسلیمۍ معاهده فسخ کړه او بیرته د تیر په څیر د ظالم غرب په وړاندي د جهاد سنګر ته لاړ شه. دا به ستا لپاره لوی سعادت وي او د مؤمینانو لپاره افتخار او ویاړ!!

وَ مَا ذَالکَ عَلَی اللهِ بِعَزِیز

اللهم الرزقنا الإستقامة فی الدین


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. ډاکټر عبدالله عاطف وروره اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ماشاالله ماشاالله اوبیا هم ماشالله په دی لیکنه په دی حقیقی او مستدللو دلایلو خو په مخاطب به یی منی څنګه ماته نن سهار تر دیره فکره دا رایاد شول هغه کس یا کسان چی دا نور پخوانی مشران هم تری مستثنا ندی چی دسالم عقل خاوندان وی معنی دا چی دخپلو خوړو ناستی پاستی ملاستی ترتیب او اداب مراعت کولی شی پدی معنی چی دماغی ټکراو نلری او بیا په لوی لاس داسی کارونه کوی چی ځان الله تعالی ته مختوروی او رسوالله ص ته ځان شرموی او عالم په خان خندوی ددغه شانته کارو نتیجه به پرته تر دی چی دسيڅلی جهاد سره خیانت دشهیدانو دوینیو سره جفادکونډو او یتمانو سره بی عدالتی او زیاتی له نتیجی بل شی کیدای شی همدا پورتننی جفا ګانی دوی شرموی او بی عزت کوی یی او د قران کریم له هغه نسخی سره یی برابروی چی وتو عزو من التشاه وتو ‌‌‌‌ذلو من التشاه بیدکل الخیر دا الهی ذلت نه بغیر بل څه ندی

  2. وروره ستا به کور په کوم امن ځای کی وی او په جګړی به تغذیه کیږی ، ته باید همداسی فلسفی او حاشیوی نقطو پسی لاړ شوی ، (مړه خیټه فارسی وایی )