شعـــــرونه

د مور ولور خواره!

پنډ پنډ بنډلونه د ډالر خېټي ته اچوي
راشه موري زوي دي نن ولور خېټي ته اچوي

خرڅ یې د دنیا مخکی د خپلي خور پړونئ کړ
هم د ازادۍ د ناوي زر خېټي ته اچوي

باغ ته یې راخوشي بې پېزوانه ځناورکړله
څانګي او ګلونه سراسر خیټي ته اچوي

موري د شهید د ارمانونو چغي نه اورې؟
مالګي ورته ګوټ ګوټ د پرهر خېټي ته اچوي

موږ به کړي محروم د استقلال د رڼا ګانو نه
شپې غوندی بلا مو رانه لمر خېټی ته اچوي

موری وخت دي بیا د احمدشاه د زېږولو دي
بعضي ښاماران مو لر او بر خېټي ته اچوي

زهر دي شي فریاده چي وطن ته په درد ونه خوري
څوک چي شاعري غوندي هنر خېټي ته اچوي

رفیع الله فریاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x