نظــر

د افغانستان او اشغالګری امریکا تر منځ د امنیتی تړون په هکله

دافغانستان غیور ولس ته داندلس داستان ورپه یادوم چی دمسلمانانو سره صلیبیانوپه خپلو کړو ژمنو ، استراتیژیکواوامنیتی تړونونو څومره وفا وکړه  ؟

کله چی داندلس اسلامی حکومت دزوال شپی ورځی وی په ۸۹۴ هجری سپوږمیز کال د کیسټل پاچا فردینند اوملکه  ازبیلا دخپلو منظمو فوځونودتوپونو او اسلحو سره دغرناطی ترڅنګ راورسیدل ، اودښار محاصری ته یی اته میاشتی ادامه ورکړه ،

نو داسلامی اندلس وروستی پاچا ابوعبدالله  خپل امیران ، وزیران ، علماء اودښار سپین روبی  دالحمراء قصر ته راوغوښتل ، اومشوره یی ورسره وکړه چی څه بایدوکړو ؟

خلکو ټولو په ځانګړی ډول داسلامی فوځ سرلښکر موسی غسانی راوپارید اووی ویل چی مونږبه په هرقیمت له غرناطی څخه دفاع وکړو ، خو پاچا ابوعبدالله ډیر ډارن اوضعیف النفس انسان وو، په پټه یی خپل یو وزیر ابوالقاسم د کیسټل ( قسطلی ) پاچا فردینند ته دشپی ورولیږه ، اوداسلامی اندلس دډارن پاچا ابوعبدالله دسولی پیغام یی ورته ورساوه ، هغه ډیر خوشحاله شو ، په پای کی  ددواړو پاچاهانو ترمنځ دسولی تړون لاسلیک شو اودواړوپری لاسلیکونه وکړل ،

تړون لیک په لاندی ډول وو :

۱ – دمسلمانانو خپله خوښه ده کوم ځای کی چی اوسیږی په ښار یا دښارنه بهر خوددوی سرونه اومالونه به محفوظ وی .

 ۲  – دمسلمانانو په مذهبی چاروکی به عیسایان هیڅ قسم مداخلت نه کوی .

 ۳ –  دمسلمانانو مساجدوته به عیسایان نه ننوځی .

  ۴ –  مساجد اونورعام وقف ځایونه به په خپل حال پاتی وی .

  ۵ – دمسلمانانو چاری به داسلامی شریعت په رڼاکی مسلمان قاضی حل اوفصل کوی .

 ۶ – ددواړخواوبندیان به خوشی کیږی .

 ۷  – کوم عیسایان چی په اسلام مشرف شوی هغوی به داسلام په پریښود نه مجبوره کیږی .

 ۸  – غنیمت مالونه به مسلمانانو سره پاتی وی تری نه به نه اخستلی کیږی .

 ۹ – تردری کالوپوری به له مسلمانانوڅخه هیڅ ډول کوم محصول اوباج نه اخستلی کیږی .

 ۱۰ – پاچا ابو عبدالله ته به دالبشرات واکمنی ورکولی کیږی .

 ۱۱ – دغرناطی ښاربه تریو کاله پوری ازاد پریښودلی کیږی ، د یوکال پوره کیدونه وروسته به عیسایان دپورته شرطونوپه نظرکی نیولوسره ښارته ننوځی .

بی غیرته مسلمان پاچا دعیسایی پاچاسره شپیته ورځی ټاکلی وی خو له دی ویری چی بغاوت ورته جوړنه شی دشپیتوورځونه مخکی مخکی یی دالحمراء ماڼۍ عیسایانوته وسپارله ، فردینند عیسایی پاچا دالحمراء ماڼۍ نه اسلامی بیرغ راخکته کړ اوپرځای یی د سپینو زرونه جوړ عیسوی صلیب دالحمراء ماڼۍ په لوړ برج  پورته کړ ، ابوعبدالله دخپل اهل اوعیال سره البشرات ته خپلی پخی سپکی کړی ، اوله هغه ځایه یی دغرناطی په لورکتل اوخپل تیر برم یی رایاداوه اودبی ننګۍ په ژړا یی ژړل ، چی اخیردخپلی موردپیغورسره هم مخ شو، عیسایان چی کله الحمراء قصر ته ننوتل نو دتړون لیک ټول شرطونه یی هیر کړل اوپاچا ابوعبدالله یی په البشرات کی هم پری نه ښود اوله هغه ځای مراکش ته لاړ اوهلته یی دمراکش د پاچا نوکری کوله ، چی بالاخیر دذلت په مرګ مړشو ، په اندلس کی عیسایانو داسلامی کتابونو ذخیری  په چوکونوکی وسوزولی اوعیسایانو خپل عدالتونه جوړکړل اوهره ورځ به یی مسلمانان په یوه بهانه اوبله بهانه راوستل اوشهیدان کول به یی ، اوزیات کرت به په دی ګناه چی مسلمان دی په بی ځایه تور تورن کاوه اوپه اوربه یی سوزاوه ، مسلمانانو خپلی حوصلی له لاسه نه ورکولی په خپل دین به کلک وو آن تردی چی بالاخیر عیسایی حکومت په ۹۰۴ هجری سپوږمیز کال عمومی فرمان جاری کړچی هرڅوک مسلمان وی عیسایی دین دی ومانی که نه نو هرځای کی چی ومیندل شی وبه وژل شی ، مسلمانانو ښارونه پرښودل اوغرونو اوغارونو ته یی پنا وویوړه ، هلته هم پری نه ښودل شو څه یی دنوراروپایی هیوادنوله لاری دمشق اودعربو اسلامی خاوری ته لاړل اوځینوته یی افریقاته دتللو اجازه ورکړه چی کیشتۍ یی ورته برابری کړی ، مسلمانانو له ځانونوسره هرقسم قیمتی اموال ، ارزښتناک  کتابونه اوبی بها سازوسامانونه راواخیستل په دی امید چی په افریقاکی به ترینه استفاده وکړی خوعیسایانو ظالمانو دافریقا تررسیدا مخکی هغه کیشتۍ په دریاب کی ډوبی کړی اوهرڅه یی  په دریاب لاهو شول ، لنډه داچی څوکاله وروسته په اندلس کی کلمه ګومسلمان پاتی نه وو ځنی یی په اور وسوزول ، ځینی په دریاب ډوب کړل ، اوځینی یی په نورلارو له اسلامی اندلسه ورک کړل ،

دمسلمانانو جماتونو څخه یی کلیسا ګانی جوړی کړی ، اودینی هغه مدارس چی ددینی علومو ترڅنګ په کی ساینسی علوم ه زده کیدل ، ښکلی اوپرتمین اندلس یی په کنډوالو بدل کړ،

داندلس په مسلمانانو دومره غټ ذلت یواځینی علت داوچی مسلمانو امیرانو به دخپلی واکمنۍ دټینګولولپاره دعیسایانونه کومک غوښت اوخپل مسلمانان ورونه به یی پری وژل ، چی په دی سره دعیسایانو دزړونونه دمسلمانانوویره ، رعب اوهیبت ختم شو ،

لکه څنګه چی همدغه بدحال نن په ټوله اسلامی نړۍ کی روان دی ، دمسلمانانو حاکمانو د خپلو شومو موخوپه خاطر مسلمانانوباندی کوم کوم ظلمونه ونه کړل ،
 
زه وایم دافغانستان مسلمانان که واقعی مسلمانان ځانونوته وای نو داندلس د داستان نه دی پند اوعبرت واخلی ، اودخپلو حالاتو داصلاح کوښښ دی  وکړی، او اسلامی احکاموته ژمن اومتعاهد پاتی شی ،

په دی څو تیرو کالونو کې دامریکا تیری او یرغل پر عراق ، صومالیه ، سوډان او پرخپل ګران هیواد افغانستان باندی  که ترڅیړنی او مطالعی لاندی ونیسو نو هرومرو به د دی ستر یرغلګر هیواد شیطانی څيره ،  غیر انسانی ، وحشی او غیر دیموکراتیک اعمال ( چی دوی یی دعوه کوی )  را ته څرګنده سی

که څوک واقعا اسلامی  افغانی ، انسانی ، بشری احساس او درک لری نوهغه  دی داتړون په کلکه محکوم کړی ، اوبیګانه اوپردی دی په خپل ټاټوبی کی نه دیره کوی  اودامریکا تالی څټی دی پری نه ږدی چی دافغانانو په سرنوشت لوبی وکړی ،

ځکه داهغه فرنګیان اوصلیبیان دی چی داسلام ستروفاتحینو ددوی هیوادونه یوپه بل پسی نیول او تړونونه به ورسره کول نن دوی زمونږ هیواد اشغال کړی اوله مونږ سره تړونونه کوی  ، که داسی ونه شی  اوافغانان په دی مسله خاموش پاتی شی اودخپل مسولیت احساس ونه کړی او متجاوزو امریکایانوته فوځی اډی ورکړی نو لا سمح الله لری نه د چی افغانستان به هم دجاپان ، کوریا او د اندلس او نورو په سرنوشت اخته شی .

لیکنه : مجیب الرحمن عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x