نړۍ

پیښور: تحریک انصاف د ناټو کانټينرو پر مخ لاره بنده کړې

د عمران خان په مشري تحریک انصاف او ايتلافي ګوندو نن پيښور رینګ روډ د ناټو کانتينرو پر مخ تړلی او وايي چې تر څو پورې د بې پيلوټه طیارو بریدونه نه وې بند شوي، د ناټو کانټينر به نه پريږدي. پرون د شنبې په ورځ تحریک انصاف، جماعت اسلامي او عوامي جمهوري اتحاد ګوندونو په يوه ستره مظاهر کې پريکړه وکړه چې، تر څو د پاکستان پر ځمکه امریکايي بې پيلوټه بریدونه نه وي بند شوي؛ موږ به د ناټو سپلايي نه پريږدو. نن سهار چې کله د تحریک انصاف ځوانان رينګ روډ ته راووتل او د کانتینرو پر مخ يې لاره بندوله نو موټر چلونکو سره يې اخ و ډب رامنځته شو. موټر چلوونکو ویل چې موږ تجارتي مال بار کړی او باید موږ ته لاره پريښودل شي، خو د تحریک انصاف ایالتي مشر اشتیاق ارمړ خبریالانو ته وويل چې دوی له موټر چلونکو د بار کاغذونه وغوښتل، هغوی انکار وکړ او ناوړه الفاظ يې وکارول او شخړه را منځته شوه. د یادونې وړ ده چې په پرونۍ مظاهره کې درې واړو ګوندو فیصله وکړه چې په کراچۍ، ډېره اسماعيل خان او پيښور کې به د ناټو کانټينرو پر مخ لاره ټړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x