کور پاڼه / ټولنیزه برخه / مخ په بره، مخ په وړاندې خوځیدل

مخ په بره، مخ په وړاندې خوځیدل

لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم

ځان ارزانه مه خرڅوئ

ستاسې د بریا او ناکامۍ برخلیک ټاکنه په دې نه ده چې تاسې څه لرئ مګر دا چې تاسې په هغه څه چې لرئ یې څه کوئ – ابراهم ماسلو، نامتو ارواه پوه، واي چې د انساني نوع کیسه د هغه خلکو کیسه ده چې ځان ارزانه خرڅوي- دې واي چې خلک په خپل ژوند کې په ډیر کم څه باندې په پرتله د هغه څه چې دوي یې د ګټلو وړتیا لري راضي دي- ډیر خلک په داسې ځاې کې په کار بوخت دي چیرته چې دوي باید په چټکۍ سره مخ په بره او مخ په وړاندې روان و اوسي- دلته درته د خپل مسلکي ژوند په ګړندۍ توګه پرمخ وړلو په اړه مالومات درکوو-

خپل مور او پلار په پوره پام سره وټاکئ

یو وخت چا ویلي وو چې د بریا راز په دې کې دې چې تاسې خپل مور او پلار ډیر پام سره وټاکئ- دوي به تر یو بریده سم وي خو له دې څخه هم مهمه دا ده چې تاسې خپله دنده او مسلک په ډیر پام وټاکئ- د داسې دندې یا مسلک ټاکنه چې تاسې ورته پوره برابر یاست تر هر څه مهم دي- که تاسې داسې یو څه باندې کار کوئ چې خوند ترې نه اخلئ او یا هم باور پرې نه لرئ نو تاسې به کله هم خوښ و نه اوسئ او همدا راز کله به هم بریالي نه شئ-

په خپل کار کې تر ټولو غوره و اوسئ

اوس مونږ دویم بحث لوري ته خوځیږو- که غواړئ چې په خپل کاري ژوند کې ستورو ته ورسیږئ نو تاسې اړ یاست چې په خپل کار کې ډیر غوره و اوسئ- تاسې باید هر ډول قیمت پرې کولو ته چمتو و اوسئ، هر څومره مزل چې اړتیا وي باید وې وهئ، او هر څومره وخت چې تر ټولو غوره جوړیدو دپاره ورته اړتیا ده مصرف کړئ- فوق العاده عوض د فوق العاده کار په بدل کې ورکول کیږي، عادي عوض د عادي کار په بدل کې او تر عادي ټیټ کار په بدل کې د عادي ټیټ عوض او ناکامي ورکول کیږي- حیاتي لارښونه دا ده، تاسې ته هماغه هومره معاش درکول کیږي څومره چې تاسې ارزښت لرئ، نه کم او نه ډیر- که تاسې ډیر څه ګټل غواړئ تاسې اړ یاست چې خپل ارزښت ډیر کړئ، نورو ته خپل قیمت په اثبات ورسوئ-

د هڅیدنې بنسټ

دسم مسلک ټاکنه او د هغه کار چې مینه ورسره لرئ کول ځکه مهم دي چې ترڅو تاسې د خپلې دندې پرواه و نه لرئ تاسې دې ته هڅیږئ چې خپل کار تر هغې وکړئ ترڅو چې تاسې په دې کې فوق العاده شئ- او ترڅو چې تاسې په خپل کار کې فوق العاده نه شئ تاسې پرمختګ نه شئ کولې-

د لوړ معیار کار کولو بنسټ

د دغه ویرو دارو د زړورتیا، شخصیت او ځان مننې پیاوړي کول دي- د ویرې سرچپه مینه، ځان سره مینه او عزت نفس دې- د ویرې ډکو حالتو کې زړور برخورد کول یو ساده تخنیک دې چې زمونږ باور زمونږ په ځان تر هغه کچې پیاوړې کوي چې ویره زمونږ په کړو وړو او پریکړو د اغیز درلودو وړتیا له لاسه ورکوي-

عملي تمرین

دوه کاره چې په کولو یې تاسې په خپل کاري ژوند کې ډیره بریا ګټلې شئ دلته درته وړاندې کیږي:
ځان دپاره لوې معیارونه وټاکئ، او دا ومنئ چې هغه پرمختګ او بریا چې یو بل چا ترلاسه کړې تاسې هم هغه ترلاسه کولې شئ-

دویم، په خپل کار کې یو داسې مهارت چې ستاسې په دنده کې مهم دې وټاکئ او ځان سره تړون وکړئ چې په دغه څه کې به ځان فوق العادګۍ ته رسوئ- همدا نن په دغه څه کې د ښه کیدو هڅه پیل کړئ-


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ