نړۍ

د شکېل افریدي وکیل: موکل مې پر اعدام محکوم شوی

نن ټکی آسیا: شکېل آفریدی هغه ډاکتر دی چې د اسامه بن لادن د استوګنځي معلومات یې امریکايي استخباراتو ته ورکړې وو او د نوموړي د معلوماتو په مټ امریکایانو وتوانېدل څو د نوموړي په استوګنځي عملیات ترسره کړي.
آفریدی تر عملیاتو لږ موده وروسته د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لورې امریکا ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو او تر نیولو وروسته پرې د ملي خاین په توګه محکمه دایره شوه.

اوس پر نوموړې یوه بله دعوا هم شوې او هغه هم د یوه ماشوم د قتل دوسیه ده چې په ترڅ کې یې په ۲۰۰۶ز کې د یو ماشوم چې د اپنډیکس له رنځه کړېده، عملیات ورکړي ول او د ده د همدې عملیاتو له کبله ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ماشوم مور له پېښي اوه کاله وروسته ،یعني سږ کال پر نوموړي د خپل ماشوم زوی د قتل دعوا وکړه.
د افریدي وکیل له رسنیو سره د خبرو پر مهال زیاته کړه،چې محکمې د همدې قتل په جرم د نوموړي موکل پر اعدام محکوم کړی دی.
نوموړي زیاتوي چې قاضیانو ورته ویلي،دا چې نوموړی یو معالج ډاکتر و نه جراح او په ناقانونه توګه یې د ماشوم عملیات کړي ،نو دا له قانون څخه د افریدي سرغړونه او د ماشوم وژنه تلقي کېږي.
د یادونې وړ ده ، تېر کال د پاکستان سترې محکمې شکېل افریدي ته امریکا ته د جاسوسۍ په جرم د ۳۳ کاله بند سزا واوروله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x