شعـــــرونه

غزل/ عبدالله تړاو

عبدالله تړاو

څه به مې حال وي په لاسونو وهم سر روان يم
زړه مې خوږيږي له ناکامه دې له در روان يم

دلته مې ګل ګل ارمانونه رژيدلي ځکه
سلګۍ سلګۍ په دغو لارو زه اکثر روان يم

عربت مې بيا په خواهشاتو باندې پښې ايښي دي
ديدن کړه زر لکه نيمګړى مازديګر روان يم

ورانو کوڅو نه مې يو څو داغونه زړه واخيستل
رنګ مې دخاورې په څېر بيا ترې مرور روان يم

بيا به جنت کې شم مېلمه بيا به ښکلا کې ډوب شم
بيا دې مور غېږې ته کنه يم بختور روان يم

دې بې تړاوه زندګي نه به څه خوند واخلمه
له محبوري نه په مات زړه کوم سفر روان
تړاو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x