نظــر

داسې (زيري) خو دې خداى ډېر کړي

مجاهد ((پښتون))
د افغانستان لويه جرګه چې کېداى شي د نړۍ په کچه د لانجو د حل او فصل، او سترو پرېکړو لپاره تر ټولو پخوانى سيستم وي، بالاخره د داسې يوې موخې لپاره وکارول شوه، او پر يو داسې شرموونکي لامل د نامعلومه خلکو څخه راټوله کړاى شوه، چې مطلب ازاد انسان او افغان خو به په طريقه اولى سره په فردي توګه په خپل زړه او ضمير کې هم ورڅخه په اوو کوټو کې دننه پناه وغواړي.
له کله راهيسې چې پر امريکا د افغانستان د پلورلو خبرې پيل شوي، نو ډېرې ليکنې پرې شوي، او له کله چې د جرګې د جوړېدو اعلان شوى، بيا هم ډېرو پوهانو او د نظر خاوندانو خپلې څرګندونې کړي، د امريکا سره کېدونکې معامله هېڅکله د يو خپلواک مملکت د يو بل خپلواک مملکت سره پر متقابلو ديپلوماتيکي اصولو ولاړ تړون نه دى، او په کابل کې راټول شوي خلک هېڅکله د افغانستان د وولس استازى جرګه نه ده.

موږ د زمانې په نوم يو تاريخ ليکونکى لرو، هغه تاريخ ليکونکى هېڅوک نه ويني، خو هغه لګيا دى، ليکل کوي، او په خپله حافظه کې يې ساتي، له پېړيو پېړيو راهيسې د دې تاريخ ليکونکي په سينه کې واقعات په خورا خوندي توګه پراته دي، هيڅوک ونه توانيد، هغه له منځه يوسي، زموږ هيواد چې له کوم حالته تېرېږي دا يې هم ډېر ښه ساتلى دى، او دا به يې هم د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړي وي چې په دغسې غونډو کې حضرتانو، پيرانو او پروفيسرانو هم ځانونه وشرمول، ډېرو د قلم، کتاب، ليک او لوست خاوندانو هم خپل علم او پوهه خرڅه کړه، ملکانو، خانانو او اربابانو هم ضميرونه وپلورل، ډېرو پوهانو او ناپوهانو خپل ځانونه د وطن د سودا په بازار کې دوکانداران کړل.

دا نو بيا ډېره اوږده موضوع ده، زه چې کوښښ کوم روانې چارې تر خپلې اندازې په دقيقه توګه او هر اړخيزې وڅارم، په دې لا د وړاندې څخه لکه ډېر خلک چې پوهيږي زما درک هم دا و، چې امريکا څه غواړي، کرزى يې څه غواوړي، جرګه به څنګه کيږي، پايلې به يې څه وي، او لوبه کوم لور ته روانه ده، ځکه پرې غلى پاتې وم، خو دلته يوه عجيبه وشوه، چې زما توجه يې ورجلب کړه.

د ښاغلي وحيد مژده د تلفوني خبرو د ثبت او خپرېدو خبره کوم، کابل کې د غونډې له پيله لږ مخکې، د کرزي د ملي امنيت مشاور وويل چې هغوى د يو چا خبرې ثبت کړي، چې د طالبانو د يو قوماندان سره غږيږي، او جرګه ګډوډول غواړي، وروسته په رسنيو کې يو اواز خپور چې ګوندې دا د معروف ژورنالست وحيد مژده دي، او په کويټه کې د طالبانو د شورا د يو غړي مولوي سيد احمد حقاني سره غږيږي، دغه خبرې په لومړي ځل څو دقيقې وې، خو وروسته بيا د دري پنځوس دقيقو او اته ثانيو په اندازه په شپږو مکالمو کې نورې خبرې خپرې شوې.

دا چې د افغانستان د قانون تر مخې د يو چا د اړيکو ثبتول تر کومه بريده اجازه لري، قانون پوهان به پرې پوهېږي، خو زه غواړم د مژده خبرو ته لنډه اشاره وکړم.

ما چې دغه خبرې واورېدې نو تر ډېره بريده ورڅخه د ښاغلي وحيد مژده حقانيت، وطن دوستي او د اسلام سره مينه څرګنديږي، داسې ښکاري چې وحيد مژده په دې انډوخر او لويو لوبو کې بيا هم په حقيقت پوه دى، او نه يوازې دا چې غلى نه دى ناست، په دې برخه کې لاس په کار هم دى، او کوم لورى چې ورته په سمه ښکاره شوى، د هغې لوري سره يې بشپړه مرسته هم کړې ده.

خلک به د مژده په اړه هر څه وايي، خو (په دې شرط که خبرې ريښتيا د مژده او مقابل لورى، ريښتيا د طالبانو کوم مشر وي) د خپرې شوې اډيو په لومړۍ مکالمه کې نوموړى د پاکستان څېره رابربنډوي، او د پاکستان د سوچ پر ضد يو نظر څرګندوي، هغه داسې چې مقابل لوري ته د پاکستان د صدر اعظم د سلاکار سرتاج عزيز خبرو ته اشاره کوي، چې په اسلام اباد کې يې د کابل سفير ته ويلي، افغانستان بايد طالبانو يو شمير سيمې پريږدي.

ښاغلى مژده دغه نظر يوه دسيسه بولي، مقابل لوري ته وايي چې ګوندې په دې سره به تاسې په دوه ډلو وويشل شئ، خو مژده په حقيقت کې د افغانستان د تقسيم او تجزيې دفاع کوي، ګوندې طالب ته هم په غوږ کې ور اچوي، چې هر څه کوئ، خو د افغانستان د تجزيې په برخه کې بايد متوجه و اوسئ، او داسې وړانديز ونه منئ.

د همدې مکالمې په اوږدو کې يو شک پيدا کيږي، مقابل لورى مژده ته وايي چې کرزي داسې يو څه وويل چې دا يو دسيسه، د (دا يو دسيسه) جمله پنځه ځلې تکراريږي، او بيا تلفون بنديږي، عموماً دغسې خبرې هغه مهال کيږي، کله چې کمپيوټر (هينګ) شي، يعني کمپيوټر کې ستونزه پيدا شي، او اواز ودريږي، دلته شک دا دى چې دا هم کېدلاى شي دغه اواز جعلي وي، د يو او بل ځايه راټول کړاى شوي وي، په تلفون کې هېڅکله هم داسې حالت نه راځي، يعنى تلفون هينګ کيږي نه، چې بيا ورڅخه خبره څو ځلې تکرار هم شي، دغه حالت يوازې او يوازې په کمپيوټر کې رامنځته کيږي.

په دوهمه اړيکه کې بيا د هغه د خبرو پيل د مجاهدينو په حالت باندې خفګان ښکاره کول دي، چې هغوى به په سختيو کې وي، او روژه هم ده، همدا د يو مسلمان نښه ده، چې په خپل مسلمان ورور خفه شي.

په همدې اړيکه (دوهمه) کې ښاغلي مژده په دې اړه چې ولې طالبان د امريکا سره خبرې کوي، او د افغانانو سره يې نه کوي، ډېر ښه استدلال کړى، د مژده خبرې سړي ته سم د واره حالات روښانه کوي، چې اوسنى حکومت د کمونستانو حکومت ته ورته دى، امريکا روسانو ته ورته ده، او طالبان هماغه مجاهدينو ته ورته دي، چې اوس د امريکا تر لاس لاندې په کابل کې ځان ازاد او واقعي مسلمانان بولي، خو هغه مهال يې ځانونه د ازادۍ د لارې فدايان بلل.

زه وايم مژده چې په دې اړه کومې خبرې کړي، چې طالبان دې دا وضاحت ورکړي، چې ولې د امريکا سره خبرې کوي، ډېر ښه کار يې کړى، او د ملت او وولس د اذهانو د خلاصولو لپاره يې يو نېک اقدام کړى دى، څو خلک طالبان وپېژني، د خلکو او طالبانو تر منځ فاصلې راکمې شي، او نړيوال هم پوه شي، چې افغانان هم د روانې لوبې په منځ پوه دي.

دغه راز مژده داسې هم وايي (هره ورځ امريکايان راځي او زما څخه پوښتنه کوي، چې اصلاً طالبان له ا مريکا څخه څه غوړي؟، نو طالبان نه غواړي چې افغانستان لکه د روسانو په څېر هماغسې پرېښودل شي)، دا روښانه کړې ده چې بايد امريکايان بې محاسبې لکه د روسانو په څېر پاتې نه شي، ځکه چې جنايات يې کړي دي، خلک يې وژلي دي، ورانۍ يې کړي دي، بايد ځواب ورکړي، دا خو وحيد مژده د ټول ملت پوښتنه کړې ده، په دې کې خيانت نه بلکې د وولس د پلوۍ سوچ پروت دى.

په همدې مکالمه کې د اوو کسانو يادونه کيږي، چې مژده ته ورسره دخبرو سپارښتنه شوې ده، يو يې هم د حزب وحدت مردم افغانستان د ګوند مشر محمد محقق دى، خو په هغه باندې د چاودنې خبره کيږي، او داسې وايي چې ګوندې هغه خبرو ته حاضر نه شو، او وډار شو، او بيا وايي چې د سولې پر ضد ډېر قوي کسان شته، او هغوى نه غواړي چې په افغانستان کې سوله وشي.

دغه چاودنه د روان زېږديز کال د جون د مياشتې په اتلسمه نېټه په کابل کې وشوه، د دې مطلب دا دى چې د مژده خبرې له ډېر پخوا څخه څارل کېدې، او ثبتېدې.

دلته څلور موضوعات د پام وړ دي، لومړى د افغانستان په حکومت کې د داخلو کسانو سره د طالبانو د تفاهم کوښښ، دوهم د خبرو او افهام او تفهيم په لار کې د مژده رول، درېيم پر محقق چاودنه، او څلورم په افغانستان کې د سولې پر ضد قوتونه.

دا چې طالبانو مژده ته د اوو کسانو نومونه ورکړي، چې خبرې ورسره وکړي، او يو يې هم محقق دى، نو د دې مطلب دا دى چې طالبان د هيچا سره مشکل نه لري، محقق چې ورسره کلونه کلونه جنګيدلى دى، بيا هم طالبان د خبرو لار ورته پرانيزي، او پر ځاى د دې چې هغه کوښښ وکړي، دوى کوښښ کوي، چې ورسره نژدې شي، او په راتلونکې کې بيا هغه تېروتنې تکرار نه شي تر اوسه پورې شوي دي، دا خو د طالبانو زيرکتيا څرګندوي.

له همدې ځايه د خبرو په برخه کې د مژده رول هم روښانه دى، هغه چې د مخالفينو تر منځ روغه جوړه کوي، بايد وغندل شي، که وستايل شي، هغه چې کوښښ کوي، په هيواد کې مخالفتونه شتون ونه لري، ملي خاين دى، که د ملت غمخور؟؟؟

د درېيمې موضوع په اړه بايد ووايم دا امکان لرى نه دى، چې د محقق پر لار کې چاودنه د افغانستان حکومت کړې وي، ځکه حکومت به د مژده خبرې اورېدلې وي، او په دې پوهېدلى وي، چې طالبان د نوموړي سره خبرو ته حاضريږي، ګوندې طالبان په افغانستان کې خواخوږي پيدا کوي، طالبانو ته لار پيدا کيږي، مرسته يې کيږي، صحنې ته راځي، د طالبانو سياسي بصيرت به درک شوى وي، او پر داسې يو حساس وخت کې پر محقق چاودنه وشوه، چې د طالبانو سره د هغه اړيکې درهم برهم کړاى شوې، حتى امکان يې هم پاتې نه شو.

څلورمه موضوع چې په افغانستان کې د سولې ضد قوتونه دي، دا نو بيا ملت ته راجع کيږي، چې له مژده يې واوري، او زده کړي، ځان وپوهوي، چې دا قوتونه څوک دي، چې نه پرېږدي،سوله راشي، که دقيق نظر وکړو، نو له همدې ځايه معلوميږي، چې د افغانستان حکومت نه غواړي، سوله راشي، ځکه خو يې د محقق سره يوازې د طالبانو د اړيکو پيدا کولو لپاره هم د کابل په ښار کې ستره چاودنه وکړه، عام خلک يې مړه او ټپيان کړل، بې ګناه مسلمانان يې په خپلو وينو کې ولمبول.

زه وايم چې د همدې اډيو پر اساس دې، د هغه خلکو کورنۍ چې په ياده چاودنه کې يې قريبان مړه او ټپيان شوي، د افغانستان د ملي امنيت پر ضد په لويه څارنوالۍ او ستره محکمه کې عريضه وکړي، او غوښتنه دې وکړي، چې هغوى ولې د سياسي دسيسو ښکار شول؟

او ريښتيا هم ښکار شوي دي، دا هېڅکله کېداى نه شي، چې طالبان دې له مژده څخه د محقق سره د خبرو غوښتنه کوي، او بيا دې خپله پرې چاودنه هم کوي، له بلې خوا د افغانستان حکومت له طالبانو پرته بل هېڅ دوښمن لري نه، او نه يې پېژني، او دا خو خپله ملي امنيت وايي چې د مژده خبرې يې ثبت کړي، او اوريدلي دي، نو ښکاره ده، چې چاودنه هم دوى کړې ده!!

په همدې اړيکه کې د دوه زره او څوارلسم کال څخه وروسته چې څه پېښيږي، مژده کوښښ کړى چې طالبانو ته په غوږ کې وروڅڅوي، چې بايد جګړې ونه شي، او خلکو ته هم اطمئنان ورکړي، که د ښاغلي مژده دې کوښښ او هڅې ته پام وکړو، نو دا ډېر ښه کوښښ دى، يعنى مژده پر طالبانو داسې يو ثبوت جوړ کړى، چې هغوى بيا بايد ورڅخه مخ ونه ګرځوي.

په درېيمه اړيکه کې بيا ډېرې ښې موضوع ته اشاره کوي، کومې موضوع ته چې وحيد مژده اشاره کړې، له دې څخه اروپا بايد تر ټولو زياته ګټه واخلي، په اصطلاح داسې څرګندونې يې کړيي، چې اروپا بايد پرې له اوږده او پاخه خوبه رابيداره شي، ډېرې په زړه پورې موضوع ته اشاره کوي، چې طالبان بايد د هر چا سره لاس او ګريوان نه شي لکه چې وايي يو شمير خلک په رسنيو کې مقالې ليکي او اوتې بوتي وايي تر څو طالبان په خپل ويب سايټ کې د هغوى پر ضد مقالې وليکي، او بيا دوى ورڅخه ګټه واخلي، چې دا دى نو دوښمني يې اخيستى ده، او بيا پرې اروپا او امريکا کې پناوې اخلي.

ښاغلي مژده د هغو ليکوالانو څېره هم رسوا کړې چې دا اوس د حکومتدارۍ، ديموکراسۍ، نظام، ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، هيواد د ابادۍ او نورې خبرې کوي، او دا راښيي، چې دوى په اصل کې د طالبانو لخوا د داسې يو ګوزار توقع کوي، څو په راتلونکې کې ورڅخه ګټه واخلي.

په همدې (درېيمه) اړيکه کې وحيد مژده د افغانستان د حکومت يو بل منافقت راڅرګند کړى، چې د حبيب الله فوزي په اړه خبرې کوي، حبيب الله فوزي د کرزي د ايجاد سولې عالي شورا غړى دى، هغه د طالبانو په حکومت کې هم ونډه درلودله، او اوس هم تر بشپړې پاملرنې لاندې دى، مژده يې دا رسوايي کړى، چې هغه د طالبانو سره د اړيکو خبره کوي، خو مقابل لورې وايي چې هېڅ راز اړيکې نه لري، او درواغ وايي، غواړي چې امتياز واخلي.

دلته بايد متوجه شو چې مسئوليت چا ته راجع کيږي، که فوزي درواغ ويلي، او د افغانستان حکومت ريښتيا هم سوله غواړي، نو د همدې مکالمې پر اساس دى وپوښتي، چې ته څنګه د طالبانو سره د اړيکو دعوه کوې؟ او که ځان يې پرې غلى کړى وي، نو معنى همدا ده چې ملت ته درواغ ويل کيږي.

د افغانستان د وولس هم بايد د دې شورا، غړو او مشرانو په اړه سترګې وغړيږي، چې د کويټې شورى د غړي په کچه د طالبانو مشران ورسره اړيکې ردوي، د دوى دا لاپې بيا د څه لپاره دي؟ په حقيقت کې ښاغلي مژده په ډېره ښه توګه د يو منافق څېره رابرسېره کړې ده.

څلورمه مکالمه بيا عموما په ازره کې د طالبانو لخوا د نيول شوې الوتکې په اړه ده، دلته بايد متوجه شو، چې مژده په خپله د طالبانو سره د دې الوتکې پر سر خبرې نه کوي، بلکې روسانو ايرانيانو ته ويلي، ايرانيانو له ده غوښتنه کړې، که مرسته ورسره کولاى شي، او مژده هم مقابل لوري ته وايي که داسې يوې نتيجې ته ورسيږي، چې د مسلمانانو خېر پکې وي، زه نه پوهېږم چې په داسې خبرو کې به چاته خيانت په کوم ځاى کې ښکاري؟

بله دا چې مقابل لورى وايي، چې دغه موضوع تر هغوى پورې اړه نه لري، نور خلک دي چې هغوى پورې اړه لري، معنا دا چې دا به کوم طالب وي، خو داسې نه چې دوى ورڅخه بلا جوړه کړې، کېداى شي کوم ټيټ پوړى طالب وي، چې مژده سره انډيوالي لري، او معلومات ورته ورکوي.

په همدې اړيکه کې يوه بله موضوع هم د پام وړه ده، او هغه دا چې مژده ته اروپا ته د سفر بلنه ورکړل شوې ده، څو هلته د طالبانو موقف څرګند کړي، له دې معلوميږي، چې د کابل د حکومت بهرني باداران پوهيږي، چې مژده څه ډول سړى دى، او څه کولاى شي، څه ويلاى شي.

دلته بايد د يوې رسنۍ سره د مژده وروستۍ مرکې ته هم اشاره وکړم، چې هغه ويلي، دغسې اړيکې يې د دې لپاره نيولي، چې معلومات راټولوي، او ځينې خبرې يې د اعتماد سازۍ لپاره کړي دي، ريښتيا هم هغه د طالبانو سره اړيکې ونه لري، د هغوى سره يوه موضوع مطرح نه کړي، معلومات او د هغوى نظر تر لاسه نه کړي، او خپل تحقيقات بشپړ نه کړي، دا به بيا د اروپا په کنفرانس کې نخود خوري؟

په پنځمه اړيکه کې مژده د طالبانو څخه د جلا شوي، معتصم اغا جان څېره بربنډوي، هم يې طالبانو ته ښکاره کوي، او هم يې د افغانستان د ملت په وړاندې بې نقابه کوي، چې هغه يې يو بل لوبغاړى دى، او غواړي چې د دې ملت په تقدير لوبې وکړي.

مقابل لوري ته يې که مشوره ورکړې، او که يې ورته نصيحت کړى، او صرف خپل نظر يې څرګند کړى، خو ډېر ښه يې کړي، چې ګوندې د طالبانو بيلا بيل دفترونه به سوله رامنځته نه کړي، بلکې نوره ګډوډي به هم رامنځته کړي.

دغه راز کله چې د معتصم اغا جان خبره کوي، نو بيا هم په دې فکر او سوچ خبره کوي، چې بايد طالبان بد استعمال نه شي، يعنى په يوافغان باندې نورې خواوې لوبې ونه کړي، تاسې يې دقيق واورئ کله چې د يو انګريز مايکل سمپل خبره کوي، نو مقابل لورې ورته ډېر متوجه کوي، چې MI6 او مايکل سمپل په دې لوبه کې ستر رول لري، نو بايد ورته متوج و اوسئ.

خپله قضاوت وکړئ، چې انګريزانو ته افغانستان د وحيد مژده په څېر يو څوک لري، نو افغانان دى خوښي وکړي، او د داسې سړي لاسونه دې ورمچې کړي، نه دا چې د غدار او خاين تور پرې پورې کوي.

شپږمه او اخري موضوع د امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون په اړه ده، په دې کې هم خپل نظر وړاندې کوي، چې حالت خطرناک دى، لکه ريښتيا چې دى هم، د اکليل حکيمي ليک تشريح کوي، او د يوې جعلې نسخې د خپرېدو خبره کوي، دلته بايد دا هېره نه کړو، چې کېداى شي د جرګې په نوم په کابل کې د جوړې شوې غونډې ګډون کوونکو ته هم داسې يو جعلي متن ورکړل شوى وي، او اصلي بل وي.

د ښاغلي مژده ټولې خبرې د هغه د ويښ احساس او ضمير څرګندونه کوي، د هغه په هيواد پالنه دلالت کوي، او د هيواد د ويښولو هڅې يې ګڼل کيږي، چې د يوه نړۍ ګواښونو او خطرونو سره بيا هم په دې پوهېدلى چې اصلي لورى کوم دى، او کرار نه دى ناست، بلکې ورسره يې اړيکه نيولې او په يوه فعاله مبارزه کې يې برخه اخيستې ده.

زېرې دې وي، مژده ته په دې افتخار او بيا دى هم ورته زېرې او خوښي وي، په دې وياړ او سربلندۍ، خداى خو دې زوموږ په وطن کې داسې زېرې زيات کړي، او دى ته دې الله نور هم همت ورکړي.

په پاى کې بايد د دې مکالمو د نشر په اړه د حکومت يادونه هم وشي، زه له يوې اوږدې مودې راهيسې د دې شړيدلي او غلام حکومت د پلويانو يوه اصطلاح اورم (مټکور) دوى يې خداى خبر د چا لپاره کاروي، خو اوس به پوهېدلي وي، چې دغه اصطلاح په چا ښه چسپيږي.

په نورو هيوادونو کې حکومتونه د وحيد مژده په څېر له يو ژورنالست څخه په خپله نفع کار اخلي، ښې اړيکې وسره پالي، په مسايلو کې ورسره مشوره کوي، د روانو چارو او حالاتو د څرنګوالي په اړه يې نظر ته اهميت ورکوي، او لا يې هڅوي چې په خپله لار مخ په وړاندې ولاړ شي، خو څرګنده شوه، چې د طالبانو مشران د امريکايي سګ شويانو په نسبت زيات زيرک او پوه خلک دي، دوى سره له دې چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې د پتلون، نيکټايي، ږېرې خرييلو، او نورو سره مخالفت لاره خو مژده ته د دې هر څه سره سره احترام لري، او د هغه له پوهې ګټه اخلي.

کېداى شي، اوس هم ډېر داسې کسان وي، چې د مژده د ظاهري مظهر سره مخالفت لري، خو مشران يې پوهيږي، چې بايد د چا نظر ته اهميت ورکړي، او د چا ته نه.

څومره ساده او بې عقله اداره ده چې په داسې حساسو حالاتو کې يې دغه خبرې روښانه کړې، سربېره پر دې چې مژده په خپله فعال و، د هغه د دې مکالمو خپرولو لا هم د هغه سوچ او فکر ته وده ورکړه، او لا هم يو شمير نور هغه کسان چې نه پوهېدل وپوهېدل، حکومت دوهم تاوان دا وکړ، چې خلک يې وپوهول دوى يې تلفوني خبرې ثبتوي، افغانستان خو د دغسې خلکو نه ډک دى، هغوى لا پسې هوښيار شول، نور به نو دومره احتياط کوي، چې دغه ملي امنيت به ورته په لسو کلونو کې هم ونه رسيږي.

دوى په سياست او حکومت کې دومره نابالغه دي، چې يو ماشوم به هم دغسې اقدام ونه کړي، او نه به د يو چا دوښمنۍ ته په داسې اسانۍ سره لاس واچوي.

په پاى کې هغې ډلې ته چې انټرنيټي پاڼې له منځه وړي، لکه چې هغه افغاني پاڼې يې هم ويجاړې کړې، چې د کابل د غونډې پر ضد يې خپرونې کولې، دوى وايم ايا امريکا نه شي کولاى چې د طالبانو القاعده پاڼې له منځه يوسي، خامخا يې کولاى شي، اوستاسې په نسبت قوي هم دي، خو دولتونه د خپلو مخالفينو د نظرياتو تر مخې خپلې پاليسۍ عياروي، او هماغسې تصاميم نيسي، چې په راتلونکې کې ورته ګټور وي، دا يو احمقانه اقدام دى، زما په اند دا خپله د يو اختلاف پيدا کولو، او ورته وده ورکولو معنا لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x