غزل/ رفیع الله اتل

رفیع الله اتل

لر دی او که بر دی په تا ښکلئ دی
سیمه ده که غر دی په تا ښکلئ دی

تورو ماښامو ته سپین سبا یې ته
شپه که ماځیګر دی په تا ښکلئ دی

دومره د ښکلا پر لوړو څوکو یې
ستوري که قمر دی په تا ښکلئ دی

اې د کمین ښکلی د لاور غازي
کلۍ که سنګر دی په تا ښکلئ دی

ځي دښار ښکلا درپسي وګوره
صف که معسکر دی په تا ښکلئ دی

زلفي ولونه ولونه پر اوږو زانګي
حسـن که بشـر دی په تا ښـکلئ دی

تا چي د دوښمن سینه څیرلې ده
توره که خنجر دی په تا ښکلئ دی

بیا د نړیوالو لوی قاتل جوړ شوې
اوښکه که پرهر دی په تا ښکلئ دی

زړه د اتل ستا میني اباد جوړ کړ
غیـږه که ټـټر دی په تا ښـکلئ دی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ