
کندهار : طالبانو شاوليکوټ کې چورلکه نسکوره کړې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د دولت مخالفو وسله والو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يوه چورلکه را نسکوره کړې.
ويل کيږي پېښه نن سهار وختي د يادي ولسوالۍ په سره سخر سيمه کې را منځته شوې.
طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه د چورلکي را نسکورېدو پړه منلې.
مجاهد زياتوي په پېښه کې د چورلکي ټوله عمله وژل شوې.
حکومتي چارواکو د يادي پيښي اړوند لا تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادوني ده چې تېره ورځ هم په ياده ولسوالۍ کې ۲۰ تنه اربکيان د سيمي د قومي مخورو په منځګړيتوب طالبانو ته تسليم او له خپلو کړنو لاس په سر شوي.