کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / پاکستان پر پوله پرتو سیمو کې پر افغاني سیم کارټونه پابندي سخته کړې

پاکستان پر پوله پرتو سیمو کې پر افغاني سیم کارټونه پابندي سخته کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکو د چترال په سرحدي سیمه کې پر هغو دوکانونو چاپه اچولې چې د افغانستان د تلیفوي شبکو سیم کارتونه او بیلنس کارتونه یې خرڅول.

د چترال د پولیسو مرستیال مشر اسامه وړایچ رسنیو ته ویلي چې دوی تیره ورځ د چترال په سرحدي سیمه کې پر هغو دوکانونو چاپه واچول چا چي افغاني سیم کارتونه، بیلنس کارتونه او همداسي هندي دواګاني خرڅولې.

نوموړي ویلي چې دوی په چترال کې د افغانستان پر پوله باندي امنیتي تدابیر سخت کړي او ټولو دوکاندارانو ته یې خبر ورکړی چې په خپله خوښه دي افغاني سیم کارتونه دوی ته تسلیم کړي کنه بیا به یې پر خلاف قانوني چلند کیږي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان سره پر ټولو پولو باندي دوی امنیتي تدابیر سخت کړي او هڅه کوي چې په پاکستاني اړخ کې د افغاني شبکو څخه استفاده را ټیټه کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ