کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / پاکستان د موټرچلوونکو پر ویزو د یو ځل لپاره پابندي نرمه کړې

پاکستان د موټرچلوونکو پر ویزو د یو ځل لپاره پابندي نرمه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم د تورخم او چمن پر پوله باندي د پاکستان اړخ ته چارواکو د افغاني موټر چلوونکو او د کلینرانو لپاره د ویزې اخیستلو پر پابندي نرمي راوستلې.

باید وویل شي چې د روان کال د جون میاشتي له لومړۍ نیټې څخه پاکستان ته پر بې ویزې افغانانو تګ راتګ بند شو، خو وروسته د بار وړونکو موټرچلوونکو لپاره شرط کښېښودل شو چې موټر به یې پاکستان ته د تګ راهداري لري.

د ډان نیوز د خبر سره سم د خیبرپښتونخوا حکومت موټر چلوونکو ته تر ۳۰ سپتمبر پوري وخت ورکړی وو، چې له هغه وروسته به موټر چلوونکي هم بې اسنادو نه پرېښودل کیږي.

د خبر سره سم له تیرو دوه ورځو راهیسي یو ځل بیا پاکستاني چارواکو هغه افغان موټر چلونکي د پاکستان اړخ ته نه پرېښودل د چا سره چي پاسپورټ او ویزه نه وه.

ویل کیږي چې نن دغه بندیز یو ځل بیا لیري شوی او یوازي هغه بې ویزې موټر چلوونکو ته نور وخت ورکړل شوی چا چي تازه میوې را بار کړي وې، خو بیا هم د موټر پر سر ۲ زره کالداري جریمه شوي دي.

موټرچلوونکو ته د جریمې تر څنګ ویل شوي چې په راتلونکي کې به بغیر له ویزې د پاکستان اړخ ته نه راځي.

د پاکستان د ټرانسپورټ اتحادیې مشر حاجي عظیم الله ویلي چې ۶۰ سلنه افغان موټرچلوونکو او کلینرانو یې پاسپورټونه تر لاسه کړي او پاته نور به یې هم ډیر ژر تر لاسه کړي.

نوموړي د حکومت دا کار ستایلی چی د تازه میوو موټر چلوونکو ته یې اجازه ورکړی تر څو خپل توکي تر بازاره پر وخت ورسوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ