کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار والي استعفا ورکړه

د ننګرهار والي استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي نن یکشنبه په یوه خبري ناسته کې له دندې استعفا ورکړه.

هغه د ننګرهار د ستونزو د حل په اړه د مرکزي حکومت بې پروايي او د ده په کارونو کې لاسوهنې د ده د استعفا مهم لاملونه وښودل.

نوموړی له تېر یو نیم کال راهیسې د ننګرهار والي و.

حکومت تر دې دمه د هغه د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ