
افغانستان
هلمند: چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د هلمند سیمهییز چارواکي وايي چې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه یوه د سرک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له قوله دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه موټرسایکل ډول ریکشا د ۷ سپرلیو سره د لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د سرک د غاړې پر ماین وختله.
هغه وویل چې په چاودنه کې ۴ ماشومان، ۲ ښځې او یو نارینه وژل شوي دي.hilm