
چارواکي : طالبانو د زابل پر نوبهار ولسوالۍ بريد کړی
نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي پر نوبهار ولسوالۍ د دولت مخالفو وسله والو پراخ تعرضي بريدونه کړي.
سيال زياتوي ۱۲۰ تنه وسله والو د شپې له يوې بجې د سهار تر څلورو بجو مقاومت وکړ .
نوموړی په ياده نښته کې د ۱۷ تنه سرتيرو او طالبانو د مرګ ژوبلي يادونه کوي.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی.
طالب ويندويان وايي دوی په نوبهار ولسوالۍ کې د شپې مهال درې بجې پر څلورو امنيتي پوستو بريدونه کړي.
طالبان وايي دوی د رضاءالحق اربکي قومندان پوسته له منځه وړې او يو شمېر وسلې يې هم تر لاسه کړي.
د تېر په څېر دا ځل هم دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلي يادونه کوي.