کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / لنډه کيسه (د دولت مخــالــف وســلـوال )

لنډه کيسه (د دولت مخــالــف وســلـوال )

لنډه کیسه 

وحيدالله سالارزئ

تازه يې شونډه توره شوې وه ، لا د ژوند په لاندو باندو نه وه خبر ، دا يې د ژوند لمړنۍ روژې وې، روژه يې ماته کړه د شړومبو ډکه کاسه يې په سر راواړوله، مور يې ورغږ کړ څه کوې زويه ډېرې مه څکه هسې نه مدرسه کې خوب درشي لا دې 5 سيپارې حفظ کړي 25 لا پاتي کوشش وکه چې الله ج دې قاري کي ده خبره ورغبرګه کړه ابۍ ! زه لا ماشوم يم د لالا پشان به مې زه هم حافظ د قران شم ، له دې خبرې سره سم پاڅېد په منډه کوټې ته ننوت قران کريم يې راواخېست او له کوره د مدرسې په لور چې د کلي پاس سر کې وه روان شو ، د ماښام د لمانځه وروسته د ديارلسو ملګرو سره په د جومات په برنډه کې په کتار کې کيناست او ټولو خپل قرآنونه خلاص کړه او په کوچنيو او خوږو غږونو يې تلاوت پيل کړ، مولوی صیب هم د برنډې بل سر ته ناست و د شاګردانو تلاوت ته يې غوږ نيولی وه ، چې يو ناڅاپه د څرخي الوتکو غږونو کلی په شور واخيست څو شېبې لا نه وې تېرې چې د درنو ډزو غږونه ټول کلی ولرزاوه ، شېبې وروسته چې ډزې او الوتکې ورکې شوې د کلي خلکو د مدرسې په لور رامنډې وهلې ګوري چې هغه مدرسه داسې ويجاړه شوې لکه 30 کلن انقلاب چې پرې تېر شوې وي د خاورو او لوټو لاندې 14 ګلالي په وينو لت پت پراته وو لا يې قرانونه همغسې خلاص خو د دوې په وينو سره وه ، ټپيان او شهيدان يې د ښار په لور راروان کړ تر څو روغتون ته يې راوړي په لاره کې د اربکيو په نامه وسلوالې ډلې له خوا په يو نامه او بل نامه ډېر وزورول شو خو روغتون راورسېد 13 ګلالي ټپیان او يو ګلالی په ابدي خوب ويده او د قاريتوب ارمان او ۵ سیپارې یې په خپله سینه کې له ځانه سره يوړې…

سهار د خبرونو سرټکي همدا وو چې بېګا شپه د کندز ولايت چهاردرې ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په عملياتو کې 14 د دولت مخالف وسلوال ټپیان او ووژل شو.

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ