رنګين خوبونه (لنډه کیسه)

man_riding_bycile_in_afghanistanدولي شاه طبیب لیکنه

هغه نوي ريس مقرر سوي ؤ، پرلو‌ړه چوکي باندي موظف سوي ؤ، هغه د ماموريت ټول پړاونه تير کړي وه ،  د واردي ، صادري څخه نيولي بيا د محاسبي او ماليي پوري ټوله كارونه  ئي کړي وه ټول ددولت اصول ورته معلوم وه ټولي فورمي لکه ميم شانزه او فورم دو او نور ټول ور معلوم وه ، دسوانحو جوړول دمعاشاتو داستحقاق اونوروراپورونو جوړول يي ټول ډيرښه زده وه .

لږ تنخوا او دربدري ئي ډيري ليدلي وي ، د مختلفو ر‌ئيسانو او آمرينو تر ﻻس ﻻندي ئي کار کړي ؤ ، ډيره تجربه ئي تر ﻻسه کړي وه ، ډيرو مديرانو او امرينو ته ئي دفتري قوانين مالي او اداري فورمه جات او ﻻيحي ښوولي وي دفتر داري او مردم داري ئي زده کړي وه

اوس نو مامور خانو هغه مامور خانو ندي چه پر بايسکل به سپور ؤ ، د پټاټو او پيازو کڅوړه به ئي د بايسکل تر شا تړلي وه ، زوړ پتلون ، خيرن او شوړيدلي کميس به ئي اغوستي ؤ ، وچ کلک  ډنګر ، د خولو بوي به ئي څو متره ليري د سړي سږمو ته رسيدي او اوس ماشاء الله په غوښه پټ لوکس دريشي ، نيکټائي ، زړه وړونکي خوشبوئي او ځليدونکي چهره درلوده ،د هغه پخواني زوړ ساعت چي دورځي به يو ځل دريدي او هميشه به د ورځي څو دقيقي پاته ؤ اوس په رولکس اتومات ساعت بدل سوي ؤ د تنګو کوڅو کور ئي اوس په دوه منزله لکس کور بدل سوي ؤ ، په کور کښي په هره کوټه کښي اير کنديشن ؤ ، اوﻻدونه ئي د نورو رئيسانو او وزيرانو د زامنو په شان په بهرني هيوادو کښي په پوهنټون کښي درس وائي ، دنصوارو پر ځاي اوس مارلبرو سګريټ څکوي حتي هغه د معدي ناروغي چي ئي درلوده او هميشه به ئي اريړه په جيب کښي ګرځول هم جوړه سوي وه ، دمخ چهره ئي هم ډير فرق کړي ؤ ، هغه د ماموريت د وختنو لمر وهلي توره چهره ، وچ مخ ، په تندي کښي زياتي ګونجي ، رسيدلي او دود وهلي ببره ږيره نه وه ، اوس تازه جلد ، ږيره چپه تراش خريلي ، د فرانسوي کلونيا بوي ، تازګي او شادابي ، په اداره کښي ښه لوکس دفتر هوسا او ښايسته فرنيچر ، لو ي ميزونه ، کمپيوټر ، لوي تلويزون ، يخچال او حسينه تنا زه  سکرتره دا ټول موجود وه ، دوه موټره ئي په اختيار کښي وه ، يو موټر خو ئي د خانمي په خدمت کښي ؤ چي کله دلته او کله هلته تلله ، په کور کښي به په هره هفته کښي دري شپي ميلمستياوي وي ، کله به ئي د کور فرنيچر نوي کړ ، يا به ئي نوي د خوړو لوښي راوړل او يا کله به چي ئي  آشپز نوي راوست او حتي نوي نوکران چي به ئي راوستل نو بيا به ئي لويه ميلمستيا جوړه کړل ، نور رئيسان او د هغوي ښځي به ئي ميلمانه کړل او هغوي ته به ئي خپل نوي سامان آﻻت ، او نوکاران ښکاره کړل ، هوکي ډيري د خواري او دربدري ورځي ئي تيري کړي دي اوس ددي وخت دي خپل آرمان وباسي  ، په کور کښي د هيڅ شي کمي نه ؤ ، نوکر چاکر ، دﻻمبو حوض ، د سپورټ لپاره سامان آﻻت هر څه موجود وه خو بيا هم جناب رئيس او ميرمن ئي داسي معلوميدل چي اوس هم د کمښت احساس کوي لكه چه اوس هم كوم شى كم  دى، ميرمن يي په اونۍ كي دوه دري ځلي په مغازوګرزيدله كه چيري نوي ډزاين لوښي اويا نور زينتي توكي پيداكړي .   رئيس صاحب کله چي کاتب ؤ نو د تنخوا حساب به ئي کاوه چي کله به دخيره تنخوا واخلي خو اوس جناب رئيس صاحب د تنخوا په کيسه کښي ندي اوس حيران دي چي پيسي چيري او څرنګه مصرف کړي ،ددي لپاره چي نوم  وباسي کله کله به ئي د روغتون پر مريضانو په سپينو پاکټو کښي ناچيزه پيسي هم ويشلي او د شپي به ئي  د تلويزيون پردي ته کتل چي چي کله به د جناب رئيس تصويري راپور ښکاره کړي لوړو آمرنو ، معينانو او وزيرانو ته به ئي د موسم سره سم ميوي او تحايف استول د شپي به ئي د ټولو رئيسانو معين صاحبانو پوښتنه په تليفون کښي کوله او دا خبره به ئي هر يوه ته کوله چي که کوم امر او خدمت وي چي اجرا ئي کړي

هغوي هم په مفته نه ؤ معينان او وزيران حتمآ به ئي د ميوي ، غالي ، قيمتي ګيڼو فرمايش ورکاوه او جناب رئيس صاحب به ياداښت اخيستي يوه شپه چي ميلمانه نه وه د خپل کور نفر سره ناست وه او ډوډي ئي خوړله رئيس خپلي ښځي ته وويل چي د څو ورځي لپاره ډوبي ته ځي ښځي چه ئي دا واوريد له دستي يي وويل چي زه هم درسره ځم ، د پلاني رئيس ميرمن تللي ده د خپل مږور او لور لپاره ئي د هغه ځاي زر او زيور راوړي وه  حتمآ به ما هم هلته درسره بيائي ، جناب رئيس صاحب ورته وويل چي بل ځل دي بيايم زر او زيور زه راوړم خو ميرمني ئي دواړي پښي په يوه موزه کښي واچولي چي يا حتمآ به ما درسره بيائي

رئيس نه غوښتل چي ميرمن ئي ديوازي والي مزاحمه وګرځي نو ئي ورته وويل چي قطعآ دي نه بيايم د ميرمني ئي عصاب خراب سول د ميز لوښي ئي يو په بل پسي د مځکي ووهل او په ډير عصبانيت دوهم پوړ ته پورته سول او د کوټي دروازه ئي يه درب وتړل لوڼو ئي هم تندي تروش کړ او په مور پسي رهي سوي ، زوي ئي اوږي پورته او کښته کړي او داسي ئي ځان ښکاره کړ چي ګواکي بي طرفه دي خپلي کوټي ته وﻻړ ، بيچاره رئيس د ډوډي د ميز راوﻻړ سو عصاب ئي ډير خراب وه د آلماري څخه ئي وړوکي بوتل راواخيست او په جام کښي ئي دارو ور توي کړه د يخچال څخه ئي د يخي ټوټي په جام کښي واچولي او په عجله ئي تر ستوني تير کړه دوه نور جامونه ئي يو په بل پسي وچښل ، سګريټ ئي يو په بل پسي ودودول ډير پريښانه ؤ پر اوږده  سيټ  باندي و غځيدي او په همدي پريشانيوکښي خوب وړي ؤ ، ډير عجيب او غريب خوبونه ئي ليدل کله به ئي خوب ليدي چي په الوتکه کښي سپور دي هوا ډيره خرابه ده الوتکه پورته کښته کيږي د الوتکي کار کوونکي دي خوا ، آخوا ته په وارخطائي ځي او راځي بيا به ئي خوب ليدي چي په روغتون کښي پروت دي ډاکټران پري را ټول دي او برقي شوک ورکوي او کله به ئي خوب ليدي چي معين د وزارت مقرر سوي دي او د وزير له خوا نورو کارمندانو ته معرفي کيږي ، ډير ناآرامه ؤ په خولو کښي لوند  خيشت ؤ فکر ئي کاوه چي څوک ئي په ډير زور سره ښوروي ، سترګي ئي روڼي کړي شا او خوا ئي وکتل  ددفتر په وړه  كوټه كي پر اوږده چوکي پروت دي او ددفتر چپراسي ئي مخي ته وﻻړ دي وائي چي کاتب صاحب ټول مامرين تللي دي ، کـښينه چي دفتر تړم حيران پاته سو ، هم هغه د واردي او صادري کتاب پر ميز پروت ؤ نه رياست ، نه موټر ، نه بنګله بلکه يو ښکلي خوب ؤ چي هغه هم د هر چا په نصيب نه وي

مامور خانوسترګي وموښلي او راوﻻړ سو په تشناب کښي ئي مخ پريولي زړي هنداري ته ودريدي مامور خانو ئي وليدي هماغه وچ تور د ګونجو ډک تور مخ ئي وليد نه نيکټائي وه نه خوشبوئي بلکه هماغه دخولو بوي ،زوړ پتلون ، په جيب ئي ﻻس دننه کړي د نصوارو لوي دبلي او د اريړي دوي داني ئي ﻻس ته ورغلي

هر څه هماغه وه صرف يو ښکلي خوب ؤ

خانو ددفتر څخه راووت او پر خپل زوړ بايسکل سپور سو او د ښار په تنګو کوڅو ورننوتي  .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.