
برتانيه له افغانستان سره ۹۶۵ ميليون ډالره مرسته کوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د برتانيې له خوا د بروکسل له کنفرانس نه چې د تلي په ۱۳ مه او ۱۴مه تر سره کيږي دوې ورځي مخکي له افغانستان سره د ۷۵۰ ميليونه پاونډو مرسته اعلانوي.
۷۵۰ ميليونه پاونډه نژدې ۹۶۵ ميليون ډالر کيږي.
د برتانيې سفارت وايي له افغانستان سره ميليونونه ډالر مرسته د امنيت ، ټېکاو او خونديتوب په موخه تر سره کيږي.
د سفارت خبر پاڼه ليکي : يادي مرستي له افغانستان سره په راتلونکو څلور کلونو (۲۰۱۷ـــ۲۰۲۰ م ) کې لا وده مومي .
د برتانيې د نړيوالي پراختيايي څانګي وزيري پريټي پټيل ويلي : برتانيا په يادو مرستو ثابته کړه چې غواړي افغانستان په يو ارام او خوندي هيواد بدل شي.
ولسمشر اشرف غني د يادو مرستو د اعلان هرکلی کړی.