کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / مجددي حکمتیار ته د قضايي خوندیتوب او دولتي القابو سره مخالفت څرګند کړ
حضرت صبغت الله مجددي

مجددي حکمتیار ته د قضايي خوندیتوب او دولتي القابو سره مخالفت څرګند کړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ملي نجات مشر حضرت صبغت الله مجددي د حکمتیار سره د ګډحکومت د سولي تړون ته هرکلی ویلی خو نوموړي ته یې د قضايي خوندیتوب ورکولو سره خپل مخالفت څرګند کړی.

د مجددي په وینا د سولي تړون تر هغو مني تر څو چې د دیني اوصولو او معیارونو سره سمون ولري، نوموړي ویلي: « په هر حال کې د اسلام سپېڅلي شريعت حکمونو تطبيق اړين دی، نه زه او نه هم حکمتيار صاحب د حق العبد له ادا کولو څخه تښتېداى شو؛ د کسانو حقونو په اړه خپله د حق خاوندان د پرېکړې کولو حق لري».

د صبغت الله مجددي زوی ذبیح الله مجددي نن د رسنیو سره په یوه غونډه کې وویل چې پلار یې ګلبدین حکمتیار او د نوموړي حزب مشرتابه ته د قضايي خوندیتوب په ورکړي سره په داسي حال کې چې د بندګانو حقوق په کي مستثنا شوي نه وي، کلک مخالف دی.

نوموړي همدا راز د عدالت او انصاف اصولو په رڼا کې ګلبدین حکمتیار ته د ځانګړو القابو او دولتي امتیازاتو له ورکولو سره هم خپل مخالفت ښودلی دی.

خو بیا هم مجددي کابل ته د حکمتیار راتګ د سولي په برخه کې یو مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې نور وسله وال مخالفین هم د ګډحکومت سره سولي ته غاړه کښيږدي او خپل هیواد ته را ستانه شي.

د یادوني وړ ده چې حزب اسلامي او د ولسمشر اشرف غني په مشري ګډحکومت یو ۲۶ ماده ییز تړون لاسلیک کړ چې په کښي ګلبدین حکمتیار د یو جهادي مشر په حیث یاد شوی او د ولسمشر د فرمان له مخي به د نوموړي ځانګړی درناوی او عزت کیږي.

همداراز ګډحکومت ژمنه کړې چې د حکمتیار نوم به د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لیست څخه لیري کوي، هغه ته به قضايي خوندیتوب ورکوي، او د حزب ټول سیاسي بندیان به خوشي کیږي.

په مقابل کې به حزب اسلامي د وسلوالي مبارزې څخه لاس اخلي، د حکومت مخالفو وسلوالو سره به اړیکي شکوي، د هیواد اساسي قانون به مني او په سیاسي بهیر کی به برخه اخلي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

4 تبصرې

  1. غوربندی

    حالا باید حزبی ها بدون اجازه ملت خایه کرزی را ببوسند تا از گزند زبان صبغت الله در امان بمانند.

    دا د پتی سر دی ….. پتی شکته سورور دی

    صبغت الله یک آدم گپرو بوده این حرفها را حتما کرزی روی زبان او گذاشته تا نفعش را ببرد .

  2. صبغت الله په خپله دی انګیس جاسوس ده نو باید په خپله اول محکمه شی. او دا ټولی بد بختی دی صبغت له برکته دی.

  3. ایمل خان

    دا د قبر په خوا کی ناست بد بخته انسان نه غواری هیواد کی صلح راشی. دا دوستم چه د جنایی جنگونو کی بدنام شخص دی حضرت صاحب ولی ورته د خلد بن ولید لقب ورکوو؟ دا زکه چه هلته ده بدبخت ته د ریس جمهوری مقام په برخه کیدو او اوس کوم قدرت ورته نه ورکول کیزی. دا د پیر گیلانی سره حسد هم لری. االه دی ورته په اخر عمر هدایت وکری.

  4. الجاج استاذ بیانزی

    ښه خلک خو تل ښه وینا او ښی کړنی لری مګر بد خلک هم کله د صبغت الله به شان یوه نیمه سمه خبره هم کوی ، دا خبره چه حق العبد چاته نه بښل کیږی متضرر شوی یی خپله بخښنه وکړی او یا یی پور ادا شی ، تاسی غواړی له صبغت الله څخه کافر جوړوی دومره خو بوهیږی . وایی یو کس ته چا وویل چه روژی نه نیسی چرګبانګی ( پس شبی ) هم مه کوه ،او هغه ورته ځواب کی وویل چه روژه نه نیسم او چرګبانګی هم نه کوم کافر کوی می ، یو خو به کوم که بل نه شم کولای . زه هم وایم چه صبغت الله څه کړی او یا د ځان په اړه څه وایی ، د حکمتیار به اړه یی هم ونه وایی خو کافر به شی .