کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: افغان ځواکونو د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی وژلی
ocha

ننګرهار: افغان ځواکونو د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): افغاني ځواکونو د جلال اباد په ښار کې د ملګرو ملتونو ادارې د یو افغان کارکونکي پر کور چاپه اچولی او نوموړی یې په خپل کور کې دننه وژلی دی.

پيښه تیره شپه د جلال اباد ښار په څلورمي ناحیې کې را منځته شوې.

د وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ۳۵ کلن محمد صادق زهیر په کندز کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې (یو این اوچا) د دفتر ځايي مسؤول وو.

نوموړی په همدې شپه خپل کور ته په رخصتۍ راغلی وو چې د شپي پر ۱۱ بجو ځانګړو ځواکونو یې پر کور چاپه واچول او د قدوس قدوس په نامه یې پوښتنه کول چې د کور خلکو ورته وویل چې په دې نامه څوک نه پيژني.

نوموړي ویلي چې د چاپې پر مهال ځانګړو ځواکونو د کور میرمني ټولي په یوه خونه کې بندیاني کړلې او بیا یې محمد صادق زهیر د خپل مور، پلار او میرمني په مخکې په څلورو ډزو وواژه.

نوموړي ویلي چې مور یې د خپل ځوان زوی قتل برداشت نه کړای شو، او هغې هم ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

بل خوا د ملګرو ملتونو د یو این اوچا ادارې هم د خپل یوه کارکوونکي وژل منلي او د هغه کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ