د نن سرلیکنه

د مشورتي جرګې الزامي پریکړې

نن یکشنبه(25-11-2013) د روان کال  د لړم د میاشتې  دریمه   د مشورتي جرګې وروستۍ ورځ ده .

دغه ورځ هم لکه  د نورو په څیر د جرګې د غړیو ترمنځ  د په اصطلاح امنیتي سند د مادو په سر په نظر ورکولو او بحثونو تیره شوه  او د وروستیو معلوماتو په اساس د جرګې له ۵۰ کاري کمیټو څخه یې ۴۶هغو په دې فیصله وکړه چې دغه تړون باید د روان میلادي کال تر پايه  بشپړ شي.

د مشورتي جرګې!!!  رئیس او اعضاء په الزامي ډول په خپلو پریکړو کې وايي چې باید په هرصورت وي په اصطلاح امنیتي سند له امریکایانو سره لاسلیک کړل شي ، ځکه  دهغه  ټول  مواد  د افغانستان  په ګټه دي .

دمشورتي جرګې تر جوړیدو له مخه امریکایانو او کرزي په مبالغه امیزه  ډول د ۱۳ مادي دجنجالیتوب په اړه ډیر تبلیغات وکړل ، هغوئ په دې تبلیغاتو کې ویل چې په امنیتي سند کې تر ټولو د اختلاف وړ ماده په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د قضايي مصؤنیت ۱۳ ماده ده چې دکرزي حکومت غواړي د هغه په اړه پریکړه کول مشورتي لویې جرګې ته پریږدي .

خو د جرګي د جوړیدو په جریان کې چې په روزمره شکل له رسنیوڅخه خپریدو د امریکايي پوځیانو دقضايي مصؤنیت په موضوع اصلا هیڅ جنجال او اختلاف رانغی او هغه هم د دې تړون دنورو ۲۶ مادو په څیر بغیر له کوم اختلافه  تائید  شوه .

د جرګي د غړیو ترمنځ دهغه د ترتیب شویو مادو په سر د اختلاف راتللو مجال اصلا امریکایانو او کرزي د دې جرګې تر دائریدو له مخه له منځه وړی وه ، اوهغه په دې ډول چې امریکایانو او کرزي د جرګې لپاره داسې څوک رابللي نه دي چې هغه دې  د دوئ دنظر او غوښتنې خلاف رأیه ورکړي ،اویا دې د هغوئ په اړه اختلاف وکړي ، تردې چې  د یادې جرګې  رئیس حضرت صبغت الله  (مجددي ) خو د تړون لاسلیکولوته  تر کرزي هم زیاته  لیوالتیا لري او کرزی په دې ملزم ګڼي چې ولي  د تړون په لاسلیکولوکې ځنډ راولي .

د امریکایانو په  دستور او د کرزي او  مجددي  په موافقه    د دغه سند تړون  لاسلیکول  به  زمونږ  د هیواد په تاریخ کې ترټولو شرمناک  تړون وي چې  له  یوه بهرني  متجاوز هیواد سره  لاسلیک کیږي .

  د همدغه  شرمناک تړون له مخې به امریکايي یرغلګر ترډیرې مودي پوري  په افغانستان کې پاتي کیږي  او هغوئ به  کولای شي زمونږ هیواد له جنوبه ترشماله او له ختیځه  تر لویدیځ پوري  د خپلو (۹)دائمي اډو په وسیله   په خپل اشغال کې وساتي ، امریکايي یرغلګربه  د مجددي لخوا د  ورکړل شوي  قضايي  مصؤنیت  له مخې په  آزادانه ډول  د افغانانو د وژلو ، نیولو او په توره شپه کې د هغوئ  کورونوته د ورننوتلو صلاحیت لري ، امریکايي یرغلګر به کولای شي  هرډول  ممنوعه بیولوژیکي  وسلې  د افغانانو په ضد وکاروي  ، او همدا راز به  هغوئ کولای شي د افغانستان له خاورې  دخپلو مخالفینو په خلاف دسیمي په هیوادونو کې پوځي فعالیتونه  تر سره کړي ، چې دغه کاربه  له یوې خوا د افغانستان او د هغه دګاونډیانو ترمنځ  سوله ایز ې اړیکې متضررې او له بله پلوه به  د هیواد او ټولې سیمې  ثبات او امنیت  له خطر سره مخ کړي .

ترکرزي له مخه هم د افغانستان  یوشمیر ضمیر پلورونکو اوغلام صفته چارواکو شاه شجاع او کار مل له خپلو بهرنیو بادرانو سره  د خپل هیواد او ولس په خلاف  دا شاني  له شرمه ډک تړونونه لاسلیک کړي ، خو د لوي خدای په فضل چې نه اجنبیان په هغوئ کې بریالي شوي او نه یې هم  د هغوئ مزدورانوته کومه ګټه کړې .

اوس هم د تاریخ په تکرارسره  یوځلې بیا دکرزي او امریکاترمنځ   د هیواد پلورلو په اړه  کټ مټ  هغه معامله روانه ده کومه چې  دشاه شجاع او انګریزانو او کارمل او روسانو ترمنځ ترسرشوې چې  افغان مسلمان ملت یې په هیڅ ډول منلوته تیار نه دی .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x