کامیاب څوک دی؟

نعمان

یو وخت کې مې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام له یو نفر سره بحث و. ده ويل ډاکټر اسرار احمد رحمه الله ناکام سو. ما ويل ولې؟ ويل ډاکټر اسرار له جماعت اسلامي جلا شو او خپل یو داسې تنظیم يې جوړ کړ چې هغه نه په انتخاباتو کې حصه اخلی او نه هم نور څه سیاسی فعالیت لري. ما ويل اصلي کامیاب خو هغه و نو. ده ويل په څه شي کامیاب شو؟ تنظیم يې جوړ کړ، دی مړ شو او وس يې تنظیم هم مړزواندی دی. هیڅ يې هم ونه کړل. اول خو ما د ډاکټر اسرار په دفاع کې ډېر څه ورسره و ويل. ما ويل ډاکټر اسرار په دې نظر و چې اسلامي قانون یا شریعت په ډیموکراسۍ کې د منحل کېدلو په طریقه نه شي را تلای، بلکې یو زبردست انقلاب او مسلح او نظامی جد وجهد غواړي. د نايجیریا مثال چې کله یوه اسلامي ډله په اقتدار راغله او قانون يې اسلامي کاوه نو پوځ د فرانس په کومک پرې راولاړ سو. نېږدې مثال يې اخوان المسلمین په مصر کې دا اوس تېر سو. ما ويل ستاسې په دا یو دوو رایو والله که هیڅ وسي. ستاسې له مخې د جنرال مشرف په وخت
کې په زنا قانون جوړ نه شو؟ او داسی نور….

له دې سره زموږ بحث هم اخوا دې خوا ته. چې کله ده د ډاکټر اسرار د ناکامۍ وويل نو له دې سره زموږ بحث هم د کامیابۍ د تعریف په خوا مخه کړه
.

کامیاب څوک دی؟ ډېره حساسه او سخته پوښتنه ده، ځکه هر سړی ځان کامیاب بولي. که په حقه وي که په نا حقه. که څه حاصل کړي او که نه. کامیاب څوک دی؟ کامیاب هغه څوک نه دی چې خپل هدف ته ورسیږی. اصلي کامیابه انسان هغه دی چه په حقه وي. که چېرې موږ د نوح علیه السلام ژوند مبارک ته وګورو، نو هغه خو په خپل ټول ژوند (
۹۰۰) کاله کې تر (۸۵) هم لږ کسان مسلمان کړل. العیاذ بالله داسې ويلای شو چې دا نو کومه توره ده؟ که لوط علیه السلام ته وګورو له ټوله ښاره صرف دی او اولاد يې ژوندي ووتل چې صالح و هغه هم چه ماينه/ښځه يې په هلاکېدونکو کې پاته شوه. دا لا کومه کار کردګي وه العیاذ باالله؟ داسې نور د صلحاو مثالونه شته چې هغه بې له شکه کامیاب وو. ولې؟ ځکه چې هغه په حقه لاره ول.

مطلب دا، چې دا ضروري نه ده چې سړی څومره لاسته راوړنه ولري. ضروري دا ده چې یو څوک څومره په حقه دی. څومره
مستقیم، صابر او پرعزمه دی؟ دی یو سړی په حقه لاره استقامت او بالاخره په هغه لاره کې مرګ یا شهادت اصلی کامیابي ده
.

که دغه اوس نېږدې عصر ته ځیر سو هغه مجاهدین چې د شوروي اتحاد په خلاف يې جهاد وکول په هغو کې څوک کامیابه سول. څوک الله ته په سپین مخ ورغلل او څوک په تور مخ؟ څوک به تاریخ په زرینو پاڼو ولیکي او څوک په تورو او بدرنګو؟ که يې مثال را واخلو نو ایا خالص بابا کامیابه ولاړ که ارسلا رحماني؟ ایا ملا محمد عمر مجاهد )رحمة الله علیه رحمة واسعة غیر مقطوعه( کامیاب ولاړ چې اخیری سلګۍ يې هم د حق په سنګر کې د اسلام له هغه سخت ترینو دښمنانو یهودو او نصاراو په مقابل کې ووهلې او که رباني چې د غلامۍ طوق په غاړه په تور مخ ولاړ؟ جواب نهایت واضح دی.

که یو څوک غواړي چې کامیابه سي نو په صحیحه حقه لاره دې استقامت وکړي. داسې نه چې ۴۰ کاله جهاد وکړي او بالاخره په هر څه پښېمانه سي چې دا مې څه بد کړي. زړه مې درد کوي. له هغو خلقو شرمیږم چې د جهاد په رهبرانو کې به مې ورسره د حکمتیار صیب په سر دلايل ويل. تر پرونه پورې دی مجاهد، مړی يې شهید، هغه کافر مرتد غلام او مړی يې مردار و. نن بیا په ویډويي کنفرانس په ۱۸۰ ډګري (د حکمتیار ۱۸۰ ډګري تنازل بله لیکنه لیکم ان شاء الله) فرق کې غږیږي. وه د الله بنده تا کوم فرق ولیدل؟ خو اوس هم امریکایان په ټانګو کې ګزمې کوي. هره ورځ يې نه اورې چه دلته د خارجیانو ټانګ پورته سو، هلته پورته سو. نو چې حالت بالکل هماغه ده نو په دې کې هیڅ شک نسته چې ته بې لارې سوی يې. دا چې خاتمه دې دومره خرابه شوه نو ضرور دې د جهاد په وخت کې ظلم کړی. تا کله هم استقامت نه دی کړی. کاشکې ته په دغه لاره کې مړ سوی وای خو غلام سوې نه وای.شرمیږم هم او د زړه جوش مې هم نه کمیږي. که هر څومره درته لیکم زړه مې بسنه نه کوي. بیا به در سره ګورم اوس موضوع دا نه ده. الله دې تا ته دا د کابل له راتګ نه مخکې مرګ راولي چې یو څه خو مو مخ سپین شی.
کامیابي په استقامت علی صراط المستقیم کې ده. که یو څوک د هر قسم حکمت په وجه د حق له لاری منحرف شي. د اسلام حکم تر پښو لاندې کړي هغه ناکام ده. او دا تر مرګه په حقه لاره تلل د هر شیطان کار هم نه ده. څومره عبادت يې وکړ. دا هم د الله جل جلاله له لوري یوه لورېینه ده چې په خاصو خلقو يې الله کوي. یو وخت یو چا اشکال وکړ. وايي کافر د دنیا په صرف ۲۰ – ۲۵ کاله ژوند ابدي دوزخي شي، بلکې تر دې هم کم او مسلمان بیا ابدي جنتي شي. دا نا انصافي نه ده؟ جواب يې داسې ورکړ ‘نه’. دا ځکه ويل چې کافر زر کاله هم ژوندی وي نو دا يې قصد عزم او اراده وي چه کافر به یم. او مسلمان بیا دغسې پرعزم وي چې که لس زره کاله ژوندی یم په دغه اسلام به استقامت کوم او د الله رضاء ته به ځان رسوم. نو د کافر د ناکامۍ وجه د غلطې لارې نیول وو. او دی مسلمان د کامیابۍ او فلاح راز بیا د سمې لارې په انتخاب کې ده.

 په اخر کې د کامیابي د تعریف په هکله دی یوه ډیر پوه استاد جواب درته وا یم. په یوه ورکشاپ کی چه پهStrategic Vision باندې و چا پوښتنه وکړه. ويل دا دومره غټ غټ اهداف حاصلول خو ډېر ګرانه دي. په دې خو به اکثره سړی ناکامه کیږي. مثلا ټوله منګولیا مسلمانول. استاد په جواب کی ورته وويل Success is not the achievement of goals that you have set...  وايي کامیابي دا نه ده چې ته خامخا خپل هدف ته ورسیږې. کامیابي دا ده چې ته خپلو اهدافو ته په رسېدو کې تر مرګه عزم ولرې د تنازل ښکار نه شې.

کله کله د طالبانو د کامیابۍ یا ناکامۍ
الله ناخواسته خبرې کیږي. زه ورته وایم چې ضروري نه ده چې طالبان کابل ونیسي او حکومت وکړي. ضروري داده چې دوی په حقه دي .ددوی پاڅون په حقه دی. مبارزه یی اسلامی، قرآنی، شرعی، محمدی او افغانی ده. دا خو د الله جل جلاله کار ده چه ځمکه چا ته سپاری خو وعده یی له موږ سره دهوَلقد كتبنا فى الزَّبورِ منۢ بعدِ الذِّكرِ أَنَّ الأرضَ يرِثها عبادِىَ الصلحون” [سوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 105]، ان شاء الله. هغه دی امیرالمؤمنین ملا محمد عمر او فخر شهداء امیر المؤمنین اختر محمد منصور رحمهم الله رحمة واسعة په خبره موږ خو بس دونی قدر مکلف یو چه هر څونه ځمکه مو په لاس کی وی په هغی کښی د الله قرآن نافظ کړو ولو که یوه لویشت وی. وس هاغه ده الحمد الله نیم افغانستان زموږ په لاس کی ده. الله تعالی دی دوی په خپله برحقه مبارزه کی مستقیم ولری!!!!


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    الله دی په صالحینو کی حساب که څونه دی زمادزړه خبری لیکلی دی حکمتیار صاحب قرآن عظیم شان په معنی ندۍ ویلی یایی په معنی ندۍ پوهیدلۍ زموږزمه واری حق راوستل اودالله اورسول امرمنل او عملی کول دی که موږ هرڅونه نیکی وکو دیوی ګمراهۍ جواز نلرو د ده اوله ګمراهی دتڼی ملګرتیاوه اواوس هغه دروسیی دغلامانو سره یوځای سو اشرفغنی دامریکا اواروپاڅخه خلقیان راټول کړل اوحکومت یی ځنی جوړکۍ ترمااوتایی حکمت یار صاحب ښه پیزنی دۍ هم دهغه وخت دمکتب دتعلیم ددری دۍ الله پساد په وکۍ الله دمیږی دارادی خبردۍالله هیڅوک نه ګمراکوی چه په هغه کی عیب نه وی حکمت یارصاحب فکرکوی چه ددنیااصلاح زموږ دوس کاردۍ زموږدپاره تنهادالله په لاره کی جهاد دحق دپاره اوناحقی ته نه تسلیمیدل دی دادنیافقط امتحان دۍ الله په قرآن کی فرمایی زه کولای سم چه ټوله دنیا یوقسم جوړه کم ولی زموږدامتحان د پاره یی لړلی ده

  2. نعمان صاحب

    به قلم تان برکت

    خیلی علمی و آموزنده نوشتید.

    چشم براه نوشته بعدی شما در مورد بی راهی بچه قادر!