د سوریې حکومت مخالفین د اسلامي جبهې په نامه د یو بیرغ لاندې سره راټول شول

په سوریه کې د مخالفینو شپږ ډلې چې داسد د رژیم پر خلاف جنګیږي د اسلامي جبهې تر نامه لاندې د یو ځای کیدو خبر ورکړ.د سوریې حکومت مخالفینو د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي دي چې له دې وروسته به ټول عملیات د یو چت لاندې ترسره کړي. نوموړو ډلو په سوریه کې په نورو مخالفو ډلو هم غږ کړی دی چې له اسلامي جبهې سره یو ځای شي . نوموړو ویلي دي چې اسلامي جبهه یوه خپلواکه ، عسکري ، سیاسي او ټولنیز سازمان دی او یواځنۍ موخه يي د اسد د رژیم نسکورول دي .د اسلامي جبهې اصلي هدف په سوریه کې د اسلامي شریعت او اساساتو په بڼسټ ولاړ د یو دولت جوړول دي .