افغانستان

ذبیح الله مجاهد : اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به سیمې اوګاونډیوهيوادو ته هیڅ ضرر نه پيښيږي

alsomoodدافغانستان څنګلورو هیوادونو هند، چین او روسیې هیوادونو اندېښنه ښودلې چې که امریکایی ځواکونه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي له دې سره به په افغانستان او سیمه کې یو ډول بې امنۍ او نورې ستونزې رامخ ته شي،چې له امله به یې دافغانستان همسایه هیوادونو ته هم احتمالي ګواښ متوجه شي . طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې چې ددوئ په رسمي ویب پاڼه الاماره باندي نشر شوې ویلي، موږ دخپل هیواد او سیمې لپاره د ډاډمن امن سولې او قرارۍ غوښتونکي یو،

په اعلامیه کې دسیمې او افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته به خورا صراحت سره ډاډ ورکړل شوي چې، دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان دهیڅ سمییز او ګاونډي هیواد په ضرر نه تمامیږي. اعلامیه وړاندي لیکي ، د ګاونډیو هیوادنو دا ډول اندېښنې چې دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به همسایه هیوادونه  له جدي خطر سره مخامخ شي،بې ځایه تشویش او دغربي استخباراتي رسنیو دمنفي تبلیغاتو اثر دي.په اعلامیه کې راغلي ، دسیمې هیوادونو باید خپل ځان ته رښتیني حقایق معلوم کړي او دنورو جهتونودمنفي تبلیغاتو زیر اثر دي نه راځي.
دموضوع اهمیت ته په کتو سره دنن ټکي اسیا اداره دخپلو مینوالو دمعلوماتو لپاره  دنشر شوې اعلامیه بشپړ متن په لاندي ډول کټ مټ نشر ته سپاري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سیمې د ځينو هیوادونو د انديښنو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په دا ورستيو کې ځينو سیميزو هیوادونو(هند، چين او روسيې) انديښنه ښودلې ده چې  که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځې او سيمه پريږدې نو سیمه به د بې ثباتۍ سره مخ شي او له افغانستان څخه به د سیمې دهيوادونوته ګواښونه متوجه شي .موږ دغه راز انديښني د غربي استخباراتي رسنیودمنفي تبلیغاتو اثربولواو دسیمې له هیوادونو څخه هیله کووچې په دي اړه حقایق ځان ته معلوم او دعیني واقعیتونو په رڼا کې څرګندونې وکړي. اسلامي امارت ديومسئول جهت په توګه ډاډ ورکوي چې  له افغانستان څخه به بل هيڅ سیميز او يا ګاونډي هيواد ته  ضرر نه پيښيږي ، موږ  د خپل هیواد او سيمي لپاره د امن غوښتونکي يو ، خو په افغانستان کې د امریکايي  ځواکونو شتون او لا موجوديت  زموږ د هيواد او د ټولي سيمې د بې امنۍ او دلته  دلاس وهنو لامل ګرځي ، دسيمې هيوادونه بايد هغه خطرونه درک کړي چې د امریکايي نظامي حضور سره په سیمه کې منځته راځي ، دلته د جګړو دوام ته زمینه مساعده وي  ، د خلکو د حساسيتونو د لا پاريدو سبب ګرځي  او په خاصه توګه  د افغانانو لپاره په هيڅ معنی دمنلو نه دي ، موږ په خپل هیواد کې  دامریکايي ځواکونو له هر راز موجوديت او نظامي حضور سره جدا مخالف یو او ترهغو به خپلې وسلوالې مبارزې ته ادامه ورکوو چې  هیواد مو په بشپړه توګه آزادشي او بهرني ځواکونه افغانستان پريږدي ، سيميز هیوادونه مسئوليت لري چې د سیمې دخلکو مشروع غوښتنې او هیلې جدا په پام کې  ونيسي  او دسیمې د حالاتو د ارزونې  په اړه په هغو تشو بدګمانيو تکیه ونکړي چې د يرغلګرو لخوا ايجاد او تبلیغ کیږي او موخه يې  زموږ په  هيواد اوسیمه کې دبې ثباتي  دوام  او داشغال غزول دي ، سیميز هیوادونه بايد د افغانانو ځانګړتيا او تاریخي خصوصيتونوته په پام سره داسې تصاميم ونیسي چې د افغانستان او سیمې لپاره واقعا مثمر وي  او په ريښتوني معنا دخلکو غوښتنوته په کې  درناوی شوی وي .
ذبیح الله مجاهد افغانستان اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۱/۲۱هـ ق
۱۳۹۲/۹/۳هـ ش ــ 2013/11/24م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x