نظــر

حکمتیار صاحب پل دې بختور سه!

افغان مجاهد

همدا اوس خبر راورسېد چې طالبانو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راوسته.د ناوه د هلمند د مرکز لشکرګاه په څو کیلومترۍ کې پرته پراخه ولسوالي ده.د هلمند جنوبي ولسوالیو ګرمسیر او خانشین ته لاره له همدې ولسوالۍ څخه تیریږي. که طالبان دا ولسوالي ټینګه کړي.ګرمسیر او خانشین ورته پرته فشار څخه تسلیمیدلی شي.

طالبانو څو اونۍ وړاندې هم په ناوه ولسوالۍ لوی برید کړی و. د ولسوالۍ د بازار ځیني برخې یې نیولې وې مګر د بشپړې ولسوالۍ په فتحه نه و توانیدلي.مګر دا ځل چې حکمتیار صاحب د کابل له حکومت سره یو ځای شوی دی.طالبانو د ناوې په ولسوالۍ معمولي برید وکړ چې په پایله کې یې د عسکرو لینګي ولړزیدل ولسوالۍ یې پریښوده او د لښکرګاه پر خوا یې ترپ وهل.

په اسلام کې که بدفالي (تشاؤم) ناروا دی نو نیک فالي بیا کوم حرج نلري. حکومتي چارواکي باید چې د حکمتیار په راتګ بدفالي ونه نیسي اما طالبان که د حکمتیار په ورتګ نیک فالي نیسي شاید کومه پروا ونلري.

حکومت ته د حکمتیار په ورتګ یوازې ناوه ولسوالي نه ده سقوط شوې بلکې همدا اوس مې چې د خپل ټیلفون صندوق البرید را مطالعه کاوو په تیرو څو ورځو کې طالبانو په کندز،کندهار،فاریاب،دایکندي،غزني،لوګر، فراه او ګڼو ولایتونو کې د پام وړ فتوحات ترلاسه کړي دي.

د کندهار په شاولیکوټ کې طالبانونه یوازې ددښمن چورلکه رانسکوره کړې بلکې دلته په لویه لارې پرتې ددښمن ګڼ شمیر پوستې یې هم تصفیه او تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. د حکمتیار صاحب ورتګ د نوموړي په آبایي وطن کندز کې هم په جهاد ښه اغیز کړی دی.نن دوشنبه له سهار وختي راهیسې مجاهدینو د کندز په ښار له څلورو خواوو برید پیل کړی دی. مجاهدین په لومړنیو شیبو کې د ښار په څنډو کې د سپین زر چمن، د پختې میدان او سه درک تر سیمو پورې رسیدلي دي او پرمختګ یی لا هم روان دی.

طالبان که څه هم تراوسه یې د حکمتیار صاحب د وروستۍ بې وفایي او صف بدلولو په دریځ کومه نیوکه یا رسمي تبصره نه ده کړې مګر داسې ښکاري چې د پخوا غوندې یې یو ځل بیا مخالف جهت ته د نوموړي په ورتګ تفاؤل نیولی وي .

له دې وړاندې  په اویایمه شمسي لسیزه کې هم د جګړو په مهال طالبانو له مخالف لوري سره د حکمتیار په ملګرتیا نیک پالي نیوله چې کابل او مزار شریف ته د نوموړي تشریف آوري او په تعقیب یې دغه ښارونه د طالبانو لاس ته لویدل هم ځیني خلک د خپل باور له مخې د همدې نیک پالۍ علامه بولي.

کارونه خو ټول الله تعالی کوي، حتی چې په کون او مکان کې یوه ذره هم د الله تعالی له ارادې پرته حرکت نه شي کولای. اما په یو څه باندې نیک پالي نیول هم جائز دي. ځکه الله تعالی د مؤمن باور نه ضایع کوي. راځئ باور ولرو چې مخالف صف ته د حکمتیار ورتګ به نه یوازې په جهاد بد اغیز ونکړي بلکې د نوموړي  په ورتګ  به ان شاءالله کفار او متجاوزین هم الله تعالی له هیواد څخه ورک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

بس ورته وایی چی ورکړی زور،هغه چا کور ورانیږی چی دویته ډوډی ورکړی، هغه څوک وژل کیږی چی ددوی په وژلوکی خفه کیږی خو داناځوان دهعوی دکور نه دمرچل په رقم استفاده کوی، چی ظا لم دولت هم پری رحم نکوی، او اصل رحم نه کیږی ځکه چی کوم ځآی نه دوشمن برید کوی نو با ید بریر پری وشی . بس دمظلوم انسانانو دوینی په دریاب تجارت راوان دی ، تراوسه حکومتیار په پا کستان کی وه اوس په په کا بل کی وی. دطا لب مشران پا کستان کی دی چی کله دبادار له خوا ورته ویل شول… نور لوستل »

Shuaib

ولی خان استاذه ! ستا په عقیده حکمتیار خراب سو ، طالبان خراب سو ، حکومت خراب سو ، امریکایان خراب سو ، او نور … ټول خراب سو فقط یو ته سم یي او یو له تا سره د ملت غم دی .
ستا یوه نو زه له هره حسابه …. غ……..ی ………..م د منافق مرتد .
یوځل تکلیف وکړه له یو عالم څخه پوښتنه وکړه چې په قرآنکریم کې دی د نفاق په آیتونو پوه کړي . کټ مټ همدا ته او دا ستا په شان خلک قرآن منافقین بللي دي . صاحبه …!

غوربندی

جمعه آینده قرار است حزبی های تسلیم شده جلسه ای در پایتخت داشته باشد.

بیم آنچه حرکت روشنایی با آن مواجه شد متوقع هست تا امنیت ملی اضافه خون حزبیهای دوآتشه را بریزد و آنرا به طالبان تاوان کنند تا نفعش را ببرد.

گفت من این است که ساده لوحان خود را در جمع مشمع های قیری (ارتجاع سیاه) نسوزانند.

الجاج استاذ بیانزی

حکمتیار خبل اخری شیطانی حکمت په کار واچوو ، له نیست یی ځان شته کړو ، نور څوک یی نه لرل وایی [ یو بهلول یو یی کن یو یی کچکول ] [ یو حکمتیار ، یو یی بهیر بل یی هلال ] نیست ځان یی په کمونست او سکولریست غنی په لوړه بیه وپلورلو ، لکه پخوا چه یی ورته اربکی مجاهدین واک کی ورکړی وو داځل یی ورته داعشی ملیشی په واک کی ورکړی . پاکستان ته هم کم وزنه ثابت شوی وو ، کاڼټه یی پری ایښی وه ، بی له دی به تسلیمیدل له عجله یی… نور لوستل »

wali khan

شعب خانه، داتا عوندی خلک دی چی هر نظام ته ورشی دهغی نوم بده وی. ځکه تا عوندی بی علمه خلک دی چی نه قران پیژنی نه حدیث پیژنی بس څه چی ورته پیچکاری شویوی همغه دبادار په ډول ګډیږی. ځکه چی نن صبا ډیر خلک تا عوندی جا هلانو په فتوا شهیدان شول، زه شکر دی عا لمانو سره نا ست یم، ما پوښته کړی. کله چی یو سړی مرتد شی او خپله قا نع وی چی زه مرتد یم دهغی دقا نع کولو لپاره دری ورځی وخت دی که چیرته بیرته داسلام دین ته وګرځیدل نو شه کنه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x