افغانستان

طالبانود مشورتي جرګې پرېکړې په سختو ټکو وغندلې

1-gh lnd thumb lnd thumb lnd thumbدامنیتي تړون پرسر د رابلل شوې مشورتي جرګې غړو له څو وروځو جراو بحث وروسته دامنیتي تړون پرمتن موافقه وکړه او دلاسلیک کیدو لپاره وړاندي شو. طالبانو چې لا له وړاندې له رابلل شوې جرګې سره خپل مخالفت ښودلی وو، دجرګې له پایته رسیدو وروسته یې په یوه تازه اعلامیه کې دجرګې پرېکړې په سختو ټکو غندلې،مشورتي جرګه یې جعلي او پرېکړې یې فرمایشي بللې.

په اعلامیه کې راغلي، دامنیتي تړون پرسر رابلل شوې تش په نامه لویه جرګه دامریکايي ګټو دتحقق لپاره دکابل ادارې راغوښتې او په کې راغونډ کسان ټول دامریکايي ځواکونو برحاله تنخواه خواره دي، طبعي ده چې دهغوې له فرمایش سره سم به پرېکړې کوي.
دا اعلامیه چې رسنیو ته دایمیل له لارې لیږل شوې نن ټکي اسیا هم یوه کاپی ترلاسه کړې چې په لاندي ډول یې نشر ته سپاري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په کابل کې د جعلي لوی جرګې  دفرمايشي پريکړو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
څرنګه چې  موږ مخکې ويلي وو، په کابل کې  جوړه شوې  فرمايشي جرګه د امريکايي ګټو د تحقق  لپاره د کابل   غلامې ادارې له خوا رابلل شوي  وه، ټول په کې دولتي کسانو او د امریکا برحاله معاش خورو برخه  اخیستې وه ، دپريکړو آزادي يې نه لرله ، د دين ، هیواد او ارزښتونو په نامه يې څه نه پيژندل  او په خپل تاریخي جنایت سره يې ثابته کړه چې دغه معلوم الحاله څيرې د امریکاپه لارښونه، هر راز هيواد پلورنې او بي ننګي ته حاضر دي او دغه راز شرمونکي اقدامات د هیواد ملي ګټې هم بولي ، بلاخره دقلابي جرګې غړو په سرسريزو کتنو ، څرګندونو، تغيراتو او څو غولونکو پيشنهادونو سره د غلامۍ وثيقه  تائيد کړه او  داخبره يې په ډاګه کړه چې دوی ته له هرڅه وړاندي  دامریکا شتون  مقدم ده،  ترڅو د دوئ چوکۍ ، واک ، د سود او رشوت ګرم بازار ، د اداري ا و اخلاقي فساد روان بهير څو ورځې دوام وکړي  او امریکايي سوری  يې،  چې دوي ته يي د دې ټولو جرمونو زمینه مساعده کړې ده، له سره کم نه شي .
اسلامي امارت  دا ډول غلامې جرګې او فیصلي په کلکو ټکو غندي او په ډاګه  کوي چې  له امریکا سره دغه راز غیرقانوني او بې ارزښته پريکړې او د غلامانو ورکړې وعدې به، نه يرغلګرو امریکايانو او نه هم مجرمو غلامانوته ګټه وکړي، بلکې برعکس به د ملت قهر لا هم طوفاني شي  او د بادار او غلام ترمنځ شوي لاسلیکونه به  لکه  په افغانستان کې ورته پخواني د غلامۍ تړونونه شرمنده او بې نتيجې پاتې شي .
زموږ ملت کوم لاوارثه  او يتم ملت  نه ده چې دسرنوشت په اړه یې څو تنه خرڅ شوي تورمخي،په داسې حال کې تصمیم ونيسي چې اکثره  ملت د يرغلګرو  دتشدد، ظلمونو، بمبارونو، چاپو او ځورونو له امله په وينو کې رغړي.
پخوا په افغانستان کې کمونستانو هم په کراتو هڅه کړې وه چې دافغانانو له درنو دودونو او د جرګو مرکو له فرهنګ نه ورته سوء استفاده وکړي او  له تاريخي حسابونو نه ځان خلاص کړي ، خو ټولو وليدل چې دملت د محاسبې او محکمې په وخت کې نه دغه راز تزويري اکتونو ګټه کړي او نه هم  جعلي پروسو او دسيسو، افغان ميړنی ولس اوس هم ميړنی ده ، په هيڅ قيمت او د هيڅ امتياز په بدل کې هم له خپلو شرعي موقفونو ، افغاني ننګ  او غيرت نه  شي په شا کيدای او  د غلامۍ طوق په غاړه کې نه شي اچولی ، ورته پريکړي به داصيلوافغانانوپه رګونو کې نوره هم دمقدس جهاد جزبه زیاته، اودجهادصفونه پیاوړي کړي، دنړيوال استکبار لپاره به واقعا افغانستان  د دائمي  اډو په ځای په دائمي قبرستان بدل کړي، ان شاءالله تعالی، وما ذالک علی الله بعزیز.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۱/۲۱هـ ق
۱۳۹۲/۹/۳هـ ش ــ 2013/11/24م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x