
د هجرت ديار ژړېږي/ رضوان الله فيضاني
رضوان الله فيضاني
مهاجر ورنه روان دي د هجرت ديار ژړېږي
ورکې ژوند کول نور ګران دي د هجرت ديار ژړېږي
د هجرت ښايسته جونګړې ورانوي په ماتو زړونو
اخ ډېر ستړي او ستومان دي د هجرت ديار ژړېږي
چې روسان يې په ګونډو کړل د عبرت سبق يې ورکړ
دا هماغه افغانان دي د هجرت ديار ژړېږي
مرور ورځنې درومي ډېر بېحده ګيله من دي
مسافر د خراسان دي د هجرت ديار ژړېږي
سرې ګرمۍ يې کړلې تېرې دلته دښتو او ميرو کې
د سپېڅلي دين غازيان دي د هجرت ديار ژړېږي
مهاجر چې دلته راغلل ډېرې سيمې شوې ابادې
دا د پاک الله دوستان دي د هجرت ديار ژړېږي
لور په لور کډې بارېږي مهاجر ځي خپل وطن ته
ځي روان کاروان کاروان دي د هجرت ديار ژړېږي
د هجرت کوره ژړېږه څو دې وس وي واويلا کړه
نور په تلو دې مهمانان دي د هجرت ديار ژړېږي
( فيضاني ) تل دې اباد وي مهاجر دې وي سرلوړي
تل په دين وطن قربان دي د هجرت ديار ژړېږي