کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو د کندز پر ښار پراخ بریدونه پيل کړي

طالبانو د کندز پر ښار پراخ بریدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د کندز چارواکي وايي چې طالبانو د شپي مهال د کندز پر ښار باندي له مختلفو اړخونو څخه درنه جګړه پيل کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پراخو بریدونو خبر ورکړی او ویلي چې د کندز ښار باندي له څلورو اړخونو څخه پر یو ځای برید کړی چې له امله یې ډیری سیمي او پوستې تر خپلي ولکي لاندي راوستلي دي.

مجاهد ویلي : « بریدونه د امام صاحب بندر، خان آباد بندر او باغ شرکت په استقامتونو پيل شول، تراوسه د نوآباد سیمه په ټولیزه توګه فتحه شوه، ۴ مهمې پوستې (دقومندان شریف پوسته، دقهوه خاني پوسته، دوه د زرخرید پوستې) فتحه شوې. اوس مجاهدین دکندز ښار دننه د (سه درک، پختۍ میدان او سپين زرچمن) سیمو ته رسیدلی دي. ».

د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي رسنیو ته نن سهار وویل چې طالبان د کندز ښار دننه د سې سرکه سیمي ته رسیدلي او د کندز ښار – علي اباد لویه لاره یې تړلې ده.

باید وویل شي چې تېر کال ۲۰۱۵ د سپتمبر میاشتي په ۲۸مه طالبانو د کندز ښار د ورته برید وروسته په بشپړه توګه نیولی وو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ