کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / آيا شاعري ټولنيز بدلون راوستلی شي؟!

آيا شاعري ټولنيز بدلون راوستلی شي؟!

ليکوال: ډاکټر مبارک علي

ژباړه: عبدالله حسرت

د هر تمدن په ابتدايي دوره کې، کله چې ليکل نه ؤ پيل شوي، هغه وخت به د شاعرۍ په وسيله د خيالاتو څرګندونه کېده، دا چې شاعرۍ کې رواني،آهنګ او خوږلښت وي، نو له دې امله يادول يې هم اسان وي. ځکه نو شاعري زیاتره په هغو ټولنو کې شهرت پیدا کوي، د کومو ټولنو چې فرهنګ په ژبنيو روايتونو کې وي. خو کله چې ټولنه پرمختګ کوي; نوي فکرونه پیدا کيږي. بیا د دغو فکرونو د اظهار لپاره نثر ته اړتيا پېښيږي او له همدې لارې د فکرونو تبادله کيږي. ځکه نو ویل کيږي، چې کله ټولنه د شاعرۍ نه د نثر پر لوري ګام اخلي نو له دې څخه د ټولنې پرمختګ څرګنديږي.

د يوناني تمدن په لومړيو وختونو کې د هومر شاعري، خو وروسته بیا فلسفي اشخاص لکه ايونين، سقراط، افلاطون او داسې نور د يونانيانو وياړ ؤ، چا چې د ټولنې او ټولنيزو ستونزو او مسايلو په اړه نظريې او فکرونه وړاندې کړل. افلاطون په خپل کتاب (جمهوريت) کې شاعرانو ته هيڅ ځای ندی ورکړی، ځکه چې د هغه له نظره د شاعرۍ بنسټ پر احساساتو او غیر عقلي خيالاتو کېښودل شوی وي.

د اروپا په پرمختګ کې هم د ساینسپوهانو، فلسفيانو، د فکر خاوندانو او د ټولنيزو علومو پوهانو برخه څرګنده وه، چې د خپلې ټولنې فکري حالت ته یې د خپلې پوهې او فکر په وسيله بدلون ورکاوه.

خو په اروپا کې ټولنيز بدلون هغه وخت رامنځته شو، چې کله دغلته صنعتي انقلاب راغی او ټیکنالوژۍ په ټولنه کې اقتصادي، ټولنيز او سياسي بدلون رامنځته کړ. د دغه انقلاب په بريا کې د فلسفيانو، مفکرينو او اقتصاد پوهانو ونډه وه، چا چې د خپلو افکارو په وسيله د بدلېدونکې ټولنې لارښوونه وکړه. ځکه نو آډم سمت، ريکارډو، مالتوس او وروسته بيا کارل مارکس او اينګلز له سرمايه دارۍ او ترې زېږېدونکو ستونزو تحليل وکړ. خو په دغه ستر انقلابي بدلون کې شاعرانو ونډه نه درلوده. ځکه نو دا پوښتنه پيدا کيږي، چې ولې شاعري ټولنيز بدلون نشي راوستلای؟ د دې ځواب دا دی، چې د شاعرۍ تړاو له احساساتو سره دی. شاعري احساسات خو راپاروي خو کوم دليل نه لري. ځکه نو د سياسي تحريک په لړ کې خلک احساساتي کولی او راپارولی شي خو د انقلاب سبب نشي جوړېدلای.

په اوسني وخت کې د ټیکنالوژۍ ارزښت خورا زيات شوی دی. موږ وينو، چې يوه مهمه اختراع د پوره ټولنې او د هغې تشکيل بدلوي. په اوس وخت کې کمپيوټر، برېښناليک، ګرځنده ټليفون، فاکس او داسې نورو اختراع ګانو، نه يوازې ټولنيز بدلون راوستی، بلکې انساني رویې او عادتونه یې هم له يوې مخې بدل کړي دي. د ټکنالوژۍ په پرمختګ او نويو موندنو کې دومره تېزوالی راغلی دی، چې خلکو ته له دغو نوښتونو او نويو اختراعګانو سره د ځانونو په بدلولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي. خو ټولنيز بدلون د همدې ټکنالوژۍ په وسيله راځي. له دې نه وړاندې د فکر د خاوندانو او د ټولنيزو علومو د کارپوهانو نظرونو ته لومړيتوب ورکول کېده، او د ټکنالوژۍ په برخه کې نوې اختراعګانې د دوی له فکرونو څخه اغېزمنې وې، خو اوس ټکنالوژۍ ته اوليت ورکول کيږي او خيالونه او فکرونه د ټکنالوژۍ تابع دي.

خو په کومو ټولنو کې چې ټکنالوژۍ ته لاسرسی زياتيږي، او د دې په پايله کې پر کېدونکي عمل او مادي بدلونونو د پوهېدو لپاره فکري بدلون نه راځي، نو دغسې ټولنې د تمدن له نظره لا وروسته پاتې کيږي.  ټکنالوژي خو وي خو هغه فکرونه نه وي، چې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي.

زموږ د ټولنې لويه ستونزه دا ده، چې دلته شاعرانو ته هم د عالمانو په سترګه کتل کيږي. ډېر روښان فکره خلک هم د ”انقلابي” شاعرۍ په لوستلو او يا هم اورېدلو په وخت کې په داسې فکرونو کې ورک شي، چې يو ستر انقلاب راتلونکی دی. يعنې د شاعرانو په نغمو او سندرو سره به ګويا انقلاب راشي او د دې لپاره دوی ته د څه کولو اړتيا نشته. خو د دوی دغه انقلاب د شاعرانو په ديوانونو او د سندرو په کسټونو (فيتو) کې ورک شي. خلک دا فکر کوي، چې کله د نظام تخته چپه شي، نو په هغه وخت کې، که د دغو نظمونو په ښکلي غږ سره د ويلو او زمزمه کولو والا ؤ، نو دوی به د تفريح په توګه خوند ترېنه واخلي. نو په دې توګه آن ډېره انقلابي شاعري هم د خلکو ذهنونه نه شي بدلولای او نه په ټولنه کې د کوم اساسي بدلون سبب جوړېدای شي.

که يوه ټولنه د پرمختګ لاره خپلول غواړي نو لومړی بايد نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسي پیدا کولو تر څنګ، د ټکنالوژۍ په پرمختګ او نويو موندنو کې هم برخه ولري، ترڅو پر نورو هېوادونو متکي پاتې نشي.

موږ چې د ټولنيز بدلون خبره کؤو نو له دې نه زموږ هدف داسې بدلون وي، چې پر ټولنيزو رويو، عادتونو، چاپېريال، ژبې او ورځني ژوند اغېزې ولري. دا ټولنيز بدلون د ټیکنالوژۍ د نوښتونو او موندنو له کبله راتلای شي، او د شاعرۍ په دې بدلون کې هيڅ رول نه وي. ځکه نو موږ وايو، چې شاعري د احساساتو د راپارولو او تفريح يوه ښه وسيله خو ده، خو د دې په ذريعه هيڅ بنسټيز بدلون نشي راتللی. اساسي بدلون ساينس او ټکنالوژي راولي.

خو له دې سره سره پر همدغو بدلونونو د پوهېدو لپاره د نويو نظريو او فکرونو د توليد اړتيا هم وي، چې د ټولنيز بدلون له کبله رامنځته کېدونکې مسئلو باندې پوه شو. نو له همدې امله ساينسپوهان او مفکرين بايد اوږه په اوږه مزل وکړي، ترڅو د ټکنالوژۍ له کبله په ټولنه کې انساني احساسات مړه نشي. نوی فکر دوی ته وخت پر وخت تازګي ورکوي. په داسې حال کې شاعري د انسان د جمالياتي احساساتو په روزنه او ژوندي ساتلو کې يوه مهمه وسيله ده، چې انسان د طبيعت خوا ته رسوي او سکون ورکوي خو يوازې شاعري په ټولنه کې د سياسي شعور، بیدارۍ او بدلون وسيله نه شي کېدلای.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ