کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / بلغاریه له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي

بلغاریه له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د بلغاریا لومړي وزير وایي چې که د بروسلز ناسته کې د افغانستان د ستونزو د حل کومه لاره ونه وموندل شوه دی به له پارلمانه وغواړي چې له دغه هېواده خپل ځواکونه نور وباسي.

د اکتوبر په پنځمه به اروپايي هېوادونه له افغانستان سره په ګډه په بروسلز کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي. په دغه ناسته کې به د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د بروسلز ناسته کې د نورو مسایلو سربېره په امنیتي ستونزو هم بحث کیږي.

بلغاریا چې د ناټو غړی هېواد دی اوس یې ویلي چې دوی له ډيره وخته په افغانستان کې ځواکونه لري او پر دوی يې له نیم میلیارد څخه زیات مصارف کړي دي.

«موږ هلته د دې لپاره یو چې امن او دیموکراسي نافذه کړو. اوس که خلک له هغه ځایه تښتي، دا به ښه وي چې پیسې او ځواکونو په خپلو سرحدونو ولګوو. که افغانستان د مهاجرینو بېرته ستنېده نه مني موږ باید خپل سرتیري بېرته را وغواړو»

د ۲۰۱۶ز کال له پیله بلغاریا ته د کډوالو ورتګ ډير شوی او د ټولو کډوالو له منځه درېیمه برخه افغانان دي. د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره به د مهاجرینو په اړه وغږیږي.

«موږ هر کال ۴۰-۴۵ میلیونه یورو په افغانستان کې په خپلو ځواکونو مصروفوو. افغانستان دې اوس خپلې ژمنې عملي کړي. دا زموږ لپاره ممکن نه ده چې نور مهاجرین وزغمو».

بلغاریا اوسمهال ۱۱۰ پوځیان په افغانستان کې لري. دوی په کابل کې د دولتي ځواکونو روزنه او کندهار کې د هوايي ډګر امنیت ساتنه پر غاړه لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ