افغانستان

د کابل ښار په لسمه حوزه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د پلازمينې کابل ښار په لسمه حوزه کې چاودنه شوې چې له امله يې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي پېښه نن سهار د لسمي حوزې اړوند د چهارقلعه په سيمه کې د يو مقناطيسي ماين په مټ رامنځته شوې.

نوموړی زياتوي ياده چاودنه د ملي اردو پر رېنجر موټر شوې چې له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي چاودېدونکي توکي په يو بايسکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د بريد مسؤليت لا تر اوسه کومي ډلي نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x