نظــر

وحید مژده د یوه مسلکي او متعهد ژورنالیست په توګه

ښاغلی وحید مژده  د افغاني تحلیل ګرانو او شنونکو په منځ کې يومنصف او ترټولو پوخ محلل دی چې شننه یې له هرډول مبالغې ، پلويتوب ، تنظیمي ، قومي اوژبني تعصب څخه پاکه وي .

نوموړی د شوروي اشغال په مهال هم په فرهنګي او ژورنالیستکي چاروکې فعالیت  درلود، او د هغه مهال په نشراتوکې یې زیات شمیر لیکنې او حماسه يي شعرونه خپاره شوي ، د جهاد په وروستیو کلونوکې یې د عبد الله عزام په مشري له مکتب الخدمات سره هم کار کړی او د همدغه مسؤلیت په مهال یې له هغو عربي جهادي چارواکوسره چې دشور وي ځواکونو په خلاف یې د مجاهدینو ملاتړ کاوه له نیږدي پیژند ګلوي  پیدا  او د هغوئ په اړه کافي معلومات ترلاسه کړل .

په ۱۹۹۶ کې چې کله  کابل د طالبانو تر ولکې لاندې راغی ښاغلی مژده  د بهرنیو چارو په وزارت کې د  دریم سیاسي مدیریت مسؤل وه ، هغه مهال یې هم د طالبانو او یوشمیر نورو هغو رسنیو سره چې په پیښورکې فعالیت درلود قلمي مرسته کوله او د هیواد د سیاسي جریاناتو په اړه یې ورسره  تبادل نظر درلود.

سره له دې چې وحید مژده په قومي لحاظ تاجک او په تنظیمي لحاظ  د هغه تنظیم غړی وه  چې طالبان ورسره عملا په مقابله لګیاول ، مګر دخپلې ژورنالیستیکې وړتیا له مخې یې دطالب مشرانو په منځ کې خاص ځای پیداکړ ، هماغه وه  چې د ده لیکنې به  دطالبانو په رسمي نشراتي ارګان شریعت او نیزه کې په ډیراهتمام خپریدې ، او د هیواد دځینو اهمو پیښو په اړه به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي اعلامیې هم د ده په قلم لیکل کیدلې .

نه یواځې دا چې طالب مشرانو د هغه فرهنګي او ژورنالیستیکي هڅوته د قدر په سترګه کتل ، بلکې نوموړی به یې په ځینو ديپلو ماتیکو سفرونوکې هم د رسمي هیآتونو دغړی په توګه له ځان سره ملګری کاوه او د ده له دیپلو ماتیکي تجربو څخه به یې استفاده کوله .

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته هم ښاغلی مژده په کابل کې پاتې شو ، خو په کابل د شمالې ټلوالې د واکمنۍ په مهال نوموړی له خپلې دندې ګوښه اوپه شخصي کارونو مصروف شو .

دښاغلي مژده مسلکي مهارت او ژمنتوب .

داچې ښا غلي مژده  د هیواد د دریو لسیزو د ټولو سیاسي جریاناتو په منځ کې پاتې شوی نو هرو مرویې  د  دغو جریاناتو په اړه  معلومات ، تحلیل او تجربه هم   پخه ده ،لکه مخکې چې  مو  وویل   نوموړي  ته  د  هرسیاسي جریان د واکمنۍ په مهال تر  تنظیمي او شخصي ارجحیتونو  ژورنالیستیکي او مسلکي مصالح مقدم ول ، او همدا لامل وه چې ښاغلی مژده  د هر سیاسي جریان  دواکمني  په مهال  په دې خاطر دهغوئ تر څنګ پاتې شوي  تر څو وکولای شي  د هیواد  دسیاسي پیښوپه اړه زیات معلومات  راټول  او  بیا هغه  د خپلو لیکنو او بي پري  تحلیلونو له لارې له خپلو هیواد والو سره شریک کړي .

په دغو لیکنو کې به یې په  بل هرڅه  دهیواد لوړ مصالح  مخکي بلل  او دهغوئ د تحفظ لپاره یې په ځان  ستونزې منلې.

د طالبانو  د واکمنۍ په مهال  ماخپله له ښاغلي مژده سره له نیږدي اړیکې لرلې  ، هغه مهال ما په نوموړی کې  د یوه  ویښ او ځیرک ژورنالسیت  نښې لیدلې ، زه پوهیدلم  چې  ښاغلی مژده  د محافظه کاري او یا چاپلوسي  له  مخې نه بلکې  د هیواد  دسیاسي جرناتو  دتعقیب او پیګیري په روحیه  خپله  مسلکې دنده پرمخ وړي  او له ټولو  چارواکوسره یې  تعامل او کړه وړه هم  د همدې غرض له مخې دي .

له طالبانو سره  د ښاغلي مژده  د اوسنیو اړیکو ضرورت .

د امریکایانو لخوا د طالبانو  د واکمني تر ړنګیدو  وروسته  هم   ښاغلي مژده له هغوئ سره خپل  ژورنالیستیکي راوبط جاري وساتل  اونوموړي د یواځينی  منصف لیکوال  او شنونکي  په حیث  د طالبانو په اړه کورنیو  اوبهرنیو رسنیوته  موثق او بي پري معلومات ورکول ، نو موړي  دطالبانو   دواکمني تر ړنګیدو وروسته د هغوئ  په اړه  د (افغانستان وسلطه پنج ساله طالبان ) تر نوم  لاندې  کتاب ولیکو  چې  دهغه له امله  نورهم مشهور  او د نړۍ  ډیرو   ژورنالیستانو او رسنیو  نوموړي ته   د طالبانو  په اړه  دمعلوماتو ترلاسه کولو په غرض  مراجعه کوله .

د طالبانو  په اړه  د معلوماتو ترلاسه کولو په غرض  د بهرنیو ژورنالیستانو  راتګ  او مراجعې  ښاغلی  مژده  نورهم  دیته اړ کړ  چې د افغانستان د اړونده قضایاوو په اړه  د طالبانو له موقف څخه د خبرداري  په خاطر له طالبانو سره  نیږدي ژورنالیستیکي اړیکې ولري  او  دهرې پیښې په اړه  له هغوئ سره تماس ونیسي .

ښاغلی مژده  د خپل ځانګړي ژورنالیستیکي مهارت له مخې  په دې توانیدلی چې په ځان باندې د طالبانو باور  ترلاسه او له هغوئ څخه   د  ډیرو مهمو پیښو په اړه  تر بل  هر ژورنالیست او خبري رسنۍ له مخه  معلومات  واخلي .

دي خصوصیت ښاغلي مژده ته په خپل مسلک کې نورهم  اعتبار او شهرت ور وباښه  او  ویې کړای شول چې  د سي،ان،ان، بي ،بي ،سي ، الجزیرې ، رویټرز، پرانس پرس ، منتکارلو  او نورو بهرنیو او کورنیو آژانسونو  او رسنیو لپاره  دیوه معتبري  خبري منبع په توګه   خپله  صحافتي دنده پرمخ  یوسي.

که څوک  داخبره مني او که یې ردوي طالبان نن  د افغاني قضیې دیوه مطرح سیاسي اړخ په توګه   یو ترټولو مطرح  سیاسي حرکت دی  او  د هیواد  دسیاسي پیښو کار پوهان او محللین  مجبور دي چې دهغوئ  دنظر یاتو ، سیاسي  مواقفو او فعالیتونو د معلومولو په اړه  له هغوئ سره  ژورنالیستکي روابط ولري .   ښاغلی مژده  د افغاني تحلیل ګرانو په منځ کې تر ټولو بریالی او موفق  ژورنالیست وه  چې  په دې  لاره کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې  او تربل هرژورنالیست او خبري رسنۍ ترمخه یې   د هره پیښې په اړه  د طالبانو نظر او غبرګون  ترلاسه  کړی ، دا یو داسې کاردی چې باید ښاغلی مژده ورباندې تقدیر او لا وهڅول شي ، ځکه طالبان  دخپل ځانګړي  خصوصیت  له مخې داسې خلګ دي چې  د امریکایانو په شمول دنړۍ ډیر معتبر سیاسي چارواکي  او حتی حامد کرزی  په دې نشي توانیدلی چې  د  ډیرو موضوعاتو په اړه  دهغوئ  تبادل نظر  ترلاسه  او یا له هغوئ سره  رابطه  ټینګه کړي .

یواځې ښاغلی مژده نه دی چې دخپل مسلکې مسؤلیت له مخې  د امریکایانو له مخالفینو (طالبانو) سره  راوبط لري  ، بلکې  د نړۍ ترټولو مشهور او معتبر بریتانوی  ژور نالیست  رابرت  فیسک (Robert Fisk) هم  د امریکایانو له لومړي نمبر مهم مخالف اسامه بن لادن سره داشاني ژورنالیستیکي راوابط لرلي ، له نوموړي سره یې ټلویزوني مرکه او په ډیرو موضوعاتو تبادل نظر کړی، چې دنوموړي دغه مرکه او تبادل نظر دهغوئ لپاره دلاشهرت  او دنړۍ دنورو ژورنالیستانو لپاره د یو ترټولو ګرم خبر په توګه  په نړیوالو خبري رسنیوکې نشر شوي او اوس هم  دهغوئ په ارشیفونو کې خوندي دی .

همدا راز د عربي نړۍ یوبل مشهور ژورنالیست تیسیر علوني چې له ۱۹۹۹تر ۲۰۰۱ پوري په کابل کې د الجزیره تلویزوني شبکې مسؤل وه  د هغه  د شهرت لامل هم له طالبانو سره دنوموړي نیږديوالی او دالقاعده تنظیم له مشر اسامه بن لادن سره هغه ژوندۍ تلویزوني مرکه وه  چې په ټولو عربي رسنیوکې  په هغه مهال  پراخ انعکاس  وکړ.

داچې ښاغلی تیسیر علوني یو مسلمان ژورنالیست وه  نو د هغه ټلیفون هم دښاغلي وحید مژده د ټلیفون په څیر  د امریکا داستخباراتي شبکې سي .آی.اي لخوا تر مراقبت لاندې ونیول شو او له ۱۹۹۹ تر د ۲۰۰۱ کال ترپایه پوري نیږدي ۵۰۰ ساعته د هغه ټولې ټلیفوني مکالمې ریکارډ شوې چې وروسته  د امریکایانو په دستور  د  ده  دمتبوع هیواد آسپانیا له لوري ګرفتار او په اوه کاله بند محکوم شو ، خو هغه مهال چې د آسپانیا هیواد سترې محکمې  ښاغلی  تیسیر د تروریزم په تور په بند محکوماوه  په هماغه ورځ  د آسپانیا د ژورنالیستانو د اتحادیې لخوا ورته   د ښه فعالیت او وړتیا جائزه ورکړل شوه  او د کابل په شمول په ټولو عربي او اسلامي هیوادونو کې د نوموړي په ملاتړ مظاهرې تر سره شوې.

خلاصه :  نن چې د کابل  د استخباراتو لخوا د ښاغلي وحید مژده ټلیفوني تماسونه ریکارډکیږي  او بیا له هغو څخه د ده په خلاف تبلغاتي استفاده کیږي  د ا له حقوقي پلوه  د ښاغلي مژده  په ژورنالیستیکي حریم  تیری دی چې باید مرتکبین یې تر قانوني مواخذې لاندې ونیول شي .  له خپل هیواد څخه دفاع  او د اشغالګرو په خلاف دنظر څرګندول د ټولو  مذهبي او وضعي قوانینو له مخې د هر انسان مسلم حق دی ،ښاغلی مژده هم  دیوه مسلمان او متعهد ژورنالیست په توګه   له خپل دغه  شرعي او قانوني حقه څخه  استفاده  کړې  .  نوموړی  د دې حق لري چې  لکه چې پرون یې د شوروي متجاوزینو په خلاف  سیاسي مبازره  او فعالیت کاوه  نن  د امریکايي  یرغلګرو په خلاف  هم  خپل اظهار نظر وکړي او  د هیواد له  مدافعینو سره  ژورنالیستیکي  روابط  ولري .

عبد الرحیم ثاقب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x