کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / جوزجان : چاودني ۴۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

جوزجان : چاودني ۴۶ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ په بازار کې د چاودني له امله ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د والي وياند رضا غفوري پېښه تائيدوي او زياتوي چې ۶ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

د غفوري په وينا د ټپيانو حالت د انديښنې وړ دی.

ويل کيږي چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د جوزجان ولايت د پوليسو امير وايي د يادي چاودني په تړاو يې يو تن نيولی.

د بريد مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ