شعـــــرونه

ولي كافر ته لاس پر نام ولاړ يې؟

ولي كافر ته لاس پر نام ولاړ يې

شرم دي نشته چي غلام ولاړ يې

تا كاميابي په مرييتوب كي غوښته
ځكه خو اوس داسي ناكام ولاړ يې

نام او نښان دي پر پردو وپلورى  
دا چي بي ننګه او بدنام ولاړ يې  

دا باداران دي اخير ځي  تا پريږدي
كه ته هر څو په احترام ولاړ يې

لا به تر څو د بل تر لاس لاندي يې
لا به تر څو داسي آرام ولاړ يې

ستا اسلاميت او افغانيت چيري دى
چي د صليب پر شوم مرام ولاړ يې

پوه شوم چي واک دي دى د بل په لاس كي
خپل افغان ورور ته ګام پر ګام ولاړ يې

اوس لا فرصت لري توبه وباسه
كه نه نوبت ته د اعدام ولاړ يې

كه ته غربيانو پارولى نه يي
پر څه ومخته د نظام ولاړ يې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x