
عاجل : طالبان د کندز ښار مرکزي چوک ته ورسېدل / ويډيو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۵ل):وروسته له هغه چې طالبانو په کندوز ولايت کې پراخ تعرضي بريدونه پيل کړل اوس مهال شاوخوا ۴:۳۰ بجې يې ځانونه د ياد ولايت مرکزي چوک ته ورسول.
طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه د صحنې ويډيو نشر کړې چې طالب ځواکونه په کې مرکزي چوک ته څېرمه د شکر سجدې کوي.
د يادوني ده چې په ننۍ جګړه کې زياتي سيمي د طالبانو لاس ته لوېدلي او له هري سيمي طالبانو په هم هغه دم عکاسۍ نشر کړي.
حکومتي چارواکي وايي په دې موخه يې هوايي بريدونه کړي تر څو د طالب ځواکونو د عملياتو مخه ډب کړي.
لاندي ویډیوګاني د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه نشر کړي:
طالبان د کندز په مرکزي چوک کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي – ویډیو
Posted by nunn.asia on Monday, October 3, 2016
طالبان د کندز مرکزي چوک ته د رسیدو پر مهال د شکر سجدې ادا کوي:
مجاهدین کندز ښار ته د ننوتو په حال کې خپل رب ته په سجدو شول! pic.twitter.com/hrR4zLqvND
— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 3, 2016
طالبان د کندز د جلب او جذب په مرکز کې:
د جلب او جذب مرکز هم ونیول شو pic.twitter.com/CH0frh6HcG
— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 3, 2016
طالبان د ښار په کوڅو کې ګرځي:
#عمري:#جزئيات: مجاهدین د کندز چوک ته ورسیدل، له خلکو سره په مینه مخ شول، ښار په امن کې دي، دښمن له ټولو ساحو څخه تښتيدلی دی. pic.twitter.com/zzvK8JKzTE
— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 3, 2016
طالبانو بیا د کندز پر مرکزي چوک خپل بیرغ پورته کړ:
د کندز په چوک بیا سپين محمدي بیرغ چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالی سمبول دی ورپول شول. pic.twitter.com/mqrtuCTvfP
— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 3, 2016
حکمتیار صاحب پل دې بختور سه !
هههههههههههههههه
ګلبيدين دا ۱۵ کاله بغارې وهلی چی،«دامزدور اوګوډاګۍ حکومت»
په حق مين خلک اوس دخدای شکر اد کوي چی د مزدور غنی او دهغه دنوی مزدور نه فرق بااللخره مظلومو خلکوته پوره په ډاګه شو. نو ګلبيدين د غنی او غنی خو عقلا د يو ستر ځواک ګوډاګی ده