نظــر

د امريکايي دېموکراسۍ خاين!

vh په پارلمان کې د سپنتا له وينا وروسته د وتلي ژورنالېست او تحليلګر وحيد مژده ځينې آډيو خبرې راووتې چې ګومان کېږي له کوم طالب سره غږېده. په دغو خبرو کې وحيد مژده طالبانو ته مشورې ورکوي، نو مهم څه په کې نه شته. کله چې دغه ټليفوني خبرې خپرې شوې، په مطبوعاتو کې دغه تحليلګر د ملي خاين په نامه ونومول شو، او دغه خبرې افغانستان او افغانانو سره خيانت وګڼل شوې! کله چې مطبوعاتو وحيد مژده ته د خاين نوم ورکړ، نورو ډېرو دغه نوم د طوطي په څېر تکرار کړ، په دغو کسانو کې ځينې مغرض او مرضيان وو، مګر ځينې نور ساده ګان هم وو چې له خپل فکره يې استفاده نه کوله، بلکې د مطبوعاتو ړوند مقلدين وو. د يک ټلويزيون راپور مې واورېد. لومړى د جاسوسۍ په هکله وايي، بيا طالبان وحشي ډله معرفي کوي، بيا وايي چې وحيد مژده هم دوى ته جاسوسي کوله! په پاکى کې د وحيد مژده لنډې خبرې اوروي چې دغه خبرې په ډېرو معقولو دلايلو ردوي. د دغه حالت په ليدو مې د هټلر د مطبوعاتو وزير هغه خبره ومنله چې وايي: “مطبوعات په لاس کې راکړئ، له انسانانو خره جوړوم “متاسفانه زموږ په وطن کې دغه خبره رښتيا شوې. مطبوعاتو نه يوازې د عامو خلکو ذهنونه له حقيقته اړولي، بلکې دغه هجمني په ډېرو پوهانو او هوښيارانو هم بده اغېزه کړې. سوال دا دی چې له مخالفينو سره خبرې کول قانونا جرم ګڼل کېږي؟! او آيا داسې کار ملي خيانت دى؟! که له مخالفينو سره خبره کول خيانت و جرم وي، بيا خو تر هر څه دمخه د سولې عالي شورا غړي مجرمين دي چې شپه و ورځ له طالبانو سره د خبرو په هڅه کې ده، خو هغوى ورسره نه غږېږي. جرم خو هغه څه ته وايي چې قانون کې منع شوي وي او په کولو کې جزا ښودل شوې وي، که دا کار جرم وي، د جزا قانون کومه ماده، کومه جزا ورته ښودلې؟! مګر په دې هر هوښيار پوهېږي چې دا جرم نه دى او نه د مژده صاحب په څېر ستر جورنالېست و تحليلګر دومره ټيټ شخصيت دى چې د چا جاسوسي وکړي. مژده صاحب نه دا کار پخوا رد کړى و او نه يې اوس ردوي. مژده صاحب وويل چې د يوه ژورنالېست په صفت حق لري له هر لورې سره خبرې وکړي، د هغوى له موقفه ځان خبر کړي او هغوى ته مشوره ورکړي. که له مخالفینو سره اړيکې نيول جرم وي، بيا خو هېڅ تحليلګر او ليکوال بايد نه له هغو سره اړيکه ونيسي، نه دې د هغو کتابونه لولي او نه دې د هغوى په هکله خبره کوي! له دې ښکاري چې تش په نامه امريکايي ډيموکراسي تر هغه حده ده چې د امريکا، متحدينو او لاسپوڅو حکومتونو ګټې په کې وي. که ديموکراسي دوى ته هر ډول سياسي ضربه رسوي، بيا ډېموکراسي نه شته او که څوک د دوى مخالفت کوي هغه ملي خاين و .. او بايد له منځه لاړ شي! دا د دوى دېموکراسي او منطق دى!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x