کور پاڼه / د نن سرمقاله / د برو کسل کنفرانس په درشل کي د جګړو تشدید

د برو کسل کنفرانس په درشل کي د جګړو تشدید

نن ټکی اسيا سرمقاله : د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون لپاره بلجیم ته د ولسمشر اشرف غني له روانیدو سره سم په هیواد کې د جګړو لړۍ هم توده شوه.

د هلمند پرمرکز لښکر ګاه ښارد محاصرې کړۍ تنګه او د کندوز ښارته عملا د وسله والو طالبانو ځواکونه ورننوتل.

د هیواد په شمال کې د کندوز استراتیژیک ښار د دواړو لوریو ، دولت او طالبانو لپاره فوق العاده حیاتي ارزښت لري ، که طالبان د بروکسل کنفرانس د دائریدو په درشل کې عملا د کندوز په نیولو بریالي شي دا به له پوځي اوسیاسي اړخه د حکومت لپاره ستره ننګونه او پیغوروي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د کندوز ښار د نیولو لپاره دا ډول تهاجمي عملیات پیلوي ، هغوی تیر کال هم په همدې شپو ورځو کې کندوز ښار له دولتي ځواکونو څخه لاندې او څو ورځې یې تر خپلې ولکې لاندې وساتو.

وروسته دولتي ځواکونه د امریکايي الوتکو د هوايي بمبار په مټ وتوانیدل چې د زیاتو ولسي تلفاتو له ورکولو وروسته د کندوزښار بیرته له طالبانو ونیسي.

اوس طالبان غواړي د کندوز ښار په بیاځلي نیولو سره نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوي چې کوم حکومت چې تاسي یې د وارسا په تیر کانفرانس کې تر ۲۰۲۰ م کال پوري پوځي تجهیز او تمویل په غاړه اخیستی نه يي نظامي او امنیتي ځواکونه په پوځي ډګر کې له طالبانو سره د مقاومت وړتیا لري ، او نه يي هم مسؤل چارواکي په دولتي سیسټم کې د اداري اصلاحاتو او فساد له منځه وړلو توان .

همدا راز طالبان غواړي په کندوز او هلمند کې د خپل پوځي ځواک په ښکاره کولو سره عملا دا ثابته کړي چې د بهرنیانو او دولتي ځواکونو په مقابل کې د جګړي او سولې صلاحیت تر دوي پوري محدود دی، نور جهتونه او یاهم د ملي یووالي حکومت که د سولې تر نامه لاندې کوم سندونه یو له بل سره لاسلیکوي هغه د هیواد پر روان پوځي او امنیتي وضعیت کوم اثر نشي کولای.

دا به وروسته مالومه شي چې کندوز ښار د چا تر ولکې لاندې پاتې کیږي خو هغه څه چې افغان جګړه ځپلي ولس ته په اثبات رسیدلي هغه دا چې په افغانستان کې د بهرنیانو له لوري هر ډول تجهیز او تمویل ، له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیکول او همدا راز د برو کسل کنفرانس په څیر په نړیوالو کنفرانسونو کې له په فساد ککړ حکومت سره هرډول مالې مرسته په هیواد کې د نیابتې جګړې له دوام پرته بله کومه مانا او هدف نه لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. قدرمنو سلامونه اودرناوی مې ومنئ، سرمقاله مو دعیني واقعاتو په بنسټ لیکلې کور مو ودان ########
    په درناوي
    بسمل

    # مننه،

  2. د بروسېل/بروکسيل کنفرانس ، په دې کنفرانس کې پېسې ورکونکي غربي ممالک چې په سر کې یې فاسده
    امریکا ده ،هیڅ چرت او فکر قصدا نه کوي چې په افغانستان کې دې سوله او ارامي راشي !!
    هغوی ته افغان وژنه داسې ده لکه دچرګ حلالول ! ددوی لپاره په اول قدم کې مهمه دیوې لیبرالې دیموکراسي
    درول دي په هر قیمت چې وي ! ددغو غوښتنو عالم برداران دلمر او طلوع تلوېزونونه ، فاسد دولت ،
    د لوړو مادي حرامو اقتصادي غوښتنو مفکورې ، غربي مفکوره ، له اسلامه لرېوالی ، دځوانانو اخلاق ، روش او کړنلاره
    په اقتصادي او مادیاتو پورې تړل او له عنعناتو او اسلامه څخه لرې بوول دي !!! په دوهم پړاو کې بيا سیکولر نظام او
    داسلام د ښخولو وخت دی !!

    اشغالګر و او فتنګرو غربیانو هیڅ وخت خپل ارموني زوی ته ونه وېلې چې ولې له طالبانو سره مخ په مخ دسولې
    خبرې نکوۍ !!
    ما اوس دىوې مجلې له ژورناست سره تلفونی خبرې وکړې او ورته واضح مې کړه چې غله بیا راغلى درواغ وایې او
    پيسې تر لاسه کو ي نو ته يو څه پرې ولىکه ! هغه ځواب راکه چې دا داروپایانو سیات دی تغیر نخورى خو که کوم چا
    واحد شخص غیر قانونى کار کړی وي ماته یې را په ګوته کړه چې زه یې رسواکړم ! په اخر کې يې راته ووېل چې
    دغني ددوکتورا اسناد جعلي دي نو زه ترې خبر لرم او که نه !

    طالبان وروڼه د الله موفق کړي چې ټول خروړي سپي له هېواده وشړي !!