لنډه كيسه : پر ما طلاقه ده!

store_in_afghanistanليكوال : محمدهارون فيضي.  ۲۰۱۱-۷-۲۳

اخترمحمد د نجيب پسې د هغه كور ته ورغي او هغه ته يې ور ږغ كړ ، دواړه د ښوونځي په لوري  روان سول .

دوي  سره همزولي ول،  يو څو كاله ښوونځي ته هم  يو ځاي ولاړل  او تل به يو ځاي ګرځېدل، كله به يې په خپل منځ كې پر كوچيني موضوع جګړه وكړه او خوابدي به سول  او كله به بيا پخلا وه،

څرنګه چې د كورنۍ مشرانو يې د ګلدوزي (خامك دوزي)  كار كاوه، نو دوي هم  كرار كرار  د ګلدوزي كار زده كړ  او د خپلو وړونو سره يې  په كار كې مرسته كول.

وختونه تېر سول ،نجيب او اختر محمد ځوانان سول،   دوي كورنۍ اړيكي هم درلودې  تګ او راتګ يې هم كاوه، داخترمحمد كورنۍ د نجيب د خور په   مركه ورغله  او د اختر محمد لپاره يې د نجيب  د خور غوښتنه  وكړه ، دا چې دوي  ،يو بل كور تر كوره پېژندل ،نو د پوښتنو او پلمو  ځآي پاتې نه و او دوستي يې ورسره وكړه ،اخترمحمد واده وكړ او خوشحاله  ژوند يې كاوه ، يوه ورځ د نجيب مور  نجيب ته وويل.

(( زويه هغسي بارزار ته ځي يو واري دې د خور كور ته هم ورسه او هغه راوله نن  ماښا   دې  د كشر ورور شادي ده نوري مېلمنې هم راځئ ))

نجيب له كوره  راووت  بازار ته راغي د تل په څېر د خپل اخښي ( اخترمحمد) پر دكان كښېناستي  او پر يوه موضوع يې سره خبري كولې  پدې موضوع  كې د دواړو يو څه اختلاف نظر پيدا سو، سره جوړ نسول يو څه تندي خبري وسوې،چون داسي موضوعات به تل د دوي په منځ كې راپيدا كېدل، دوي  هم دا موضوع دومره جدي و نه نيوله نجيب  له دكان څخه راووت چې د خپلي خور كور ته ورسي او هغه  خپل  كورته بوزي ،دا چې نجيب او اختر محمد دومره خواږه ملګري  ول  نو د اجازې د غوښتلو خبره نه پيدا كېدل، نجيب دخپلي خور كورته ورغي څرنګه چې مخكي هم څو ځلي يې په ورته توګه خپله خور كور ته بېولې وه دا ځلي يې هم بوتله .

ماښام كله چې اخترمحمد كورته راغي ګوري چې مېرمن يې په كور كې نسته د خپل كشر ورور  څخه يې پوښتنه وكړه.

(( نرګسه چيري ده ؟))

(( هغه يې ورور راغي او كورته يې بوتله((

اخترمحمد چې دا خبره وارېده نو د ځانه سره لګياسو (( ښه نجيبه زما سره دې  خوا بده سوه  نو خپله خور دې كور بوتله ، ا  سمه ده((

اخترمحمد   د خپل   كشر  ورور په لاس يو پيغام  د نجيب كورته ور ولېږه . كله چې د اخترمحمد  ورور   د نجيب كورته ورغي ، ټولي  مېلمنې  په سراي كې ناستې وې ،دخوشحالي  شېبې وي  ښځو د يو بل سره په خبرو بوختي وې ، شېبه وروسته  د ټولو  ده  ته پام سو ، چې څنګه دى  پدې ناوختي كې راغلي دي ، او پريشانه هم معلوميږي،  د نجيب مور  ورغله او ځيني  يې پوښتنه وكړه .

(( زويه څه خبره ده؟ پدې وخت كې ته  دلته؟))

هغه  په ډېري پريشاني سره ځواب وركړ.

(( هو موري زه ګران آغا ( اخترمحمد) راولېږلم،چې ورسه نجيب ته ووايه چي……))

(( چې څه زويه ؟ووايه څه خبره ده؟))

((ګران آغا وويل چې ،نرګسه  دې بيا زما كورته  ،نه راځي، پر ما طلاقه ده))

[email protected]



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.