دي انډيپينډينټ: مشهور برتانوي ژورنالیست روبرټ فیسک پرون د ایران او غرب تر منځ د اتومي پروګرام پر سر د لنډ مهاله اتفاق په اړه په خپله مقاله کې ويلي چې دا تړون د شعیه نظام برلاسی دی پر سني منځني ختيځروبرت فیسک د بشار الاسد په اړه هم وايي چې دا تړون د هغه د پاتې کيدو او بقا چانس لري. د قطر، سعودي، کويت او نورو خلیجي هيوادونو غوصه يې راپارولې او هغوی دا ارزو درلوده چې د جينيوا دغه تړون بریالی نشي، تر څو د ایران ستونزې نورې هم زیاتې شي او د اسد له ملاتړه لاس واخلي. په عربي نړۍ کې ایران د بشار الاسد يوازنی ملاتړی هيواد دی.
د ایران او غرب له دغه تړونه ښکاري چې غرب به هيڅکله هم د ایران په مقابل کې سخت عکس العمل ونه ښيي او نه به پوځي عملیاتو زړه ښه کړي. د اسرایلو صدر اعظم بنیامن نتنیاهو د دغه تړون په اړه انديښمن ښکاري او وايي چې دغه تړون به په سيمه کې ناکراري رامنځته کړي؛ ځکه چې اسرايل غواړي په سیمه کې يو ځانګړی قدرت وي.
بل پلو رابرټ فیسک وايي چې د دغو مذاکراتو په اړه شپږ مياشتې وخت ډېر زیات و او راتلونکی وخت به دا ثابته کړي چې جمهوري پلوي او ښي لاسي چې د ایراني ولسمشر دښمنان دي، د دغه تړون اصلي جزئیات وغواړي؛ ځکه چې دا د هغوی په ګومان یوه پټه لوبه وه.
امریکايي کانګریس وايي چې اوباما ایران ډېر لږ وخت کې ډېر زیات چانس ورکړ. امریکایان تاکيد کوي چې ایران باید د یوارنیمو له غني کولو لاس واخلي او ایران غواړي چې یوارنیم غني کړي. اوس به نو د يوارنیمو د غني کولو دغه سلنه د پخوا په پرتله په ډېر دقت څارل کيږي.
This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish.AcceptRejectRead More
Privacy & Cookies Policy
Privacy Overview
This website uses cookies to improve your experience while you navigate through the website. Out of these cookies, the cookies that are categorized as necessary are stored on your browser as they are essential for the working of basic functionalities of the website. We also use third-party cookies that help us analyze and understand how you use this website. These cookies will be stored in your browser only with your consent. You also have the option to opt-out of these cookies. But opting out of some of these cookies may have an effect on your browsing experience.
Necessary cookies are absolutely essential for the website to function properly. This category only includes cookies that ensures basic functionalities and security features of the website. These cookies do not store any personal information.
Any cookies that may not be particularly necessary for the website to function and is used specifically to collect user personal data via analytics, ads, other embedded contents are termed as non-necessary cookies. It is mandatory to procure user consent prior to running these cookies on your website.