افغانستان

ننګرهار کې د بهرنیو عسکرو یوه چورلکه رانسکوره شوه.

د ننګرهار ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه تیره شپه د شیرزادو په ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته وکړه . د سیمې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چورلکې سقوط کړی دی . همداشان د سیمې ځینو عیني شاهدانو ویلي دي چې چورلکې اور اخیستی وو او وروسته رانسکوره شوه . پداسې حال کې چې بهرنیو ځواکونو د نوموړې چورلکې د نسکوریدو په اړه څه ندي ویلي طالبان وايي چې چورلکه د دوی د مجاهدینو لخوا ویشتل شوې ده .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي چې چورلکه ددوې لخوا غورځول شوې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x