غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري
بخت چي دې وپرزي پرلاره بيا به څه کوې ته
ژوند به دې ټول وي بې قراره بيا به څه کوي ته
پښتونه ستاقوم که پرې شي  پرمينځ هغه وخت نو
لکه سکاره یې به بې کاره بيا به څه کوي ته
چي بې امني درسي پرکلي دې راوګرزيږي
ويښ به يې سم دم تر سهاره بيآ به څه کوې ته
چي ستا ماشوم بې علمه لوي سي تاته دا ووايي
په مادي څه زده کړي پلاره بيا به څه کوي ته
که دې لورکۍ تېښته کوې پیغوريې ستا پراوږو
ژوند یې ورسم کړه وار له واره بيا به څه کوې ته
داسي ملګرې دې دژوند خداي په نصيب مکړه چي
ددې يوه ستا بله چاره بيا به څه کوې ته
هاغه ځانمرګئ راروان دلته په منډه منډه
هله راوزه له بازاره بيا به څه وې ته
دچاپر ظلم که ته واچوې پرده عمري
شې به ترهرچا ګناهګاره بيا به څه کوي ته

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ