شعـــــرونه

د افغانستان شكايت

پر پـــاک حــريم مي و دښمــن ته اجـــازه وركوي
څـــه مي ګنـــاه ده چي مي پلوري قبــاله وركوي

مـــا په تــاريـــخ كــي سابقــه د غيرتــــــو درلوده
اوس و غليـــم  ته پر سر زما د ننګ شملـه وركوي

چا ښايستــــه دنګي ځــوانۍ را باندې وشيندلې
څوک مي په عام محضر د بيعي فيصـلـه وركوي

آزادولـم ميـونــدي لــــــور مــــي د تــن پـه وينـــه
خــــو تن پرور بچـــي مي نن په اجــــاره وركوي

چـــا مي لعلــــونه معـــادن په پټــــــــه و پلــــورله
څوک مي په سپينه ورځ د خرڅ يو نوشته وركوي

مــا به ساتـــل ما به روزل په خپـــله غېـږه كي تل
نن مي هغـــوي د څــو ډالـــرو په بدلــــــه وركوي

آخير ما كـــوم جُــــرم دى كړى بې نيـــازه ربـــــه
چي خپـــل بچي مي و پــردو ته په قبضه وركوي

ان شاء الله وخت را روان دى چي مايوسـه نشې
بيـا به ( نظـامـــه ) دوي حســاب ذره ذره وركوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x