کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د ماشومانو په ګټه ۹حکمونه

د ماشومانو په ګټه ۹حکمونه

ژباړن: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ له خپلو ماشومانو سره بې قید و شرطه مینه وکړئ او هغوی په دې ډاډه کړئ، چې د هغوی د کړنو ډول ته په نه پاملرنې، له هغوی سره مینه لرئ. هېڅکله خپله مینه د هغوی په بریاوو پورې مه تړئ.

۲ ـــ د خپلو ماشومانو مخ پر ودې استعدادونو او وړتیاو په تړاو خپل درک زیات کړئ. د خپلو ماشومانو د ودې په اړه او دا چې د عمر په بېلابېلو پړاوونو کې کومې بریاوې تر لاسه کولای شي، ډېر څه زده کړئ.

۳ ـــ له خپلو ماشومانو څخه واقع بینانه تمه ولرئ. والدین نباید  خپلو ماشومانو ته له لوړو معیارونو څخه وغږېږي. کومې موخې چې د خپلو ماشومانو له پاره یې ترتیبوئ، باید د هغوی له وړتیاو سره برابرې وي.

۴ ـــ خپل ماشومان په دې پوه کړئ، چې ماتې هم د ژوند یوه برخه ده، هغوی باید په دې پوه شي، چې له ماتې وروسته، څنګه بیا په خپلو پښو ودرېږي او هڅه وکړي.

۵ ـــ د خپلو ماشومانو بریاوې په جشنونو ولمانځئ او په اړه یې خبرې وکړئ. له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو وګوري او پام یې شي، چې کوم کارونه په بریالیتوب سره ترسره کولای شي.

۶ ـــ د هغه له پاره بېلګه واوسئ. خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ، ترڅو ستاسو له تجربو، ماتو او بریاوو څخه زده کړه وکړي. ستاسو بریاوو، ماتو او کامیابیو ته کتل، ستاسو ماشومانو ته دا ورزده کوي، هغه احساسات چې له دا ډول بریاوو سره هغه ته را پیدا کېږي، څنګه یې کنټرول کړي.

۷ ـــ په کورني چاپېریال کې د خپلو ماشومانو له پاره نظم او ترتیب په پام کې ونیسئ، په کورکې ښه سازماندهي، ماشومانو ته دا وزده کوي، چې ژوند له ماتې وروسته هم دوام لري.

۸ ـــ له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل احساسات څرګند کړي. هلکان د خوند، ویاړ، ګناه، شرم، او خواشینۍ احساسات تجربه کوي او اړتیا لري، چې د خپلو احساساتو په اړه خبرې کوي. والدین کولای شي، له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل احساسات په منلي توګه څرګند کړي.

۹ ـــ له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، چې خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړي، ځکه چې مثبتې اړیکې د سختیو پرمهال له هغه سره مرسته کوي. دوستان او آشنایان کولای شي ستاسو د ماشومانو له پاره د بېلګې او لارښود رول ولري.

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ