د نن سرلیکنه

امریکا ولي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په پاتی کیدو ټینګار لري؟

د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د مشورتي لویې جرګې برخوالو د کرزي او امریکا تر منځ د امنیتي تړون په لاسلیکولو رایه ورکړه .

د دغه تړون له مخې به امریکايي ځواکونوکولای شي چې نور هم د لسو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتي شي او له همدي ځایه به د دوئ په اصطلاح د تروریستانو خلاف خپل پوځي او استخباراتي فعالیتونه پر مخ بیايي.

امریکايي چارواکو چې د جرګې له پیل نه یې له کرزي سره د امنیتي تړون په امضاء کولو ټینګار درلود د مشورتي جرګې د دغه اقدام هرکلی وکړ او هغه یې د افغانستان دولس په ګټه کار وباله .

اوس پوښتنه داده چې ولي امریکايي چار واکي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په پاتې کیدو ټینګار لري ؟

که له دغو پاتي کیدو څخه د هغوئ هدف په افغانستان کې د امنیت ټینګښت وي نو هغه خو په تیرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د امریکایانو د تیر ۱۲کلن شتون له امله لاخراب شوی .

امریکایانو د افغانستان د اشغال په پيل کې هم د همدغې پلمې ترنامه لاندې شاوخوا سل زره پوځیان په افغانستان را مرش کړل او د هغوئ ترڅنګ یې له نورو لسګونو زره بهرنیو پوځیانو څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په غرض د دوئ د ځواکونو ملاتړ وکړي خو د دغو ۱۵۰ زره بهرنیو ځواکونو د ۱۲ کلنو پوځي فعالیتونو باوجود په افغانستان کې د سولې په ځای نا امني او بي ثباتې لا ډیره او نن لیدل کیږي چې د هغې منفي اغیزو ټوله سیمه له بي ثباتي ، نا امني او ګډ وډي سره مخ کړې .

دغه پوښتنه خپله په امریکايي مطبوعاتو کې هم را ولاړه شوې او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلې وروستۍ ګڼې په سرمقاله کې دې خبرې ته اشاره کړې چې په افغانستان کې ولي د امریکايي ځواکونو په پاتي کیدو ټینګار کیږي؟

د سرمقالې په خبره د بارک اوباما د۲۰۰۹کال د انتخاباتي کمپاین شعار داوه چې نوموړی به په خپل لومړني اقدام کې د افغانستان جګړه پایته رسوي او له دې هیواده به تر ۲۰۱۴ پوري خپل ټول ځواکونه بیرته را باسي ، خو اوس لیدل کیږي چې بارک او باما د خپلې کړې ژمنې په خلاف عمل کوي او غواړي تر ۱۰ کلونو پوري نور هم په افغانستان کې ۱۶ زره پوځیان پاتې کړي .

سیاسي شنونکي د امریکایانو د دغه اقدام لامل په سیمه کې د امریکايي نفوذ ټینګول بولي چې هغوئ غواړي په افغانستان کې د خپلو (۹) دائمي اډو په وسیله په افغانستان او منځنۍ آسیا کې د خپل اقتصادي او سیاسي رقیب چین د نفوذ مخنیوی او د ایران د هستوي ځواک د مراکزو څارنه وکړي ، چې دغه ټول اقدامات یواځي د امریکايي مصالحو د تحقق په غرض ترسره کیږي او افغاني لوري ته یې تر محتملې ګټې یقیني تاوان ډیر زیات دی ؛ ځکه په دې سره به د امریکا سیمییز مخالفین حتما په مقابل اقدام لاس پوري کوي او په نتیجه کې بې افغانستان د سیالو قوتونو ترمنځ د پوځي سیالۍ ډګر ګرځي او د لسو کلونو لپاره به نور هم دلته د جګړې اور د افغانانو په سر بلیږي .

امریکایانو په ډیره ځیرکتیا سره دغې سیالۍ ته دڅو بي ضمیره او نالوستو افغانانو د تش په نامه مشورتي جرګې له لارې زمینه مساعده کړه، او اوس لګیادي د کرزي د موافقې او لاسلیک په وسیله دتنفیذ عملي جامه ور واغوندي .

خو لکه چې امریکایانو د خپلو ۳۰۰۰ زرو پوځیانو په له لاسه ورکولو سره د افغانستان له لومړني اشغال نه ګټه نه وکړای شوه داسی ښکاري چې له دغه شرمناک تړون څخه به هم څه نه کړي تر لاسه او پایله به یې داوي چې همدغه ټول ۱۶ زره پاتي کیدونکي پوځیان به یې هم لکه دنورو وژل شویو هغو په څیر د افغانانو په لاس یا وژل کیږي او یا له هیواده شړل کیږي، او ټول هیواد به د دوئ او د دوئ د غلامانو له واکمنۍ په بشپړه توګه ازادیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x